د ځوانانو مناظره: د خوست په ټاکنيزو کارکوونکو کې ټاکنيزې درغلۍ "ډېرې لږې" وې

د ځوانانو مناظره: د خوست په ټاکنيزو کارکوونکو کې ټاکنيزې درغلۍ "ډېرې لږې" وې

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د رحيم گل  نايل ليکنه

په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو لپاره د رايو شمېرل په ملي کچه د خپلواکو څارونکو له خوا سرته رسيږي، پايلې هم په هر ولايت کې توپير لري.  

په خوست ولايت  کې د جون د ١٤ نېټې له ټاکنې وروسته د رايه ورکوونکو د شمېر په اړه پوښتنې رامنځته شوې، چې په عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي کې کوم يو د اپرېل د پنځمې د ناڅرگندو رايو وروسته د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسيږي.

عبدالله عبدالله لومړنۍ پايلې ونه منلې، چې له مخې يې اشرف غني گټونکی و. نوموړي خوست ته گوته ونيوله چې ويل يې، د ټاکنو خپلواک کميسون له ٤٠٠٠٠٠ څخه زياتې رايې شمېرلي دي، سره له دې چې ٣٠٠٠٠٠ تنو رايه ورکوونکو خپل نومونه ليکلي وو. په لومړي پړاو کې د ټاکنو د خپلواک کميسون ١١٣٠٠٠ تنه رايه ورکوونکي ثبت کړي وو. 

د اپرېل له پايلو سره پر توپير سربېره، د عبدالله ډله وايي د ٤٠٠٠٠٠ تنو رايې د ١٣- ٢٠١٢ کلونو له شمېر سره سر نه خوري، چې خوست پکې ټولټال ٥٥٠٠٠٠ تنه نفوس ښودل شوی. اوس ولايتي چارواکي د اشمېره د کلو د پراختيا د وزارت د شمېرې پر بنسټ له ٣. ١ مليون څخه پورته ښيي او د ټاکنو خپلواک کميسون وايي په خوست کې يې د رايې ورکولو له ٦٥٠٠٠٠ څخه پورته کارتونه ويشلي دي.

د خوست د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، شفيق احمد وفا آی ډبليو پي آر ته وويل: "د رايه ورکوونکو په داسې يوې لوړې شمېرې د ټاکنو سرته رسول د ستاينې وړ خبره ده."

د رايه ورکوونکو د لوړې شمېرې په اړه د خوست په څېر اندېښنه د هغې په گاونډ ولايتونو، پکتيا او پکتيکا او همدارنگه په ختيځ کې په لغمان، کونړ او نورستان کې رامنځته شوې وه.  

د ټاکنو د شکايتونو د خپلواک کميسون، چې د ټاکنيزو درغليو په اړه څېړنه کوي، وايي، د خوست په اړه ٥٧ شکايتونه ثبت شوي، چې ٣٧ پکې ولايتي څانگې او نور پاتې يې په مرکز، کابل کې ثبت شوي دي.

د شکايتونو د کميسون ولايتي مشر، خانزاده خان وايي، يوازې دوه شکايتونه د "Aکته گورۍ"په توگه ثبت شوي، چې په درېو ډلو کې تر ټولو جدي هغه وو او کېدای شي يوازې يو يې پر وروستۍ پايلې اغيز وکړي.

هغه وويل، د دې خبرې معنا داده چې په خوست کې د پام وړ درغلۍ کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

د ټاکنو د څارونکې ډلې، افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د ولايتي څانگې مشر، جمعه گل همدرد وايي، هغه د خوست په هر مرکز کر څارونکي ځای په ځای کړي وو او کوم عمدي او لاسي ناسم کار يې نه دی ثبت کړی.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "موږ ته ١٨ رپوټونه رسيدلي، چې تر ټولو مهم رپوټونه يې د رايپاڼو د کمښت خبره وه، چې له تمې دمخه پای ته رسېدلې وې."

د دې رپوټ ليکونکي په خوست کې له ١٢ تنو څخه زياتو رايه ورکوونکو سره خبرې کړي، خو هيچا د رايې د درغلۍ يا بل کوم ناسم کار څه خبره و نه کړه.

رحيم گل نايل د خوست پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists