د ځوانانو مناظره:په ټاکنو کې بې پرې رسنۍ ټاکونکی رول لري

د ځوانانو مناظره:په ټاکنو کې بې پرې رسنۍ ټاکونکی رول لري

په افغانستان کې د عذرا عزيزيليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې وويل شول، د دې لپاره چې د راتلونکې مياشتې ټاکنې ازادې او عادلانه وي، د افغان رسنيو متوازنتوب او بې پرې والی يوه اړينه خبره ده.

ځايي خبريال، علي ارمان د فبرورۍ په ١٧ د هرات ولايت د انجيل په ولسوالۍ کې د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې ژورنالستانو ته وويل، د دې ډاډ دې تر لاسه کړي چې رپوټونه يې رښتيني او واقعي وي.

ارمان د مناظرې برخوالو ته وويل: "بې پريتوب او رښتينولي د رپوټ ورکوونکي د کار شمزۍ جوړوي. رسنيو ته ښايي چې دا معيارونه ولري."

د غونډې برخوالو محصلانو او کليوالو د يو لړ موضوعگانو په لړ کې له ويناوالو وپوښتل، څنگه کېدای شي ځوانان وهڅول چې د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو په زيات شمېر گډون وکړي.

د بصير احمد بېگزاد په نامه يوه سياسي شنونکي، چې د ويناوالو په ډله کې و، وويل، د واک د سم او کرار لېږد د بهير لپاره د ځوانانو پراخ گډون "بنسټيزه"خبره ده.   

هغه وويل: "دا د ځوانو افغانانو دنده ده چې د خلکو د نظر د بدلون او په ټاکنو کې د پراخ گډون لپاره خلک وهڅوي. دا د هغوی دنده او د هغوی موخه ده."

د حبيب الله فرزام په نامه د مدني ټولنې يوه فعال ومنله، دا ځوانان دي چې کولای شي په هېواد کې دېرش کلنو شخړو او تاوتريخوالي ته د پای ټکی کيږدي.

هغه سپارښتنه وکړه: "ځوانان مفکر دي او اوسنۍ نړۍ ښه پيژني. زموږ پلرونه يې په اړه سم معلومات نه لري. ځوانان کولای شي ژر او په چټک ډول معلومات ترلاسه کړي او خپلې مفکورې په فعال ډول يو بل ته ورکړای شي، چې کېدای شي پر ټولنې رښتينی اغېز وکړي."

عذرا عزيزيد هرات پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists