د ځوانانو مناظره: دود د ښځو د رايو په وړاندې ستر خنډ دی

د ځوانانو مناظره: دود د ښځو د رايو په وړاندې ستر خنډ دی

په افغانستان کې د محمدخان ليکنه

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د محصلانو د مباحثو وروستۍ لړۍ د رسنيو پر رول څرخېده چې کولای شي خلک د راتلونکي اپريل د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې برخه اخيستنې ته وهڅوي.

ښځينه محصلانو په يوې وروستۍ غونډه کې وويل چې په پکتيا ولايت کې د ښځو په وړاندې د راتلونکې اپرېل مياشت په ټاکنو کې د پام وړ ستر خنډونه پراته دي.

د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د آی ډبليو پي آر له خوا د غونډو د لړۍ په يوې وروستۍ غونډه کې ښځينه محصلانو په پرله پسې ډول د هغو دودونوپه اړه اندېښنې څرگندې کړې چې د ښځو د رايې ورکولو او آن د رايو ورکولو په موخه له کوره د وتلو مخه نيسي.

افغانستان به په راتلونکي کال کې د ولسمشر، حامدکرزي پرځای د هغه د ځايناستي او همدارنگه د ولايتي شوراگانو ټاکنې سرته ورسوي. زيات شمېر خلک ډار لري چې په ٢٠٠٩ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د راولاړو شوو ستونزو په څېر ستونزې به بيا تکرار شي چې د خلکو له لږ شمېر رايو ورکولو او پراخ فساد سره مل وې. 

د طب د پوهنځې محصلې، ريحانې په گرديز کې د پکتيا په پوهنتون کې د نومبر په ٢٨ جوړې شوې غونډې ته د خبرو پرمهال په ټينگار وويل، حکومت ته په کلکه کار دي د هغوښځو له مخې څخه پراته خنډونه لرې کړي چې غواړي په ټاکنو کې ونډه واخلي.

د افغانستان په زياترو ختيځو او لويديځو سيمو کې موجود دودونه پر ښځو پابندي لگوي د ميړه له اجازې پرته له خپلو کورونو څخه ونه وځي. د دې ډار شته چې يو زيات شمېر يې د رايو د ورکولو د کارتونو د ترلاسه کولو اجازه نه لري، رايې ورکول خو لا پرځای پريږدئ. 

په پکتيا کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون يو غړي، محمد يوسف ملاتړ له دې سره موافق دی، وايي ښځې نشي کولای له هغو فرصتونو څخه گټه واخلي، لکه چې د هغوی نارينه گان يې اخيستلای شي.

نوموړي ټينگار وکړ چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون دا موضوع جدي نيولې او په فعال ډول نارينه گان هڅوي چې ښځې په [ټاکنو کې] ونډې اخيستلو ته وهڅوي.

ملاتړ وويل: "دا زما دنده، ستا دنده، د کلي د مشر دنده او د دې مباحثو دنده ده چې د خلکو د پوهې کچه لوړه کړي."

د پوهنتون په غونډه کې شاوخوا سلو تنو نارينه او ښځينه گډون کوونکو محصلانو په پکتيا کې د ښځو د چارو د رياست مشرې، د نسرين اورياخېل خبرې هم واورېدې.  

اورياخېل وويل، په يو شمېر ولسواليو کې د ښځينه رايه ورکوونکو په وړاندې جدي ننگونې پرتې دي، سره له دې چې وړاندوينه يې وکړه د گرديز ښار زياتره ښځې به د رايې ورکولو کارتونه واخلي او د رايې ورکولو په ورځ پخپله رايه وکاروي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون ولايتي وياند، شېرعلم فيضي يادونه وکړه له ورستيو شمېرنو څرگنديږي، د ښځينه رايه ورکوونکو شمېره ٤٤ سلنه ته رسيږي چې د ولايت په کچه يې د رايې ورکولو کارتونه اخيستې دي.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists