د ځوانانو مناظره: د دولت او رايه ورکوونکو تر منځ د تشې د ډکولو له امله د هلمند د ناحکومتي موسسو ستاينه وشوه

د ځوانانو مناظره: د دولت او رايه ورکوونکو تر منځ د تشې د ډکولو له امله د هلمند د ناحکومتي موسسو ستاينه وشوه

په افغانستان کې د عبدالولي پېژند ليکنه

په هلمند ولايت کې يو شمېر مشران وايي د افغانستان په ورستنيو ټاکنو کې په باور رامنځته کولو کې د مدني ټولنو د موسسو کار خورا ډېر اغېزمن و.

په هلمند ولايت کې د يو شمېر مدني ټولنو وياند، عبدالستار ساتوري وويل، د هغوی برياليتوب د دولت او ولس تر منځ د واټن په نژدې کولو کې ډېره مرسته وکړه او د دواړو تر منځ يې نوی باور رامنځته کړ.

نوموړي د اپرېل په ١٥ د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې محصلانو ته د وينا پر مهال وويل، هر هغه افغان چې رايه يې ورکړې، حق لري په خپل هېواد کې د دموکراتيکو ارزښتونو په پياوړي کېدولو کې د برخې اخيستلو له امله ووياړي.

نوموړې په ټولو حاضرينو غږ وکړ چې د مدني ټولنو ملاتړ ته دوام ورکړي او په ټينگار يې وويل، که چېرته ټولنيز سازمانونه د اپرېل د پنځمې نېټې د ټاکنې تر شا ولاړ نه وای، ښايي پراخه درغلي شوی وای.

نوموړي د مناظرې برخوالو ته وويل: "مدني ټولنو د دولت او ولس تر منځ واټن له منځه يوړ او د هغوی تر منځ يې باور او اعتماد رامنځته کړ. بايد په ټولنه کې د مدني ټولنو فعاليتونه پراخ شي او هر افغان بايد پکې برخه واخلي."

د هلمند پوهنتون استاد، عبدالمناف له دې سره موافق و چې د ناحکومتي موسسو فعاليتونه د رايه ور کوونکو د شمېر په زياتېدو او د درغلۍ په مخنيوي کې ډېر اغېزمن ثابت شول.  

هغه وويل، دموکراسي به د هغوی له هڅو پرته موجوده نه وای. نوموړي گډون کوونکو ته وويل چې نوموړې موسسې د درناوۍ او قدر وړ دي.

هغه وويل: "د مدني ټولنو ډلې د سياسي واک د ترلاسه کولو اراده نه لري. د هغوی يوازنۍ موخه پراخې دموکراسۍ ته لاره پرانيستل دي."

ميلمه ويناوال، احمدشاه پاڅون زياته کړه: "د روان کال د ټاکنو د روڼوالي ستر لامل د مدني ټولنو کار او فعاليت و. دې ډلو د خلکو د پوهې کچه لوړه کړه او کارکوونکي يې وگومارل چې د رايې ورکولو د مرکزونو څارنه وکړي. هغوی د درغلۍ او نور ستونزو په اړه چارواکو ته رپوټ ورکړ."

په هلمند کې د کرنې د پوهنځي يو محصل، محمد کريم له ويناوالو وپوښتل، آيا د هغوی په اند د رايو ورکولو په بهير کې فساد د ستونزو د رامنځته کېدو لامل نشو.

د هلمند ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون استازی، شفيع الله ساپي وويل، د هلمند د رايو ورکولو په هر مرکز کې د شکايتونو ليکلو لپاره فورمې ايښودل شوې وې. يوازې د يو څو شکايتونو يادونه شوې وه.

هغه وويل: "د ټاکنيزو درغليو د لږوالي لامل په هر مرکز کې د څارونکو د شمېر زياتوالی و."

عبدالولي پېژند د هلمند پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists