د ځوانانو مناظره:محصلان د ټاکنو قانون څېړي

د ځوانانو مناظره:محصلان د ټاکنو قانون څېړي

Monday, 24 February, 2014

په افغانستان کې د عبدالله لامع ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې ويناوالو په غزني پوهنتون له سلو زياتو محصلانو سره د افغانستان د ټاکنو قانون تر څېړنې لاندې ونيو.

خبريالانو او د ورځپاڼو مسؤولو چلوونکو پر ځانگړو قوانينو رڼا واچوله او د مناظرې د برخوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

د هوشنگ همدرد په نامه د مدني ټولنې يوه فعال وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون، چې د رايو ورکولو د څارنې رسمي اداره ده، څنگه پر کمپاين د نوماندانو د لگښت کچه محدودوي. د قانون بله برخه د نوماندانو له خوا د کمپاین د پوسترونو او اشتهارونو ځايونه په نښه کوي او د هغوی له خوا د حکومتي سرچينو پر کارونو [استعمالولو] ممنوعيت لگوي.

همدرد غونډې برخوالو ته وويل: "ولسمشرۍ ته ولاړ نوماندان نشي کولای پر کمپاين له ١٧٥٠٠٠ څخه زيات ډالر او ولايتي شوراگانو ته ولاړ نوماندان له ٨٧٠٠ ډالرو څخه زياتې پېسې ولگوي."

هغه وويل: "همدارنگه نوماندان بايد له بهرنيو مرسته کوونکو څخه مرستې ترلاسه نه کړي، د خپلو مالي سرچينو په اړه د ټاکنوخپلواک کميسون ته معلومات ورکړي او هغه مقرره په پام کې ونيسي چې د کمپاين د پوسترونو د نصبولو ځايونه ورته په گوته کوي. دا سرې کرښې دې، که چېرته کوم نوماند له هغې واوړي، نو هغه يې سرغړونه بلل کيږي."

د آی ډبليو پي آر مناظره د فبرورۍ په ١٣ په غزني ولايت کې جوړه شوې وه.

د نادرې په نامه يوې محصلې وپوښتل، د کومو قوانينو له مخې د ټاکنو د خپلواک کميسون کارکوونکي په سم ډول کولای شي د نوماندانو لگښت وڅاري؟

د حسين رحيمي په نامه يو ځايي رپوټ ورکوونکي [خبريال] ومنله چې دا يو ستونزمن کار دی.

هغه وويل:"له بده مرغه، په افغانستان کې د بانکې معيارونو له مخې د نوماندانو د ټاکنيز لگښت سمه څارنه ستونزمن کار دی."

د صالحې موسوي په نامه يوې بلې محصلې اندېښنه څرگنده کړه،  چې جنگ سالاران او نور "غير مسؤول اشخاص"به زيار وکاږي چې د ٢٠٠٩ کال په څېر د رايو په ورکولو کې له فساد څخه کار واخلي.

هغې وويل: "زه باوري يم چې دا کار به بيا وشي. څنگه به د دې ډول لاسوهنو مخه ونيول شي؟"

د غزني د سنايي ورځپاڼې مسؤول چلوونکي، عبدالعلي موسوي وويل، اوسني ولسشمر حامد کرزي يو فرمان خپور کړی او د ټاکنيزې درغلۍ د مخنيوي غوښتنه يې کړې، چې د سرغړونې په صورت کې يې سرته رسوونکي تر عدلي تعقيب لاندې نيول کېدای شي.

کمپاين ته د ورکړ شوي وخت په اړه، چې دوې مياشتې ولسمشرۍ ته ولاړو نوماندانو او يوه مياشت د ولايتي شوراگانو نوماندانو ته ټاکل شوی، همدرد وويل، "دا کافي وخت دی. که چېرته ولسمشرۍ ته ولاړو نوماندانو دمخه خپل پروگرامونه او تگلارې جوړې کړې وي، دوې مياشتې ورته بس دی. که پروگرامونه يې نه وي جوړ کړي او يا ونشي کړای په سم ډول يې روښانه کړي، نو په دې کار به يې کمزوري څرگنده شي."

د ياسر په نامه يوه محصل وپوښتل، څنگه يو نوماند کولای شي رغنده کمپاين وکړي، ځکه دا د کال هغه موسم دی چې د افغانستان زياتره لارې د واورو د اورښت له امله بندې وي.

فکوري ومنله چې کېدای شي د اقليمي شرايطو له امله ستونزې رامنځته شي، خو زياته يې کړه: "نوماندان کولای شي په غرنيو سيمو کې خپل کمپاين يوازې د رسنيو له لارې سرته ورسوي."

عبدالله لامع د غزني پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists