د ځوانانو مناظره:هيڅ ټاکنې سل په سلو کې پاکې نه وي

د ځوانانو مناظره:هيڅ ټاکنې سل په سلو کې پاکې نه وي

په افغانستان کې د محمد خان ريحان ليکنه

د افغان ټاکنو يو چارواکی وايي، په هر هېواد کې د رايو ورکولو مرکزونو ته د خلکو د ورتگ پر مهال تر يوه بريده درغلي سر ته رسيږي. 

د پکتيا ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه پوهاوۍ د څانگې مشر، شېرعلي فيضي د اپرېل په لسمه د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې وويل، چې د پنځه ورځې دمخه ټاکنې له کوچنيو ستونزو خالي نه وې.    

نوموړي زياته کړه: "په نړۍ کې داسې ټاکنې نشته چې ټول خلک سل په سلو کې راضي واوسي او پکې ستونزې نه وي."

فيضي په ټينگار وويل، د پکتيا خلکو په ټينگو امنيتي شرايطو کې رايه ورکړه.

هغه وويل: "د پکتيا ولايت ځوانانو، زړو او ښځو د اټکل خلاف په لويه کچه په ټاکنو کې برخه واخيسته. دا د افغانانو تاريخي برياليتوب دی."

د ازادو او عادلانه ټاکنو د ولايتي څانگې مشر، احسان الله حميدي وويل، د امنيت او د ټاکنو د روڼتوب په اړه ډار هسې تشې خبرې وې.

هغه وويل: "د دښمنانو له خوا د ورخطا کولو له کمپاين سره سره د ټاکنو ورځ د ملي ورځې په څېر په جشن او خوشحاليو تېره شوه او خلکو پکې په پراخه کچه گډون وکړ."

د گډون کوونکو يو تن، د طب محصل، حميد الله صديقي له ويناوالو وپوښتل، د ټاکنو په ورځ تر ټولو لوی خنډ څه شی و؟

حميد په ځواب کې وويل، سره له دې چې د درغلۍ مخه نيول شوې وه، خو ځينې ستونزې رامنځته شوې.

هغه وويل: "په يو شمېر مرکزونو کې نارينه گانو د ښځو په ځای رايې واچولې. دا کار د قانون خلاف عمل دی. همدارنگه په يو شمېر ځايونو کې تقلبي پېژندپاڼې کارول شوې وې."هغه زياته کړه، د ټاکنو د خپلواک کميسون يو شمېر کارکوونکي او حکومتي چارواکي پر فساد تورن شوي وو.

فيضي وويل، په ټوله کې د ټاکنو د خپلواک کميسون کارکوونکو په ښه ډول کارونه سرته ورسول.

هغه وويل: "کميسون بايد د د رايو ورکولو د هغو مرکزونو په اړه جدي اقدام وکړي چې [درغلي پکې سرته رسېدلې.] سرغړوونکو ته دې سزا ورکړل شي او د شکمنو مرکزنو رايې دې باطلې اعلان شي."

محمد خان ريحان د پکتيا پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists