د ځوانانومن اظره: مدني ټولنو په هرات کې د رايه ورکوونکو د شمېر په زياتوالي کې "حيرانوونکي"مرسته کړې

د ځوانانومن اظره: مدني ټولنو په هرات کې د رايه ورکوونکو د شمېر په زياتوالي کې "حيرانوونکي"مرسته کړې

IWPR
IWPR

په افغانستان کې هارون حکيمي ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې وويل شول، چې د افغانستان په لويديځ کې ناحکومتي موسسو او رسنيو ډېرې هلې ځلې وکړې، تر څو د دې ډاډ ترلاسه کړي چې په ټاکنو کې پراخ شمېر رايه ورکوونکي گډون وکړي.

په کهکشان شرق خصوصي پوهنتون کې د اپرېل د ١٤ نېټې په غونډه کې د هرات کې له شاخوا نوي او د لويديځ افغانستان څه ناڅه ٢٠٠ موسسو څخه د جوړې شوې مدني ټولنې د شبکې همغږه کوونکي، خليل پارسا وويل، نوموړو موسسو په هرات ولايت کې له تېر کال راهيسې د ټاکنو په اړه د خلکو د معلوماتو د کچې د لوړلو په موخه سمينارونه او غونډې جوړې کړي او نور ډله ييز فعاليتونه يې سرته رسولي دي.

پارسا وويل: "فعالو موسسو تل هڅه کړې خلک دې ته وهڅوي چې د رايې ورکولو صندقونو ته لاړ شي او په پرانيستو سترگو آگاهانه رايه ورکړي. له نېکه مرغه د اپرېل په پنځمه نېټه خلک له تصور پرته راوخوځېدل. سره له دې چې موږ په پرله پسې ډول خلک د رايې ورکولو مرکزونو ته په ورتگ هڅولي، خو باور مو نه درلود چې په داسې پراخه کچه به گډون وکړي."

پارسا خپلې خبرې په دې ټکي پای ته ورسولې چې د رايه ورکوونکو شمېره "حيرانوونکې وه."

د ژورناليزم يو محصل، برات علي بهکام له پارسا څخه وپوښتل: "د رايو د ضايع کېدو په مخنيوي کې د مدني ټولنو مسؤوليت څه شی دی؟ هغوی څنگه ډاډ ورکولای شي چې هره رايه شمېرل شوې او خلک وکړای شي د خپل هېواد راتلونکې وټاکي؟"

پارسا وويل، د مدني ټولنو شاوخوا سلو تنو غړو د رايو ورکولو او د رايو د شمېر د بهير څارنه کړې ده.  

هغه وويل: "نوموړو غړو تر يوې کچې د درغلۍ مخه نيولې. طبعا موږ په پرله پسې ډول د [ټاکنو له] کميسون سره اړيکې لرو... که کومه ستونزه رامنځته شي، نو د رسنيو له لارې خپل نظر اورولای شو."

د هرات پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد، سيد نجيب الله حديد رسنۍ د مدني ټولنې يوه پياوړې برخه وبلله.

هغه وويل: "رسنيو له ټاکنو دمخه او د ټاکنو په بهير کې د خلکو په هڅولو کې ستر رول ولوباو."نوموړي زياته کړه، دې کار د ناحکومتي موسسو او سياسي فعالانو هڅې گړندۍ کړې. "هغه مهم کار چې رسنيو سرته ورساو، د پياوړو امنيتي ځواکونو له خوا د رامنځته شوې پرتله ييزې امنيتي فضا په اړه د خلکو خبرول وو. البته دا کار د خلکو د هيله منتوب او هڅونې لامل شو."

د نذير احمد په نامه د غونډې يو برخوال وپوښتل، مدني ټولنو په لرې پرتو او ناامنو سيمو کې خپله دنده څنگه سرته ورسوله.

پارسا په ځواب کې وويل: "موږ له هغو سيمو څخه خلک ښار ته راوبلل چې موږ ورتللی نشو. موږ مشرانو، روڼ اندو او د ټولنې نورو متنفذو څېرو ته بلنه ورکړه چې راشي او په معلوماتي غونډو، سمينارونو، ورکشاپونو او نورو کې گډون وکړي."

هارون حکيمي په هرات کې د يوه پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists