د ځوانانو مناظره:د رسنيو د څار د کميسون رول بيان شو

د ځوانانو مناظره:د رسنيو د څار د کميسون رول بيان شو

Thursday, 13 March, 2014

په افغانستان کې د فاضل ناگار ليکنه

د ننگرهار ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون يو وياند د رسنيو د څار د مسؤولې ادارې په توگه د رسنيو د نوي رامنځته شوي کميسون د دندو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د رسنيو کميسون د ټاکنو د خپلواک کميسون يوه برخه ده او دنده يې د ټاکنو په اړه د رسنيو او خپرونو څارنه ده.

د ننگرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې د آی ډبليو پي آر له خوا يوې رابلل شوې مناظرې ته په وينا کې د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند، کامران لايق د محصلانو يوې غونډې ته وويل، د نوي کميسون دنده د ټولو رسنيو له خوا د دې ډاډ ترلاسه کول دي چې د ژورناليزم لوړ معيار وساتي او په متوازن او بې پرې ډول رپوټ ورکړي.

لايق وويل، د رسنيو کميسون کولای شي هغه رسنۍ چې له اصولو سرغړونه وکړي، محکمې ته وړاندې کړي، جريمه يې کړي او په ډېرو جدي سرغړونو کې يې وتړي. هغه وويل، که چا د کميسون له اصولو څخه سرغړونه وليده او لاسوندي يې لاسته روړل، نو ډېر ژر دې [کميسون ته] خبر ورکړي.  

لايق د مناظرې برخوالو ته وويل: "د رسنيو کميسون د ټاکنو د خپلواک کميسون په چوکاټ کې رامنځته شوی، ترڅو له رسنيزو شبکو سره تړاو ولري او د هغوی فعاليتونه وڅاري. د هغې اصول له رسنيو څخه غوښتنه کوي چې له ټولو ولسمشريزو او لايتي شوراگانو نوماندانو سره د ټاکنيز کمپاين په اوږدو کې يو شان چلن وکړي. که کوم يو يې له اصولو څخه سرغړونه وکړه، جريمه کيږي او آن تړل کيږي."

مناظره د فبرورۍ په ٢٧ د جلال آباد ښار په سپين غر هوټل کې جوړه شوې وه او ويناوال يې د مدني ټولنې فعال، محمد انور سلطاني او محمد اصف شينواری و.

شينواري محصلانو ته د هېواد د راتلونکې لپاره د ټاکنو په برياليتوب کې د رسنيو د بې پريتوب د اهميت په اړه وينا وکړه. هغه وويل، ورځپاڼې، تلويزيون او راديوي استيشنونه بايد زيار وباسي چې د خپلو اورېدونکو او ليدونکو اندېښنو ته تر ټولو لومړی ځای ورکړي، د دې پرځای چې خپله خصوصي اجندا پر مخ يوسي. 

هغه وويل: "که غواړئ خلک درباندې باور وکړي، نو هر رپوټ بايد په عادلانه ډول چمتو کړئ او د ژورناليزم لوړه کچه پلې کړئ."

د ننگرهار پوهنتون يوه محصل، عباس بابکرخېل پوښتنه وکړه، آيا د ټاکنو داسې کوم يو نوماند ليدل شوۍ چی د کمپاين په اوږدو کې يې له حکومتي وسايلو څخه کار اخيستی وي. د ټاکنو د خپلواک کميسون اصول د کمپاين د غونډو لپاره د حکومتي ودانيو کارول يا په رسمي ساعتونو کې دولتي کارکوونکي ته د کمپاين د دندې سپارل منع کوي.     

لايق د مناظرې برخوالو ته وويل، يو شمېر نوماندان لا  دمخه د ناسمو کړنو په وړاندې جريمه شوي دي.

هغه وويل: "که څوک په دې اړه کوم شکايت ولري، بايد د ټاکنو د شکايتونو خپلواک کميسون ته دې ليکلی خبر ورکړي."

فاضل ناگار د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


 

 

 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists