د ځوانانو مناظره:په هلمند کې د ټاکنو مرکزونو ته د لږ شمېر ښځو د راتگ اټکل

د ځوانانو مناظره:په هلمند کې د ټاکنو مرکزونو ته د لږ شمېر ښځو د راتگ اټکل

په افغانستان کې د عبدالولي پېژند ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې وويل شول، د افغانستان د ناکراره هلمند ولايت له پنځلسو ولسواليو څخه يوازې پنځه هغه به يې د ټاکنو په ورځ د رايو ورکولو لپاره د ښځو پر مخ پرانيستي وي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون د ولايتي څانگي وياند، شفيق الله ساپي وويل، دا پرېکړه چارواکو د هغه ښځو د شمېر له مخې کړې چې د رايې ورکولو کارتونه يې اخيستې او غواړي د ټاکنو په ورځ رايه ورکړي.   

د هېواد په سويل کې د هلمند پر دوديز فرهنگ ولاړه ټولنه، په ٢٠٠١ کال کې د متحده ايالتونو په مشرۍ د يرغل راهيسې، د ناتو د پوځونو او طالبانو تر منځ د سختو او ترخو جگړو مرکز و.

د فرهنگي خنډونو له مخې دا تمه نشي کېدای شي چې په لوی شمېرې ښځې دې رايې ورکړې. هغه شمېر ښځې چې رايې ورکوي، په پام کې د سيمې د حساسيتونو په نيولو به يوازې ښځينه وو ځانگړي شوو مرکزونو ته ورځي.

ساپي محصلانو ته وويل: "موږ به په لښکرگاه، ناوه بارکزايي، گرشک، نادعلي او مارجې ولسواليو کې نارينه او ښځو دواړو لپاره د رايې ورکولو مرکزونه پرانيزو. موږ دا پرېکړه د هغو ښځو د شمېر پر بنسټ کړې چې په نوموړو سيمو او ولسواليو کې يې د رايو ورکولو کارتونه اخيستي دي."

هلمند، چې د افغانستان تر ټولو پراخه ولايت دی او څه دپاسه ١٠٠٠ کلي لري، د طالبانو له پراخه تاوتريخوالي سره لاس او گرېوان دی.

له ٢٠٠٦ کال راهيسې نږدې ٤٥٠ تنه برتانوي سرتېري په دې ولايت کې وژل شوي دي. اوس قوماندانان د هغو زيانونو د کچې د لوړوالي له امله اندېښمن دي چې ملي اردو او ملي پوليسو ته اوښتي دي. په پام کې ده چې افغان امنيتي پوځونه به د روان کال تر پايه واک تر لاسه کړي.  

د آی ډبليو پي آر له خوا د افغانستان په گوټ، گوټ کې د جوړو شوو مناظرو وروستۍ لړۍ د فبروري په يوولسمه نېټه، د ولايت د مرکز لښکرگاه په هلمند پوهنتون کې جوړه شوې وه.

په ويناوالو کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون وياند، عبدالله خالقي، د پوهنتون استاد، محمدقاسم عادل او د هلمند ولايت د ځوانانو رئيس، اجمل خان داور برخه اخيستې وه. 

ساپي د مناظرې برخوالو ته وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون د اپرېل په پنځمې نېټې ټاکنو کې په رايو ورکولو کې د گډون لپاره يوازې د گرشک او نادعلي په دوو ولسواليو کې د خلکو د هڅونې په موخه د عامه پوهاوي پروگرامونه پلي کړي دي.

هغه وويل: "په نورو ولسواليو کې ښځې نشي کولای د کمزوري امنيت او فرهنگي خنډونو له امله په دې پروگرامونو کې گډون وکړي."نوموړي زياته کړه، نارينه گان د خپلو کورنيو ښځې نه پريږدي چې په دې غوڼدو کې گډون وکړي.

په هلمند کې د پوهنتون يوه محصل، ميرويس له ويناوالو وپوښتل، ايا دا ارزښت لري چې ښځې دې له خنډونو سره سره بيا هم رايه ورکړي.

خالقي وويل: "هو، ښځې بايد رايه ورکړي. د نارينه اوښځې رايې يو شان وزن لري."نوموړي زياته کړه، حکومت ته ښايي چې "نارينه گانو ته د عامه پوهاوي پراخه پروگرامونه جوړ کړي، تر څو د ټاکنو پر ارزښت يې وپوهوي."

هغه وويل: "موږ بايد نارينه گان پوه کړو چې د ښځو رايې ډېر ارزښت او اهميت لري."

عبداالولي پېژند د هلند پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists