د ځوانانو مناظره: خلک د امنيت، دندو او عدالت تمه لري

د ځوانانو مناظره: خلک د امنيت، دندو او عدالت تمه لري

Tuesday, 14 January, 2014

په افغانستان کې د هارون حکيمي ليکنه

د افغانستان هر نوی حکومت بايد د دندو د پيداکولو، د فساد د له منځه وړلو او پر خپلو پښو د جگړه ځپلي هېواد د درولو په څېر موضوعگانو ته پام واړوي. پر دې موضوع د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې غونډې کې خبرې وشوې. 

د افغانستان د ملي دموکراتيک انستيتوت مشر، عبدالعزيز صميم وويل د خلکو د هيلو پوره کول به د ولسمشر حامد کرزي د ځايناستي ډېره ستره او ستونزمنه دنده وي.

رايه ورکوونکي له بې عدالتۍ پوزې ته راغلي او د دې ډاډ غوښتنه کوي چې اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنې تاوتريخوالي ته ور ونه گرځي. که د درغلۍ نښې وليدل شي، نو سياسي پړسوب ته به لار پرانيزي.

صميم له سلو زياتو محصلانو ته، چې په هرات ولايت کې يې د جنورۍ په نهمې نېټې غونډې کې گډون کړی وو، وويل: "خلک امنيت، ثبات، کار او عدالت غواړي."هغه زياته کړه، رايه ورکوونکي غواړي له ډار او غچ پرته رايه ورکړای شي.

سياسي شنونکي، محمد نعيم غيور د غوڼدې برخه والو ته وويل، په ټاکنو کې ونډه اخيستل د هرچا مسؤوليت دی. هغه رايه ورکوونکو ته په ټينگه وويل، د نوماند په ټاکلو کې له پوره غور او دقت څخه کار واخلي.

هغه وويل: "موږ هغه ټاکنې غواړو چې په افغانستان کې يو قانوني حکومت رامنځته کړي."هغه زياته کړه، که خلک په هوښيارۍ رايه ورکړي، داسې کوم لامل نشته چې دا تمه دې سرته ونه رسيږي.

د اطلاعاتو او کلتور رياست وياند، محمد انور متين هم پر رايه ورکوونکو غږ وکړ چې نوماند ته د رايې ورکول پر مهال بشپړ پام وکړي.

هغه وويل: "موږ بايد د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړ شو، چې د افغانانو رنځ او کړاو ته د پای ټکی کيښودل شي."

هارون حکيمي د هرات پوهنتون د محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists