د ځوانانو مناظره:درغلي تر دې کچې نه وې چې ټاکنې تر سيورې لاندې راولي

د ځوانانو مناظره:درغلي تر دې کچې نه وې چې ټاکنې تر سيورې لاندې راولي

په افغانستان کې د عذرا عزيز ليکنه

د لويديځ ولايت هرات کې د يوې غونډې برخوالو وويل، په افغانستان کې د اپرېل د پنځمې نېتې د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې د درغلۍ کچه دومره لوړه نه وه چې ټولې پايلې بې اعتباره کړي.

استاد سيد طاهر عرفاني د اپرېل په لسمه د خواجه عبدالله انصاري په پوهنتون کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې وويل: "په دې ټاکنو کې د درغلۍ کچه ډېره ټيټه وه. زياتره هغه د تخنيکي ستونزو له امله وې او د ټاکنو شفافيت ته يې زيان نه دی رسولی. هر ټولنيز بهير خپلې ستونزې لري." 

نورو ويناوالو وويل، کومو موضوع، چې هغوی يې اندېښمن کړي وو، د رايو په مرکزونو کې د رايو د پاڼو کمښت و. په هرات کې د شاهپور صابر په نامه يوه ژورنالست وويل، د اخبره د منلو وړ نه وه، خو د ټاکنو په برياليتوب کومه اغېزه نشي کولای.

هغه وويل: "د [رايو ] دپاڼو کمښت او نورې ستونزې په ټاکنو کې پېښيږي، خو تر دې کچې نه چې بهير تر سيورې لاندې راولي. موږ به د ټاکنو له خپلواک کميسون څخه غوښتنه وکړو چې د خلکو اندېښنو ته د قناعت وړ ځواب ووايي."

نورو ويناوالو په عمومي توگه په افغاني ټولنه کې د څرخيدونکي ټکي په توگه د ټاکنو په اړه خبرې وکړې.

تولنپوه محمد انور متين وويل: "د طالبانو د گواښونو په وړاندې د گڼ شمېر خلکو گډون د دې څرگندونه کوي چې طالبانو ماتې خوړلې او د خلکو ملاتړ نه لري."

عرفاني وويل: "خلکو نړۍ ته وښوده چې افغانانو ترهگرۍ او جگړې ته "نه"وويل. دموکراسي په شا نه تلونکې ده."

صابر او نورو د ټاکنو په ورځ د امنيت په ټينگولو کې افغان پوليسو او ملي اردو د دندو ستاينه وکړه، چې له تاوتريخوالي پرته پای ته ورسېدې. 

صابر وويل: "د خلکو او امنيتي پوځونو ترمنځ واټن له منځه تللی. امنيتي ځواکونو د ټاکنو په ورځ په ملي کچه د امنيت په ټينگولو کې وړتيا، رښتينولي او اتلولي وښوده. هغوی د خلکو باور تر لاسه کړ."

عذرا عزيز د هرات پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists