د ځوانانو مناظره: د جون د مياشتې په دويم پړاو ټاکنو کې "دولتي لاسوهنه" نه وه

د ځوانانو مناظره: د جون د مياشتې په دويم پړاو ټاکنو کې "دولتي لاسوهنه" نه وه

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د ذبيح الله غازي ليکنه

له هغو شکونو سره سره، چې ښايي چارواکي د ولسمشرۍ لپاره په دويم پړاو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، د هېواد په ختيځ کې د ټاکنو کارکوونکي او امنيتي قوماندانان وايي کومه د پام وړ ستونزه رامنځته شوې نه ده.

د ناپلوو پلټونکو له خوا د رايو شمېرنه دوام لري، خو د جون د ١٤ نېټې د ټاکنو پايلې ناڅرگنده پاتې دي. د رايو د پلټنې غوښتنه هغه مهال رامنځته شوه چې يو نوماند عبدالله عبدالله د ټاکنو لومړنۍ پايلې ونه منلې. په دې پايلو کې د اشرف غني احمدزي په گټه د هغه ماته څرگنده شوې وه.

په ختيځ زون، ننگرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې د مدني ټولنې ډلې وايي هغوی ته پته ده چې حکومتي چارواکو څنگه د دواړو نوماندانو په گټه د رايو د کارولو هڅې کړي دي. د عبدالله او اشرف غني د کمپاين ځايي ډلو په يو بل ورته تورن پورې کړي دي.   

د ختيځ لپاره د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، محمد نعيم کشاف وويل، په سيمه کې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې په اړه يوازې يو څو شکايتونه ثبت شوي دي، خو د پلټنو پايلو کومه جدي پېښه نه ده په گوته کړې. 

د ننگرهار پوليس دمگړۍ د هغو ادعاگانو په څېړلو بوخت دي چې د عبدالله د کمپاين د ډلې ساتونکو پر هغو ماشومانو ډزې کړي، د اشرف غني په ملاتړ يې شعار ورکاوه. درې تنه ماشومان ټپيان شوي وو.   

له ناسمو کړنو سره سره ځايي چارواکي ټينگار کوي چې هغوی کارکوونکو په دې پېښه کې لاس نه درلود.

د ننگرهار والي، عطاء الله لودين آی ډبليو پي آر ته وويل: "ما د والي په توگه خپل ناپيېلتوپ ساتلی او هيڅ يو حکومتي کارکوونکی می نه دی پريښی چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي."

په ختيځ زون، ننگرهار، کونړ او لغمان ولايتونو لپاره د ٢٠١ قول اردو قوماندان، جنرال محمد زمان وزيري آی ډبليو پي آر ته وويل، په ټاکنو کې د لاسوهنې کومه پېښه نه وه ليدل شوې.

هغه وويل: "امنيتي پوځونو ... په ټاکنو کې هيڅ لاسوهنه نه ده کړې او نه يې چاته د لاسوهنې اجازه ورکړې."

جنرال وزيري وويل، د داسې کومې پېښې په اړه يې نه دي اورېدلي چې گوندې وسله والو ځواکونو دي کوم نا مناسب کار کړی وي.

د ننگرهار ولايت يو شمېر اوسيدونکو وويل، داسې پېښې ليدل شوي چې د ملي اردو سرتېرو رايه ورکوونکو ته ويل، چې که ځانگړي نوماند ته رايه ورنه کړي، نو ژوند به يې له خطر سره مخامخ شي.

د احمد په نامه يوه شخص آی ډبليو پي آر ته وويل: "حکومتي ځواکونو پر خلکو فشار راوړی او لارښوونه يې ورته کړې وه، چې ټاکلې نوماند ته رايه ورکړي."

ذبيح الله غازې د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.  

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists