د پروېز كامبخش ژغورنه

د ژورناليزم د ځوان محصل او هغه ته د مرګ د اورول شوې سزا تر منځ، د هغه د ملاتړو په وينا، يوازې نړيوال فشار وجود لري. راغلي اندېښمن خلك د جون د مياشتې په ۱۵ د تميز په رياست كې په كفر باندې تورن د ژورناليزم د پوهنځي محصل، سيد پرويز كامبخش د محاكمې يو بل پړ

د پروېز كامبخش ژغورنه

د ژورناليزم د ځوان محصل او هغه ته د مرګ د اورول شوې سزا تر منځ، د هغه د ملاتړو په وينا، يوازې نړيوال فشار وجود لري. راغلي اندېښمن خلك د جون د مياشتې په ۱۵ د تميز په رياست كې په كفر باندې تورن د ژورناليزم د پوهنځي محصل، سيد پرويز كامبخش د محاكمې يو بل پړ

. مازې د ګوتو په شمار بهرني دپلوماتان چوپ ناست وو. يو څو تنو يي كله ناكله د محاكمې د دفاع د حالت په اړه سلا مشورې كولې.



د پياوړي نړيوال شتون كمبوت ښايي كامبخش ته يو بد خبر وي. قضيې ته نژدې سرچينې وايي، چې يوازې د نړيوال فشار له امله د هغه غوښتنه تر مرافعې پورې ورسېدله.



غونډې ته يو تن راغلي شخص د نوم د نه ښوولو په شرط وويل: ((كه د نړۍ پام هغه ته اوښتى نه واى، نو ښايي اړوند قاضي، كامبخش له وخته ځړولى واى.))



د محاكمې مشر قاضي، عبدالسلام قاضي زاده دمخه په څو ادارو كې كاركړى دى. هغه د طالبانو له رژيم څخه راپاتې شوى دى. له تورن سره د هغه د مخالفت احساس له ورايه بًرېښېده.



د جون د مياشتې د ۱۵ نېټې د غونډې په پاى كې دا څرګنده وه، چې د ۲۳ كلن كامبخش د قضيې د بهير پاى ښايي هغومره اسانه نه وي، چې ’اسلام او د اسلام پپغمبر، حضرت محمد (ص) ته د سپكاوي’ په تور تورن دى.



په تېرو دېرشو ورځو كې د څلورم ځل لپاره دوسيه له كومې پرېكړې پرته وځنډول شوه.



قاضي زاده د غونډې په بهيركې د يو ناپلوي او بې پرې قاضي پرځاى د يو څارنوال په توګه برېښېد. له مدافيع وكيل، محمد افضل نورستاني سره څو څو ځلې په يو قانوني مقابله كې ښكېل شو. د مېز ټكوونكي د نشتوالي له امله هغه په دې هڅه خپل قلم په ميكروفون وهلو، چې نورستانى د خپلې دفاع له لوستلو واړوي.



هره پلا قاضي په كامبخش باندې بريدونه كول. كامبخش الوتى رنګ د تورن په څوكۍ ناست و.



قاضي زاده ټينګار كاوه: ((يوازې دا راته ووايه، چې دا كار دې ولې كړى و؟ څه شي ته دې كار ته هڅولې؟))



كامبخش په ځواب كې وويل: ((زه تاته كوم دليل نه شم ويلاى. ځكه ما كوم كار نه دى سرته رسولى.))



دا ځوان محصل له انترنيټ څخه د يوې موضوع په رانقلولو تورن دى، چې كله ناكله د ښځو په وړاندې د اسلام چلن په ترخه ژبه غندي. په كامبخش دا تور هم لګول شوى، چې له خپل ځان څخه يي هم يو څو پراګرافونه ورزيات كړي او د هغه دا كار((له اسلام سره د هغه د مخالفت)) څرګندونه كوي.



په افغانستان كې ددې كار سزا ډېره سخته ده. لږ ترلږه د بلخ ولايت د محمكې له مخې د جنورۍ په مياشت كې يي هغه ته د مرګ سزا واوروله.



كامبخسش پرله پسې له انترنيټ څخه د نوموړې موضوع له رانقلولو او وېشلو او د متن د كومې برخې له ليكلو څخه غاړه غړولې ده.



هغه ادعا كوي، چې د بند په بهير كې ورڅخه د ملي امنيت د رياست له خوا په زوره اقرار اخيستل شوى. هغه وويل، چې امنيتي ځواكونو د هغه پوزه او كيڼ لاس مات كړى دى. هغه محكمې ته وويل، چې تر رواني فشار لاندې راغلى او هغه اقرار له ډاره لاسليك كړى دى.



د جون د لومړۍ نېټې غونډه د مدافع وكيل په دې غوښتنې پاى ته وروسېده، چې كامبخش بايد د ځورونې له امله فزيكې معاينې ته واستول شي.



د عدلي طب نظريه بشپړه نه وه. د جون د مياشتې په ۱۵ غونډې كې هغه نظر ولوستل شو. د عدلي طب په نظر كې ليكل شوي و: په داسې حال كې چې د كامبخش پوزه يو لږ څه كږه شوې، كېداى شي هغه مورزادي وي يا د ټپ له امله رامنځته شوې وي. په كيڼ لاس كې كومه نښه ونه ليدل شوه. خو د عدلي طب د نظر له مخې هر ټپ په يوې ټاكلې مودې كې رغېداى شي. په ادعا شوو وهلو ډبولو باندې اووه مياشتې تېرې شوې دي.



دا لومړنۍ غونډه وه، چې مدافع وكيل ته په كې په كامبخش باندې د تورونو د لګولو اعتراضيې د لوستلو وخت وركړشوى و.



همدا راز څارنوال هم يومتن ولوست او راټول شوي شواهد يي يو په يو وړاندې كړل.



هغه مهال، چې څارنوال احمد خان عيار خپل بيان واورولو، هغه له نورستاني سره په يوې لفظي مشاجرې كې ښكېل شو، خو ډېر ژر د مشر قاضي له خوا ودرول شول.



هغه مهال چې تورن كامبخش د اعتَراض كولو هوډ كاو، قاضي په ميكروفون باندې د قلم د وهلو له لارې د هغه خبرې پرې كړې او ورته ويي ويل: ((دا څرګنده ده، چې دا ستا متن دى.))



له غرمې څخه په وروسته غونډې كې موضوع تر پخوا زياته كړكيچنه شوه. ځكه قاضي زاده مدافع وكيل تر زيات فشار لاندې ونيو.



په داسې حال كې چې د قاضي خبرې هم مهاله ژباړل كېدې، هغه په لوړغږ وويل: ((ښايي كامبخش ددې متن د ليكلو له لارې غوښتل ځان شهرت ته ورسوي.))



هغه تورن ته مخ واړاوه او پوښتنه يي ترې وكړه: ((ولې يوازې هغه ونيول شو؟ د بلخ پوهنتون ډېر لوى دى. ولې يوازې سيد پرويز كامبخش ونيول شي او تحقيق ترې وشي. آيا دا راته ويلى شي؟))



كامبخش يو ځل بيا غوښتل ځواب وركړي، چې نوموړى متن له هغه سره هيڅ تړاو نه لري. هغه د خپل بندي كېدو په علت هم نه پوهيږي. هغه اقرار تر ډېر فشار لاندې كړى دى.



قاضي په دې خبرو نه قانع كېده.



هغه وغورېد: ((ما اسناد ليدلي دي. ما هغه لوستي دي. [محتوا] د اسلام مخالفه ده.))



محمكې يو بل اوږد لست هم وړاندې كړ، چې په هغې كې په كامبخش باندې نور تورونه هم لګېدلي و. لكه هغه يو سوسيالست او بي ادبه و. په ټولګي كې يي ډېرې پوښتنې كولې. همدا راز يي له خپلو انډيوالانو سره د ګرځنده تليفون له لارې بېحيا او ناوړه ټوكې كولې.



كله چې قاضي نوموړى يو متن په خندنۍ لهجه ولوست، نو يو شمېر برخوال وموسكېدل.



محكمه يو ځل بيا ددې لپاره وځنډېده، چې د بلخ له ولايت څخه شاهدان راوغواړي، چې ليكنيو شواهدو يي د قضيې بنسټ جوړ كړى دى. د بلې غونډې لپاره نېټه ونه ټاكل شوه.



د تورن ورور، سيد يعقوب ابراهيمي چې له شپږو كلونو راهيسې له آى ډبليو پي آر سره د خبريال په توګه كار كوي، ددې ورځې د پېښو له امله خواشينى برېښېده.



هغه په خپګان وويل: ((منځيو پېړيو ته ښه راغلاست!))



همدا شان يو بهرني دپلومات د نوم د نه ښوولو په شرط وويل: ((ما ته د حل كومه لاره نه ښكاري.))



د افغانستان حكومت تر زيات فشارلاندې راغلى دى او د كامبخش دوسيه د ولسمشر حامد كرزي او د امريكا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو د وزيرې، كاندوليزا رايس او د برتانيې د بهرنيو چارو د وزير، ديويد ميلي بينډ په ګډون د يو شمېر نړيوالو مشرانو تر منځ د خبرو موضوع ګرځيدلې ده.



كرزي ددې ډاډ وركړى، چې ((عدالت به تر سره شي.)). خو په ښكاره ډول يي په هغې كې لاسوهنه نه ده كړې.



كامبخش له خپلې محاكمې يو څو مياشتې وروسته په يوې نړيوالې څېرې اوښتى. څېره يي په پوسترونو كې انځور شوى او د ورځپاڼو د سر ټكى ګرځېدلى دى. د برتانيې د انډپينډنت ورځپاڼې يو كمپاين پيل كړى او ددې ځوان د ملاتړ لپاره يي په لسګونه زره لاسليكونه راټول كړي دي.



داسې ډار شته، چې د وخت په تيرېدو ښايي له موضوع او د هغه له حمايت سره علاقه مندي كمه شي.



قاضي زاده د غونډې له ځنډولو دمخه وويل: ((وخت موږ ته هيڅ معنا نه لري.))



ابراهيمي په داسې حال كې چې ورور يي ولچك په لاس له محكمې راوتلو، وويل: ((ددې خبرې كول هغه ته اسانه دي. هغه هره شپه كور ته ځي. پرويز خپل وخت په بنديخانه كې تيروي.))



(په دې هلكه د آى ډبليو پي آر نورې ليكنې وګورئ: د افغان ژورنالست د خوشې كېدا لپاره هيلې مړاوې شوې. د جون دويم، د افغان ژورنالست په مرګ محكومول (سياسي) لوبه ده، د جنورۍ ۲۸ او افغان ژورنالست د كفر په تور په مرګ محكوم شو.)
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists