د ځوانانو مناظره: د خلکو د نظرونو راغونډول بايد حقيقت بې لارې نه کړي

د ځوانانو مناظره: د خلکو د نظرونو راغونډول بايد حقيقت بې لارې نه کړي

په افغانستان کې د سخيداد مهدي يار ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې برخوالو وويل، د نظر سروې په قصدي ډول د دې لپاره راټوليږي چې ټاکنو ته د يو ولاړ ټاکلي نوماند په گټه ناکره شمېرې خلکو ته وړاندې کړي او رايه ورکوونکي د هغه ملاتړ ته راواړوي.

د افغانستان په شمال کې د بلخ په پوهنتون کې يو مشر استاد، نوراغا شريفي د محصلانو يوې غونډې ته وويل، پر يو اړخيز قضاوت او پلويتوب ولاړې سروېگانې يوازې په شک کې د رايه ورکوونکو د اچولو او تر پوښتنې لاندې د ټاکنو د مشروعيت د راوستلو په موخه وړاندې کيږي.

په مزارشريف کې د مارچ د ١٩ نېټې په يوې غونډې کې هغه د ټاکنو پر کارکوونکو غږ وکړ، زيار دې وباسي چې چارې يې بې پرې، کره او تر هر څه دمخه عادلانه وي.

نوموړي يادونه وکړه، په دموکراتيکو ټولنو کې رايه ورکول د ټاکنيز بهير يو نه جلا کيدونکې برخه ده. له دې امله ډېره مهمه ده چې په دې اړه په افغانستان کې هره څېړنه ښايي د خلکو د معلوماتو لپاره په ډېر ځير او د کره کتنې پر بنسټونو ولاړه وي.  

شريفي گوته وڅنډله: "که چېرته د افغانستان په څېر هېوادونو کې د خلکو د نظر معلومول په بې احتياطۍ سرته ورسيږي، نو کېدای شي خوشې په خوشې د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو لامل شي."

د مناظرې په ويناوالو کې د مدني ټولنې فعال، شمس الدين شمس او د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون د عملياتو منيجر، اجمل احدي گډون درلود. 

ټولو ويناوالو د نظر معلومول ډېر مهم وبلل، په دې شرط چې په رښتينې او صادقانه ډول د خلکو احساساتغبرگ کړای شي.

شمس وويل: "موږ کولای شو د نظر راغونډول د ناپلويتوب، شفافيت او عادلانه توب په څېر معيارونو په کارولو په خورا منلي او ښه ډول باوري کړو. د بيان د ازادۍ، بشري حقونو او آن د نظر د معلومولو په څېر پديدې وخت ته اړتيا لري چې د افغانستان په څېر هېوادونو کې بنسټيزې شي."

سخيداد مهدي يار د بلخ پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists