د ځوانانو مناظره:په بلخ ولايت کې د مدني ټولنې پر ډلو نيوکې وشوې

د ځوانانو مناظره:په بلخ ولايت کې د مدني ټولنې پر ډلو نيوکې وشوې

په افغانستان کې د سخيداد مهدي يار ليکنه

د ماهرينو په وينا د کمزوري مشرتابه او په اوږدمهالو رغندو پروگرامونو کې د پاتې راتگ له امله د افغانستان په شمالي ولايت، بلخ  کې، د مدني ټولنو ډلو ډېر لږ اغېزمنتوب ښودلی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسیون وياندې، فوزيې نوابي وويل، "پر اهليت د واسطې"  تگلارې په سيمه کې د يوې ازادې او دموکراتې ټولنې د رامنځته کولو هڅې تر سيورې لاندې راوستي دي.  

د جنورۍ په نهمه نېټه په مزارشريف ښار کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې څه دپاسه ١٢٠ تنو محصلانو ته په وينا کې نوابي وويل، د ياد پاتې راتگ له امله د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د راتلونکو ټاکنو په اړه د خلکو د عمومي خبرتيا او پوهې د لوړلو په موخه ډېر لږ کار سرته رسيدلی دی.

نوابي وويل: "د مدني ټولنو د سازمانونو تر منځ د همغږۍ نشتوالي او د کارکوونکو په گومارلو کې د اهليت پر ځای واسطې او خپلولۍ ته د اهميت ورکولو له امله نيمگړي اجراات سرته رسيدلي دي."

د ځايي مدني ټولنې فعال، سيد نسيم بهمن د غونډې برخوالو ته وويل، هغه د نوابي له نيوکو سره پوره موافق دی. هغه مدني ټولنې وغندلې چې څرگندې موخې نه لري.

د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون مرستيال، اجمل احدي وويل، له ستونزو سره سره کميسیون اوس هم د مدني ټولنې د ډلو مرستې ته اړتيا لري چې د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنې وڅاري.

هغه وويل، رڼې او بې پرې ټاکنې په ټولنو کې يوازې هغه مهال سرته رسېدای شي چې ټول اړوند سازمانونه په گډه کار وکړي. 

هغه وويل: "د مدني ټولنې سازمانونه دنده لري چې په يوې دموکراتيکې ټولنې کې د ټاکنو څارنه وکړي."

سخيداد مهدي يار د بلخ پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists