د ځوانانو مناظره: د بلخ ولايت ټاکنې له درغلۍ سره سره “د اعتبار وړ” دي

د ځوانانو مناظره: د بلخ ولايت ټاکنې له درغلۍ سره سره “د اعتبار وړ” دي

په افغانستان کې د سخيداد مهدي يار ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې غونډې کې واورېدل شول، چې د افغانستان په شمالي ولايت، بلخ کې د ټاکنو په ورځ د درغليو له يو لړ ادعاوو سره سره ورکړل شوې رايې د اعتبار وړ گڼل شوي دي. 

د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، عزت الله ارمان په ټاکنو کې د سرته رسېدلو درغليو د کچې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "ټاکنې هرو مرو له سرغړونو او تاوتريخوالي سره يوځای وي." 

ارمان د اپرېل د لسمې نېټې غونډې برخوالو ته په وينا کې وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون زيار وکيښ چې د درغلۍ د مخنيوي په خاطر د څارونکو شمېره لوړه کړي. هغه اعتراف يې وکړ: "ډېری څارونکو خپله دنده نه پېژندله. هغوی د څارونکو پر ځای د پلټونکو دنده سرته رسوله." 

ارمان په مزارشريف کې د رايې ورکولو د پاڼو د کمښت پړه د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو پر يو شمېر نوماندانو واچوله.

هغه وويل: "نوماندانو له هغو سيمو څخه خلک مرکز ته راوستي وو چې هلته د رايو ورکولو مرکزونه، نه وو يا نوماندان د ټاکنو پر شفافيت ډاډه نه وو. د رايو ورکوونکو د ډېروالي له امله د رايې ورکولو پاڼې لږې شوې. د مرکز په خلاف په کليوالي سيمو کې د رايې ورکولو پاڼې زياتې وې."

هغه وويل، د رايو د ورکولو د پاڼو کمښت فساد نه رامنځته کوي، ځکه چې هغه د کره ارزونې له مخې وېشل شوې وې، خو ويې منله چې د درغلۍ بېلگې ليدل شوي.

هغه وويل: "تر اوسه پورې د بلخ ولايت د ټاکنو په خپلواک مرکز کې د درغلۍ ١٧ پېښې او د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو په کميسون کې ٤٥ پېښې ثبت شوي دي."

په مزارشريف کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د ټولنې استازې او د مدني ټولنې يوې فعالې، ملالۍ روشندل عثماني وويل، سره له دې د ښځينه رايه ورکوونکو د شمېرې د لوړوالي له امله خوشحاله ده، خو دا هم له ستونزو خالي نه وه. 

هغې وويل: "يو شمېر ښځو ته د خپلو کورنيو نارينه گانو لارښوونه کړې وه چې د هغوی د خوښې نوماند ته رايه ورکړي. يو شمېر نورې يې بيخې نه پوهېدې چې چاته رايه ورکړي. په دې معنا چې رايې يې په پټو سترگو ورکړې. داسې يو شمېر ښځې هم وې چې په خپله خوښه يې پرېکړه کړې وه."

د ژورناليزم يو محصل، عبيدالله وويل، د افغانستان په لرې پرتو کلو بانډو کې زيات خلک ونه توانېدل چې له خپلې رايې کار واخلي او ويې پوښتل چې ايا دا کار د ټاکنو شفافيت تر سيورې لاندې راوستلای نشي؟

ارمان په ځواب کې وويل، سره له دې چې په دموکراتيکو ټاکنو کې د رايه ورکوونکو د شمېر ډېروالی يو مهم اصل جوړوي، خو افغانستان د خپلو ځانگړتياوو لرونکی يو هېواد دی. هغه د رايه ورکوونکو د شمېر زياتوالي ته په پام، هغه د اعتبار وړ وگڼلې.

هغه وويل: "دا منم چې په ټاکنو کې يو شمېر خلکو گډون ونه کړای شو او د رايو ورکولو فرصت ورته نه و ورکړ شوای، خو ښايي حکومت او امنيتي ځواکونو به هغومره امکانات نه لرل چې په يادو سيمو کې خلکو ته د رايې ورکولو زمينه برابره کړي."

سخيداد مهدي يار د بلخ پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists