د ځوانانو مناظره:د ټاکنو پايلي له وړاندې نه دې ټاکل شوي

د ځوانانو مناظره:د ټاکنو پايلي له وړاندې نه دې ټاکل شوي

په افغانستان کې د عبدالولي  پېژند ليکنه

په سويلي ولايت هلمند کې د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې ويناوالو هغه اوازې بی بنیادوبللې چې گوندې د اپرېل د پنځمې نېټې د ټاکنو پايلې له پخوا څرگندې وې.

نوموړې ادعاگانې له ټاکنو دمخه، په سويلي ولايت هلمند کې، د مارچ په ٢٧ نېټه، د آی ډبليو پي آر په يوې غونډې کې د گډون کوونکو محصلانو له خوا را برسېره شوې.  هغوی وپوښتل، ايا دا رښتيا ده چې د ولسمشر په ټاکلو کې د افغان رايه ورکوونکو پر ځای بهرني حکومتونه پرېکړه کوي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون سيمه ييز وياند، شفيق الله ساپي وويل، دا ادعاگانې بې بنسټه دي.

هغه وويل: "زه په بشپړ ډول دا ادعاگانې ردوم، چې زموږ راتلونکی ولسمشر دې دمخه په گوته شوی وي. دا په افغانستان پورې اړه لري چې خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي."

د اراکوزيا شخصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد، محمدهاشم نوراني وويل، که خلک رايه ورنه کړي او بيا وروسته د خپل نوي مشر په اړه ناخوښي څرگنده کړي، نو دا به دهغوی خپله گناه وي.

هغه وويل: "دا په خلکو پورې اړونده ده چې د يو ښه او وړ شخص د ټاکلو لپاره د رايو ورکولو صندقونو ته لاړ شي او پرې نږدي ناکاره او نامناسب شخص واک ته ورسيږي.که يوازې د گوتو په شمېر خلک رايه ورکړي، يو نامناسب نوماند گټونکی شي او بيا يې پرېکړې سمې نه وي، نو دا به يوازې د رايه ورکوونکو خلکو گناه وي."

په هلمند کې د بست د کلتوري ټولنې مرستيال، محمد اسمعيل شريعتيار د نوموړي د نظر پخلی وکړ او ويې ويل: "که چيرته رايې په سم ډول هغه چاته ورکړل شي چې وړتيا يې لري، نو هېواد به وغوړيږي. خو که چېرته په ناسم ډول وکاريږي، کېدای شي ويجاړوونکې پايلې ولري. له دې امله بايد موږ ښه ځير واوسو."

عبدالولي پېژند د هلمند پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


 

 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists