د ځوانانو مناظره: د رايو ورکولو دمخه د نوماندو مخينې ته وگورئ

د ځوانانو مناظره: د رايو ورکولو دمخه د نوماندو مخينې ته وگورئ

Wednesday, 11 December, 2013

په افغانستان کې د عبدالله لامع ليکنه

د غزني ولايت پوهانو او ديني عالمانو يو ځل بيا د اپريل د مياشتې ټاکنو ته خپله ژمنه نوې کړه او د دې ډاډ يې ورکړ چې دموکراسي له اسلام سره په تضاد کې نه ده. 

په هغې غونډې کې چې د آی ډبليو پي آر له خوا د دسمبر په دويمه نېټه په غزني پوهنتون کې جوړه شوې وه، د ماهرانو يوې ډلې د شاوخوا سلو تنو گډون کوونکو محصلانو يوې غونډې ته وويل، آزادې او عادلانه ټاکنې د راتلونکي پرمختگ لپاره کليدي ارزښت لري. 

په ويناوالو کې د توحيد د مدرسې ديني عالم، مولوي غلام محمدي، د خاتم النبيين د پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استادانو، محمد اسحق مهدوي او محمد رحيمي او سياسي فعال، جمعه خان همدرد شامل وو.

د دين او دموکراسۍ په اړه رحيمي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، اسلام د ښې حکومتوالۍ، اغېزمن قانون او نظم او د خبر او پوه ولس فعال گډون پلوي دی.

هغه وويل، د ٢٠١٤ کال د اپرېل د مياشتې د ولسمشريزې او ولايتي شوراگانو د ټاکنو نوماندان بايد يو پرمختللي افغانستان ته ژمن وي او د پخو تجربو او وړتياوو ښه مخينه ولري.

عبدالله لامع د غزني پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists