د ځوانانو مناظره: د امنيتي موضوع او درغلۍ په اړه دې گام پورته شي

د ځوانانو مناظره: د امنيتي موضوع او درغلۍ په اړه دې گام پورته شي

په افغانستان کې د عذرا عزيز ليکنه

افغانستان د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه په دويم پړاو ټاکنو کې د هرات ولايت اوسيدونکو په وړاندې کمزوری امنيت او ټاکنيزه درغلي ستره اندېښنه بولي.

محصلانو او د ټاکنو څارونکو د آی ډبليو پي آر له خوا په رابلل شوې مناظره کې وويل، د اپرېل د پنځمې نېټې د لومړي پړاو ټاکنې له يو څه ستونزو سره مخامخ شوې وې او هلې ځلې روانې دي چې د دويم پړاو ټاکنې ستونزې ونه لري.  

د ټاکنو د خپلواک کميسون سيمه ييز مشر، محمد داود صديق زاده ټينگار وکړ کارکوونکي يې راتلونکو ټاکنو ته پوره چمتووالی لري.

په هرات کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فيفا) مشرې، ريحانې اکبري وويل، د ټاکنو د بهير څارنې او د درغليو د مخنيوي په موخه د هغې د بنسټ اووه سوه تنه کارکوونکي د مرستې لپاره گومارلي دي.

صديق زاده د می د مياشتې په ٢٩ نېټه د کهکشان شرق په پوهنتون کې په جوړې شوې مناظرې کې وويل: "موږ لا له وړاندې د ټاکنو ټول اړين توکي هرات ته لېږدولي دي. موږ له ترانسپورتیشرکتونو سره د تړونونو له مخې دا توکي لرې پرتو سيمو ته استولي او د رايپاڼو د کمښت د مخنيوي لپاره مو پنځه سلنه اضافي رايپاڼې هم استولي."

افغانان په روانه اوونۍ کې يوه پلا بيا د ټاکنو مرکزونو ته له دې امله ځي چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره هيڅ نوماند پنځوس جمع يو رايه ترلاسه کړې نه وه.

دوه پاتې مخکښ نوماندانو هر يو، عبدالله عبدالله او پخوانی وزير اشرف غني احمدزی د خپلو ټاکنيزو کمپاينونو په دوام د هېواد ٣٤ ولايتونو ته له درېو مياشتو څخه زيات په وقفو، وقفو سفرونه وکړل.

عبدالله تېره اوونۍ په کابل ښار کې له يوه ځايه بل ته د تگ پرمهال له يوه ځانمرگي بريد څخه روغ رمټ راووت. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستې د سازمان وياند وويل، په دې پېښه کې د دوو پرله پسې چاودنو له امله شاوخوا ١٣ تنه ولسي وگړي ووژل شول او ٤٦ تنه ژوبل شول.

اکبري د آی ډبليو پي آر د مناظرې برخوالو ته ډاډ ورکړ چې فيفا به د لومړي پړاو ټاکنو په څېر په دويم پړاو ټاکنې کې پوره شمېر څارونکي وگوماري. نوموړي بنسټ د هېوا په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا لس زره څارونکي گورمارلي دي. 

هغې وويل: "زموږ د بنسټ د مشاهدې له مخې په لومړي پړاو کې يو شمېر تخنيکي موضوعگانې موجودې وې. د ټاکنيزو توکو [رايپاڼو] کمښت او د ټاکنو د کارکوونکو او څارونکو لږه تجربه د ستونزو لامل شول. دا ستونزې به په دويم پړاو کې رامنځته نشي."

د هرات د امنيت مرستيال، عبدالغني وويل، کېدای شي د جون د ١٤ نېټې په ټاکنو کې د دې ولايت د رايو د ورکولو له ٤٣٢ مرکزونو څخه ٢٥ مرکزونه د ياغيانو د بريدونو په اړه د اندېښې له امله تړلي پاتې شي.

هغه وويل: "موږ د دويم پړاو ټاکنو د امنيت تامين ته ټول اړين چمتووالی نيولی دی. موږ د هرات اوسيدونکو ته ډاډ ورکوو چې د ټاکنو په ورځ له اندېښنې پرته د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي. امنيتي پوځونه د هغوی په خدمت کې دي."

عذرا عزيز د هرات پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريالهدی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists