د ځوانانو مناظره: د رايو د پاڼو د پټولو او گواښونو ډار

د ځوانانو مناظره: د رايو د پاڼو د پټولو او گواښونو ډار

Wednesday, 18 December, 2013

په افغانستان کې د ذبيح الله غازي ليکنه

د افغانستان په ختيځ ننگرهار ولايت کې رايه ورکوونکو ډار څرگند کړ چې ښايي د ٢٠١٤ کال په ټاکنو کې به ولسمشرۍ او ولايتي شورا گانو ته يو شمېر ولاړ نوماندان په  ډانگ پيېلې ډول د رايو پر غلا کولو او ډارولو لاس پورې کړي.  

د دسمبر د مياشتې په ١٦ د آی ډبليو پي آر له خوا د جلال آباد ښار په يوه حکومتي ميلمستون کې په يوې جوړې شوې غونډې کې څو تنو محصلانو پوښتنه وکړه، آيا داسې تدابير نيول شوي چې له مخې يې د رايو د پايلې د ځان په گټه د څرخولو مخه ونيول شي.    

د ٢٠٠٩ کال ټاکنې د پراخې درغلۍ تر سيورې لاندې راغلې او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون اندېښنه لري چې د اپرېل په ټاکنو کې هغه کار بيا تکرار نشي.

محصلانو په هغه غونډه کې، چې د ننگرهار د والي وياند، احمدضيا عبدلزي او همدارنگه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون ولايتي استازي، عتيق الله شرر پکې گډون کړی و، وويل، په پخوانيو ټاکنو کې نوماندانو د رايه ورکوونکو د ډارولو لپاره له گواښونو او تاوتريخوالي  څخه کار اخيستی و.

عبدلزي ټينگار وکړ، [دې ټاکنو ته] اوس ټينگ امنيتي تدبيرونه نيول شوي او که څوک په درغلۍ ونيول شي، نو بندي به شي. شرار وويل د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون په دې حالت کې موضوع تر تقعيب لاندې نيسي او ډاډ يې څرگند کړ چې راتلونکې ټاکنې به د مخکنيو ټاکنو په پرتله ډېرې رڼې او شفافې وي.

ذبيح الله غازي په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists