د ځوانانو مناظره:ټاکنيزې مبارزې د هوايي څپو، تليفونونو او فيسبوک له لارې

د ځوانانو مناظره:ټاکنيزې مبارزې د هوايي څپو، تليفونونو او فيسبوک له لارې

په افغانستان کې د سيد تاج محمد ليکنه

 افغانستان په سويلي ولايت، کندهار کې محصلان پوښتنه کوي چې ايا د يو شمېر ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د نوماندانو ټاکنيزو مبارزو د ټاکنو د خپلواک کميسون له خوا له رامنځته شوو اصولو څخه مخالفت کړی او که نه؟

دا موضوع د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې رامنځته شوه چې د مارچ د مياشتې په شپږمه د ټاکنيزو موضوعگانو په اړه په کندهار ولايت کې جوړه شوې وه. د کندهار د پوهنتون يو تن محصل، محمد يار وپوښتل، ايا نوماندان کولای شي چې د فيسبوک او شخصي تليفونونو له لارې خپلې ټاکنيزې مبارزې پر مخ يوسي. 

د سمون په نامه د يوې مدني ټولنې مشر، غلام محمد معصومي په ځواب کې وويل، نوماندان د ټولنيزو رسنيو د کارولو بشپړه ازادي لري.

هغه د مناظرې گډون کوونکو ته وويل: "نوماندان کولای شي د خپل فيسبوک له لارې خپلې مفکورې بيان کړي او د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ووايي. هغوی کولای شي له رايه ورکوونکو سره تړاو ولري، خپلې ستونزې سره شريکې کړي او د حل مناسبې لارې چارې وړاندې کړي."

معصومي وويل، په داسې حال کې چې خپرنيزې رسنۍ [رادېو - تلويزيون] د سياسي مبارزو تر ټولو غوره لاره ده، خو په کندهار ولايت کې تر اوسه "ډېرې داسې سيمې شته چې له رادېو او تلويزيوني کانالونو څخه کار نشي اخيستلای. له دې امله خلک کولای شي د گرځنده تليفونو له لارې له نوماندانو سره خبرې وکړي او د هغوی د تگلارو په اړه ترې پوښتنې وکړي."

معصومي وړاندې د ټاکنو د خپلواک کميسون يو شمېر اصول بيان کړل، لکه د حمل ۱۶نېټې د ټاکنو له ورځې اته څلوېښت ساعته مخه د ټاکنيزو مبارزو پای ته رسول.

نوموړي زياته کړه: "[نوماندان] بايد له دولتي امکاناتو يا پر دولتي ودانيو د ټاکنيزو پوسترونو له لگولو څخه ډډه وکړي."

بل ويناوال، د ټاکنو د خپلواک کميسون غړي، شمس الدين تنوير وويل، په کندهار کې يې د ٢٠٠٩ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې وليدل چې په خاکريز ولسوالۍ کې شاوخوا درې زرو ښځو څو، څو ځلې رايې اچولې وې.

هغه گوته وڅنډله: "که چېرته چارواکي دا پلا په رايې ورکولو کې لاسوهنه وکړي، نو پايلې به يې سختې وي. افغانان به پر دموکراسۍ او حکومت خپل باور له لاسه ورکړي."

سيد تاج محمد د کندهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists