د ځوانانو مناظره:د ننگرهار چارواکو په ټاکنو کې په درغلي تحميل شوی و

د ځوانانو مناظره:د ننگرهار چارواکو په ټاکنو کې په درغلي تحميل شوی و

Friday, 18 April, 2014

په افغانستان کې د فاضل ليکنه

ژورنالست او ليکوال، نقيب احمد اتل وايي، د ننگرهار ولايت ځينو چارواکو هغه چاته له کاره د ايستلو گواښ کړی، چې د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې يې له درغلۍ غاړه غړولې ده.

اتل په ننگرهار پوهنتون کې د اپرېل په لسمه د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې وويل، د ټاکنو کارکوونکي هم په فساد کې ښکېل وو.

هغه وويل: "حکومتي او د ټاکنو د کميسون کارکوونکو په ختيځ کې په بېلابېلو شيانو کې ښکېل وو، لکه: د ټاکنې په ورځ دوخته د رايې ورکولو د پاڼو خلاصېدل، د کوچنيانو او ماشومانو له خوا د رايو ورکول، د ټاکنو د مرکزونو د يو شمېر کارکوونکو له خوا بډې اخيستل، د يوه شخص له خوا څو ځلې رايه ورکول او د امنيتي پوځونو له خوا د ژورنالستانو وهل ډبول او د سامانونو ورماتول."

نوموړي په دوام وويل: "له کابل څخه يو شمېر چارواکي ختيځ زون ته استول شوي وو چې يوه ټاکلي نوماند ته کار وکړي. کله چې يو څو تنو د هغوی په خوله ونه کړل، له دندې څخه وايستل شول او يا له دندې څخه د ايستلو گواښ ورته وشو."

اتل د ټاکنو پر خپلواک کميسون غږ وکړ چې د نوموړو ادعاگانو سپيناوی وکړي.

په ننگرهار کې د ټاکنو د خپلواک کميسون يوه کارکوونکي شوې ممکنه درغلۍ رد نه کړې، ويې ويل، د ټاکونو د شکايتونو کميسون به د هرې ادعا په اړه څېړنه وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون استازي، ډاکټر عبدالجميل شېرزاد وويل: "د ټاکنو خپلواک کميسون د ټولو مستندو ټاکنيزو شکايتونو څېړنه کوي. پرې به نږدي چې پر دې ملي بهير ورځې سيوری وغوړوي."

د ننگرهار پوهنتون استاد، منگل شېرزاد وويل، د ټاکنو په ورځ د رايه ورکوونکو د شمېر زياتوالی د دې نښه وه چې افغانانو ډېره سياسي پوهه ترلاسه کړې ده.

منگل د ټاکنو د پايلو د احتمالي ځنډېدو په اړه هم اندېښنه څرگنده کړه.

هغه وويل: "له گڼو امنيتي او نورو گواښونو سره سره افغانانو په ټاکنو کې په لوړه کچه گډون وکړ. د ټاکنو کميسون بايد د درغليو د مخنيوي له لارې د دې سرښندنو درناوی وکړي. د رايو په شمېرلو او د پايلو په اعلان کې ځنډ به د درغليو بلې بڼې ته لاره پرانيزي."

فاضل د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


 

 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists