د ځوانانو مناظره: د رايو ورکولو مرکزونه، که ټول نه وي، خو زيات شمېر يې خوندي دي.

د ځوانانو مناظره: د رايو ورکولو مرکزونه، که ټول نه وي، خو زيات شمېر يې خوندي دي.

په افغانستان کې د محمد فيصل نويد ليکنه

د اپرېل په مياشت کې د راتلونکو ټاکنو د امنيت عمومي مشر مسؤول افغان چارواکي ژمنه کړې چې د رايو ورکولو د گډوډۍ په موخه يې د ياغيانو د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره اغېزمن گامونه پورته کړي دي. 

د ټاکنو د امنيت مشر، جنرال محمد سالم احساس دا مني چې د هېواد يو شمېر سېمې د حکومت له کنتروله بهر دي. 

په افغانستان کې به [د راتلونکي کال] د اپرېل په پنځمه ولسمشرۍ او ولايتي شواگانو، دواړو ته ټاکنې وشي. په سوله ييزه فضا کې د رايو ورکولو ته په جدي سترگه کتل کيږي، ترڅو ولسمشر حامدکرزی وکړای شي خپل ځايناستي ته واک وليږدوي. د تاوتريخوالي په کچه کې زياتوالی يا د رايو ناسمه کارونه او درغلي به پراخې بې ثباتۍ او ناامنۍ ته لاره پرانيزي.

جنرال احساس د دسمبر په دويمه د کابل ښار په باختر پوهنتون کې د آی ډبليو پي آر له خوا د يوې جوړې شوې مناظرې گډون کوونکو محصلانو ته وينا کوله.

هغه وويل، د ټاکنو کارکوونکي به په خوندي ډول له خپل دفتر څخه د کار ځای ته ځي او راځي او د رايو اچولو له صندوقونو څخه به د لاسوهنې د مخنيوي په خاطر د شمارلو تر مهاله په کلکه څارنه کيږي.   

جنرال احساس وويل: "موږ ډاډمن يو چې د راتلونکو ټاکنو امنيت به ښه ټينگ کړو. موږ به د هغو لارو امنيت هم وساتو چې د رايو ورکولو صندوقونه پرې لېږدول کيږي او د ټاکنو کارکوونکي پرې د کار لپاره تگ راتگ کوي."

احساس وويل، د افغانستان په ټولو برخو کې شاوخوا د رايو اچولو ٦٦٨٥٠ مرکزونه "خوندي"دي،‌خو ويې منله چې پاتې ٢٦٠ هغه د طالبانو تر لاس لاندې سيمو کې پراته دي.

هغه وويل: "څلور ولسوالۍ: دېشو او باغران په هلمند ولايت کې، ناوه په غزني ولايت کې او خاک افغان په زابل ولايت کې د حکومت په لاس کې نه دي. د اردو، پوليسو او ملي امنيت په گډون افغان امنيتي ځواکونه پلان لري چې په نوموړو سيمو کې د امنيت د راوستلو په موخه هم عمليات وکړي او د [رايې اچولو مرکزونه] پکې فعال کړي. موږ لا له وړاندې په ځينو سيمو کې خپل عمليات پيل کړي او د ژمي په اوږدو کې به په نورو سيمو کې هم عمليات سرته ورسوو."

د پارلمان غړي، صالح محمد صالح په مناظره کې د پوهنتون برخوالو محصلانو ته وويل، [ټول] خلک دې د خپلو رايو کارولو ته وهڅول شي. 

نوموړي ومنله چې د حکومت کمزورتيا او تاوتريخوالي پر دموکراتيک بهير د خلکو اعتبار ته زيان رسولی دی. هغه ټينگار وکړ [ټاکنې] د راتلونکي په لور يوازنۍ لار ده.

هغه وويل: "د خلکو د اړتياوو په پوره کولو کې د حکومت د پاتيوالي له امله يو څه بې باوري رامنځته شوې ده. يو شمېر خلکو په تېرو ټاکنو کې [د طالبانو د بريدونو له امله] خپلې پښې يا لاسونه له لاسه ورکړي او پايله يې څه شی شوه؟ د افغانستان د راتلونکي لپاره يوازنۍ نېغه او سمه لاره په ټاکنو کې گډون او د رايې اچول دي. بله چاره نشته. موږ بايد هرو مرو د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړ شو، که د لاسونو يا پښو په بيه هم راته تماميږي."

د باختر پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي محصل، جمشېد دا اندېښنه راپورته کړه، که د ٢١٠٤ کال په اوږدو کې د ناتو پوځونه له افغانستان څخه ووځي، نو څه به پېښ شي. هغه وويل، امنيت د عادي افغانانو لپاره يوه ستره اندېښنه ده.  

جنرال احساس په ځواب کې دا خبره بيا تکرار کړه او ويې ويل، د ملي امنيت پوځونه د دې وس او سرچينې لري، چې د طالبانو په لاسونو کې د افغانستان د لوېدو مخه ونيسي.

محمد فيصل نويد د کابل پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists