د ځوانانو مناظره:په خوست کې د ټاکنو د درغليو ادعا

د ځوانانو مناظره:په خوست کې د ټاکنو د درغليو ادعا

Wednesday, 16 April, 2014

په افغانستان کې د محمد عادل ليکنه

د اپرېل په لسمه د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې واورېدل شول، په خوست کې د ټاکنو په مرکزونو کې درغليو د ټاکنو ورځ تر خپل سيورې لاندې راوسته.

ويناوالو او گډون کوونکو د خوست په پوهنتون کې په يوې جوړې شوې غونډې کې د رايو د ورکولو د پاڼو او تکراري رايو ورکولو موضوع وڅېړله.

د مدني ټولنې فعال، قمرخان کامران وويل، د رايې اچولو اته بکسونه په پېربادشاه په کلي کې ورک شول او په پای کې د رايو شمېرنه د اپرېل په پنځمه په پام کې د نيول شوو اوو بجو پر ځای د شپې پر ١٢ بجو پيل شوه.

هغه وويل: "معلومه نشوه چې بکسونه چا وړي او د چا په گټه کارول کيږي."هغه يادونه وکړه، د ډېرو کلو بکسونه ورک شوي وو.

کامران يوې بلې موضوع ته هم گوته ونيوله، "ښځينه رايې په هغو سيمو کې لوړې وې، چې هغوی هيڅ له کورنو څخه وتلې نه وې. څرگنده ده چې رايې د ښځو پر ځای په درغلۍ اچول شوي."

د خوست د ټاکنو د خپلواک کميسون مرستيال، صاحب الدين ځدراڼ ومنله چې د ټاکنو په ورځ يو لړ ستونزې موجودې وې.

هغه وويل، د رايو د ورکولو له مرکزونو څخه رارسېدلي ټول شکايتونه د ټاکنو د شکايتونو کميسون ته لېږل شوي، د رايه ورکوونکو ټول تقلبي پېژندپاڼې ټولې شوې او کابل ته ليږل شوي دي.

هغه وويل: "موږ به تر شک لاندې ټول بکسونه وارزوو. خلک دې اندېښنه، نه کوي."

ځډران وويل، په ټاکنو کې زيات شمېر ادارې ښکېلې وې.

هغه وويل: "موږ د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فيفا)، د نوماندانو خپلو څارونکو او د خلک استازو ته واک ورکړی او ورته مو ويلي و چې که کومه درغلۍ يې وليده، موږ ته دې خبر راکړي."

په خوست کې د فيفا مشر، قادرالله لکڼوال وويل، سره له دې چې د مخکينو ټاکنو په پرتله درغلۍ لږې وې، خو بهير له ستونزو خالي نه و.

په خوست کې فيفا ٦٠ څارونکي درلودل او د لکڼوال په وينا د هغوی د ارزونې له مخې په خوست کې ټاکنې اتيا سلنه رڼې وې. 

په مناظرې کې يو شمېر گډون کوونکو له دې شمېرې سره اختلاف درلود، چې ويل يې پخپلو سترگو يې د درغلۍ پېښې ليدلي دي.

د محمد الله په نامه يو گډون کوونکي وويل: "د خوست د ښار د رايې د ورکولو په يو مرکز کې ١٦ تنه حکومتي کارکوونکو، [د ټاکنو] د کميسون کارکوونکو او يوه نوماند ته کارکوونکو څارونکو يو ټاکلي نوماند په گټه بکسونه له رايو ډک کړل. هيچا د هغوی مخه ونه نيوله."

يو بل گډون کوونکي عبدالخالق وويل: "ما د خوست د ښار په ازادۍ مېنه کې داسې افراد وليدل چې درې ځلې يې رايه ورکړه. هغوی [پر گوته وهل شوی رنگ] په يو ځانگړې توکي پاک کړ او بيا، بيا يې رايه ورکړه."

ځدراڼ تبصرو ته په ځواب کې وويل: "ما د مخه وويل، چې درغلي شوې، خو تر دې کچې نه ، چې زموږ ټاکنې تر سيورې لاندې راولي. درغليو ته به پام وشي، پاکې رايې به له ناپاکو هغو جلا شي. په درغلۍ تورنو کسانو ته به سزا ورکړل شي."

محمد عادل د خوست پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists