د ځوانانو مناظره: د امنيتي ځواکونو په وينا به د رايې ورکولو په ورځ امنيت ډېر ټينگ وي

د ځوانانو مناظره: د امنيتي ځواکونو په وينا به د رايې ورکولو په ورځ امنيت ډېر ټينگ وي

په افغانستان کې د عبدالله لامع ليکنه

افغان امنيتي چارواکو هغو تورونو ته په غوسه غبرگون څرگند کړی چې وايي هېواد ته د راتلونکې اوونۍ په ولسمشريزو ډېرو مهمو ټاکنو کې پر سرتيرو او پوليسو د امنيت د ټينگېدو باور نشي کېدای.

په سويل ختيځ ولايت غزني کې د ملي پوليسو مشر، اسدالله انصافي په کلکه وويل، د هغه پوليس د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنو لپاره د امنيت ټينگولو ته پوره ژمن دي، په هيڅ ډول به په هغې کې لاسوهنه ونه کړي او نه به فساد ته لاره پرانيزي.

نوموړي د آی ډبليو پي آر مناظرې ته په خپله وينا کې وويل، هغه د ميثممنتظري په نامه د يوه گډون کوونکي تورونه غندي، چې ويلي و، کېدای شي پوليس د ټاکنو په ورځ خلک له لارې وباسي. 

انصافي وويل، پوليس د افغانانو د ژوند او مال د ساتلو او حفاظت دنده لري. د هغوی پر پام وړ سرښندونو بايد سترگې پټې نشي.

هغه وويل: "زموږ پوليس پر دې پوهيږي چې ولس له هغوی څخه د سم چال چلن تمه لري. په وړاندې يې موږ له ځوانانو غواړو چې پر موږ د ناسم او غير مسلکي چلن تور پورې نه کړي. پوليس د ټاکنو په بهير کې د امنيت تامين ته ژمن دي او د رايو د ورکولو په بهير کې به هيڅ لاسوهنه ونه کړي. که وليدل شول چې کوم افسر يا پوليس لاسوهنه کړې وه، نو له دندې به وايستل شي."

د غزني ولايت د ولايتي شورا غړې، حميدي گلستاني زياته کړه، "که خلک د ټاکنو د ورځ اصول په پام کې ونيسي، پوليس به د هغوی په وړاندې کوم گام پورته نه کړي."

په غزني کې د ملي اردو وياند، محمد نظيف سلطاني هم ټينگ غبرگون وښود. هغه وويل، ټول سرتيري بشپړ نه دي، خو افغانانو ته لازمه نه ده چې د خپلو امنيتي پوځونو سپکاوی وکړي.

هغه وويل: "زموږ پوځونه له اسمان څخه نه دي رالوېدلي. ښايي يو نيم يې ستونزه ولري، خو د ټولو هغو سپکاوی ښه خبره نه ده."

په مناظرې کې، چې د مارچ د مياشتې په ١٦ په غزني پوهنتون کې جوړه شوې وه، د ښځينه پوليسو د  گومارلو پر ستونزو هم خبرې وشوې.

انصافي محصلانو ته وويل، دمگړۍ په غزني کې ټولټال ٣٦ ښځينه پوليساني شته. دولس تنه نورې تر روزنې لاندې دي؛ يعنې په دې ولايت کې د رايه ورکولو ټولو څه ناڅه ٢٨٠ مرکزونو د تنظيم او څارلو لپاره پوره ښځينه پوليسانې نشته.

انصافي وويل: "موږ په پام کې لرو چې د ښځو د تالاشۍ او لټولو لپاره ځايي ښځې وگومارو، ځکه نارينه نشي کولای ښځې تالاشي کړي."

له انصافي وغوښتل شول چې د ټاکنو په ورځ د امنيتي چمتووالي په اړه مفصل معلومات ورکړي، هغه وويل، په غزني ولايت کې ټول ٣٨٥ د رايو ورکولو مرکزونه شته. د هغو په ډله کې ٢٠٦ پوره امنيت لري. ٣١ نور له منځنۍ کچې امنيتي گواښونو او پاتې ١٤٨ له لوړو امنيتي گواښونو سره مخامخ دي.

عبدالله لامع د غزني پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists