د ځوانانو مناظره:قومي مشران په ټاکنو کې له تاوتريخوالي ډاريږي

د ځوانانو مناظره:قومي مشران په ټاکنو کې له تاوتريخوالي ډاريږي

Wednesday, 26 February, 2014

په افغانستان کې د محمد عادل ليکنه

د افغانستان په سويل ختيځ کې يو قومي مشر وايي ډېری خلک په دې باور دی چې د مخالفينو ډلې به پر هر هغه چا د بريد هڅه وکړي چې غواړي د اپرېل په ټاکنو کې رايه ورکړي.

رسول محمد ټني په خوست ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا د يوې رابلل شوې مناظرې برخوالو ته وويل، ډاريږي، که حکومتي ځواکونه د امينت د ښه کولو لپاره گړندي او کوټلي گامونه پورته نه کړي،  کېدای شي خلک د اپرېل په پنځمه ڼېټه د رايې ورکولو مرکزونو ته له ورتگ ډډه وکړي.

سياسي شنونکی، يوسف انتظار د ټني له خبرو سره يوه خوله و، ويې ويل، افغان اردو او پوليس د ټاکنو لپاره سم چمتووالی نه لري.

هغه وويل، اړينه خبره داده، د ډېرو لرې پرتو سيمو خلک ډاډه شي چې د رايو د ورکولو لپاره يې بشپړ امنيت نيول شوی دی.

نوموړي وويل: "افغان حکومت د رايو د ورکولو په مرکزونو کې سم چمتووالی نه لري. د ټاکنو خپلواک کميسون لا له وړاندې د دې پخلی کړی چې ښايي يو شمېر مرکزونه د کمزوري امنيت له امله تړلي پاتې شي."

د آی ډبليو پي آر مناظره د فبرورۍ په شلمه نېټه په خوست کې د شيخ زاهد په پوهنتون کې جوړه شوې وه او شاوخوا سلو تنو محصلانو پکې گډون کړی و. د رسنيو استازو او د سيمه ييز حکومت چارواکو هم په غونډې کې گډون کړی وو.

د رسنيو له يو تن شنونکي، الياس وحدت څخه وپوښتل شول، که چا د ټاکنو د خپلواک کميسون له قانون څخه سرغړونه وکړه، نو په وړاندې به يې څه گامونه پورته شي؟

وحدت وويل، د رايې ورکولو مقررات په تيورۍ کې سم دي، چې په تېرو ټاکنو کې ورته پام نه و شوی. هغه گوته وڅنډله چې درغلي به دا پلا هم د بهير قانونيت له گډوډۍ سره مخامخ کړي.

وحدت وويل: "که د رايې ورکولو د روڼوالي د هڅو ضمانتونه بدل نشي، نو اندېښنې به راپورته کړي. زاړه تاکتيکونه نور اغېزمن نه دي."نوموړي وړانديز وکړ، د ټاکنو خپلواک کميسون دې د رايې ورکولو په مرکزونو کې د شفافيت په خاطر د رايې ورکولو بهير ويديو - ضبطکړي.

د مناظرې برخوال، شريف الله له ويناوالو وپوښتل، ولې حکومت تر دې کچې ډاډمن بريښي چې کولای شي د رايې د ورکولو په ورځ امنيت تامين کړي، په داسې حال کې چې په لرې پرتو سيمو کې د رايې د ورکولو ډېری مرکزونه تر گواښونو لاندې او ښايي تړلي پاتې وي.

د کورنيو چارو وزارت تېره مياشت د ټاکنو خپلواک کميسون ته وويل، چې په هېواد کې د رايې ورکولو له ٧١٦٨ مرکزونو څخه پنځه سوه يې نه پرانيستل کيږي. خو په دې اوونۍ کې حکومتي چارواکو وويل، ترگواښ لاندې سيمو کې بريالي عمليات سرته رسېدلي او يوازې ٣٦٦ مرکزونه به تړلي پاتې وي.  

وحدت د مناظرې برخوالو ته ډاډ ورکړ چې د اردو او پوليسو شمېر ښه دی او د مخالفينو له خوا د رايې ورکولو د مرکزونو د گډوډۍ د مخنيوي په موخه يې لازمه روزنه ترلاسه کړې ده. 

محمد عادل په خوست کې د شيخ زاهد د پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists