د ځوانانو مناظره: آيا هلمند د رايه ورکولو لپاره خوندي دی؟

د ځوانانو مناظره: آيا هلمند د رايه ورکولو لپاره خوندي دی؟

په افغانستان کې د محمدولي ځیرک ليکنه

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون يوه چارواکي په سويلي ولايت، هلمند کې گوته څنډلې چې ښايي د اپرېل په مياشت د راتلونکو ټاکنو لپاره ځينې سيمې ډېرې خطرناکې وي. 

په هلمند کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند، شفيق الله ساپي په نوموړي ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې مناظرې کې خبرې کولې.

هغه وويل، [د هلمند ولايت] ټولې ولسوالۍ دومره امن نه دي چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکنې پکې په ازاداه او عادلانه توگه سرته ورسيږي. هغه ياودونه وکړه چې د هلمند په سويل کې پاکستان ته څېرمه په پوله پرته د ديشو ولسوالۍ اوسيدونکي او په شمال کې د باغران ولسوالۍ خلک به د طالبانو د فعاليت له امله د رايو ورکولو مرکزنو ته ولاړ نشي.     

په مناظرې کې گډون کوونکو محصلانو وويل، له امنيتي اندېښنو سره سره دوی هوډمن دی چې خپلې رايې به کاروي او هغو نوماندو ته به رايه ورکوي چې د خپلې اجندا پر ځای د خلکو گټې په پام کې نيسي.  

محمدولي ځیرک د هلمند د پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists