د ځوانانو مناظره: د عادلانه ټاکنو په اړه شک

د ځوانانو مناظره: د عادلانه ټاکنو په اړه شک

په افغانستان کې د ذبيح الله غازي ليکنه

د افغانستان په ختيځ ولايت، ننگرهار کې محصلانو او ويناوالو د هېواد د ولسمشرۍ لپاره د دويم پړاو ټاکنو په سرته رسولو کې شک څرگند کړ.

د می د مياشتې د ٢٧ نېټې د غونډې ويناوالو په جلال آباد ښار کې وويل، درغليو د اپرېل د پنځمې نېټې د ټاکنو مشروعيت تر اغېز لاندې راوست او داسې بريښي چې د دويم پړاو ټاکنې به هم همداسې وي.

د التقوا خصوصي پوهنتون شاوخوا سلوتنو محصلانو ته په وينا کې د هغه پوهنتون استاد، انور فاروقي وويل، د سيمې زيات شمېر خلک په دې اند دي چې د ټاکنو خپلواک کميسون يې رايو ته "درناوی"ونه کړ.

تېره اوونۍ د ټاکنو خپلواک کميسون اعلان وکړ چې په لومړي پړاو کې پر درغليو تورن ٥٣٤٠ تنه کارکوونکي يې له دندو گوښه کړي دي.

فاروقي د غونډې گډون کوونکو ته وويل:  "خلک وډارېدل. په لومړي پړاو کې يې رايو ته چا درناوی ونه کړ او تمه نه لرم چې دويم پړاو به هم شفاف وي."

د نجيب الله نايل په نامه يوه ليکوال او ژورنالست د هغه له خبرې سره موافق و او شک يې څرگند کړ چې دويم پړاو ته ولاړ دواړه سيالان، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی به رايې په خپله گټه وکاروي.

هغه وويل:"په لومړي پړاو کې درغلۍ وشوې او دا دواړه نوماندان به هڅه وکړي واک ته د ځان د رسولو لپاره له هرې شونې لارې کار واخلي."

د مدني ټولنې يو فعال، انور سلطاني وويل، د جون په ١٤ د دويم پړاو په ټاکنو کې به د فساد په مخنيوي کې هر هغه څه وکړي چې له وس يې پوره وي.

هغه هيله څرگنده کړه، په ننگرهار کې به رايه ورکوونکي د ټاکنيز بهير ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه وويل: "افغانانو د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې گډون وکړ او چمتو دي چې په دويم پړاو ټاکنو کې هم گډون وکړي. تمه لري چې دا ځل به يو پياوړی ولسمشر وټاکي."

د التقوا پوهنتون يوه محصل، نورالله له ويناوال وپوښتل، رايه ورکوونکي به څنگه پوه شي چې کوم يو نوماند اسلام ته ډېر ژمن دی.

سلطاني په ځواب کې وويل، رايه ورکوونکي بايد د رايې له ورکولو دمخه وگوري چې د چا ملاتړ وکړي. د نوماندانو د تگلارو لومړيتوبونه اوهمدارنگه د هغوی ټينگه عقېده بايد تر پام لاندې ونيول شي.

ذبيح الله غازي د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists