د ټوپک افغاني فرهنګ د ژوند په بيه پای ته رسيږي

د ټوپکو د ډزو له امله ناڅاپي وژنې يوه عادي خبره ده، خولا بيا هم افغانان د تر لاسه کړو وسلو په ورکولو کې زړه نازړه دي.

د ټوپک افغاني فرهنګ د ژوند په بيه پای ته رسيږي

د ټوپکو د ډزو له امله ناڅاپي وژنې يوه عادي خبره ده، خولا بيا هم افغانان د تر لاسه کړو وسلو په ورکولو کې زړه نازړه دي.

((ما نه غوښتل هغه ووژنم، خو په هغه خطايي ډزه شوه.))


دا هغه خبرې وې، چې ګل حليم په تېرې اوونۍ کې د خپل يو انډېوال د وژنې په هکله کولې. حليم غوښتل له شريف سره ټوکې وکړي. په توکو ټوکو کې يې هغه ته د خپل کلاشينکوف خوله واړوله. ټوپک ډزه وکړه او 27 کلن شريف ځای په ځای مړ شو.


پنځه دېرش کلن حليم اوس د سمنګانو په ولايت کې بندي دی. د شريف کورنۍ په هغه عرېضه کړي او حليم اوس د محاکمې انتظار وباسي.


افغانان په دوديږ ډول له پخوا څخه له تومانچې نيولې بيا تر ټوپک او آن اتوماتيکې او ګرمې وسلې لري، چې په هر ځای کې په اسانۍ موندل کيږي. له هغه ځايه چې د اشتباه او ناپوهۍ له امله يو زيات خلک وژل کيږي، يو شمېر خلک له حکومت څخه ددې وسلو د راټولو او يا لږ ترلږه د شخصي وسلو د ساتلو د تنظيم غوښتنه کوي


دا موضوع د هېواد په زياترو برخو کې د بنسټيز امنيت د نشتوالی له امله لا پسې کړکېچنه ده.


په افغانستان کې د دوو لسيزو کورنيو جګړو په بهير کې زياتو خلکو خپل امينت په خپل غاړه اخيستی دی. خلک د ملېشو د ډلو، ځواکمنو ځايي مشرانو او تر خولې پورې وسله والو جنايتکارانو په لاسونو کې يرغمل شوي دي. عادي خلک د خپلو ځانونو او خپلو کورنيو د ساتلو لپاره وسلي رانيسي.


د بلخ ولايت د چمتال د ولسوالۍ اوسېدونکی، 42 کلن عبدالحی وويل، 15 کاله دمخه يې له وسله والو غلو له ډاره د خپلې کورنۍ د ساتلو لپاره يو کلاشينکوف اخيستی و. سره له دې چې د افغانستان ټول خلک ټوپک چلوي، خو عبدالحی د هغې په کارونې نه پوهېد. د ټوپک له اخيستلو درې مياشتې وروسته هغه په غلطۍ خپل دولس کلن زوی وواژه. پنځه کاله وړاندې يې په ناببره توګه خپل ځان ټپي کړ. او دوه اوونۍ دمخه، هغه مهال چې د عبدالحی مېرمنې کلاشينکوف غوړولو، ناببره يې د ټوپک په اتومات باندې لاس ولګېد. پنځلس ډزې يې وکړې او درې ګولۍ يې په شل کلنې لور، چې ورته څېرمه ناسته وه، ولګېدې او هغه يې ډېره ټپي کړه.


د عبدالحی مېرمن وايي هغه د کلاشينکوف په چلولو نه پوهېده، خو مېړه يې ورته تل ويل، چې ټوپک غوړ کړي. هغه وايي: ((زه نه پوهېدم، چې ټوپک ډزې کوي، خو کله چې ځير شوم، نو ومې لېدل، چې لور مې په وينو کې شټ کيږي او چيغې وهي.))


عبدالحی په روغتون کې د خپلې لور د بسترې تر څنګ ناست دی او وايې، له دې ټوپک به ځان خلاص کړم. هغه وايي: ((تر څو چې ژوندی يم، بيا به ټوپک ته لاس ور نه وړم.))


د بلخ، جوزجان او سمنګانو په ولايتونو کې خلکو له آی ډبليو پي آر سره د مرکو پر مهال ورته کيسې کولې.


د بلخ په لويديځ کې د شولګرې د ولسوالۍ د يو کلي مشر عبدالستار وويل، د هغوی د ګاونډ په يوې کورنۍ کې د لاسي بم د چاودنې له امله شپږتنه ووژل شول. نوموړي وويل: ((يو پنځلس کلن هلک غوښتل، چې د لاسي بم چل زده کړي، خو په ناپوهۍ يې لاس په ستنه ولګېد او هغه يې راکش کړه. د هغه ترڅنګ دوه نور پراته لاسي بمونه هم وچاودېدل او د کورنۍ شپږ تنه يې ځای په ځای مړه کړل.))


عبدالستار وويل، هر کال د شولګرې په ولسوالۍ کې خلک په ناپوهۍ د وسلو د چلولو له امله مري. د هغه خپل لمسی تېر کال په ورته پېښه کې ووژل شو. سره له دې چې د وسلې ګرځول د پوليسو اجازه غواړي، خو دا قانون ډېر لږ پلی کيږي.


په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ترمشری لاندې د ملېشو د بېوسلي کولو پروګرام تر لاس لاندې دی، خو داسې کوم پلان نه شته، چې له ملکي خلکو څخه دهغوی وسلې راټولې کړي. تر اوسه د سپکو او درنو وسلو په سلو کې 40 راټولې شوي دي.


د بلخ ولايت دامنيت آمر، جنرال خيرالله ضيايي آی ډبليو پي آر ته وويل، د شخصي وسلو راټول ((زموږ په پروګرام کې شامل نه دي.))


له هغه شمېر ملکي وګړو سره چې آی ډبليو پي آر مرکې کړي دي، وايي، چې که ملېشې په بشپړ ډول بېوسلې شي، نو نور په کورونو کې د وسلو د ساتلو اړتيا له منځه ځي او خلک به په خوشحالۍ هغه تسليم کړي.


حفيظ الله وايي، له هغه سره دوه دانې کلاشينکوفونه دي، چې د خپلې کورنۍ د ساتلو لپاره يې ساتلي دي او وايي چې په ملېشو باور نه لري. هغه وايي: ((د ملېشو ټول غړي غله دي. موږ له هغوی ډاريږو، نو ځکه بايد له ځان سره وسلې ولرو. کله چې د ملېشو له قوماندانانو او د هغوی له ملاتړو څخه وسلې ټولې شوې، نو زه به لومړی سړی يم، چې حکومت ته خپلې وسلې وسپارم.))


د کتونکو په اند به دا ګرانه وي، چې د بېوسلې کولو پروګرام له پای ته رسېدو دمخه له خلکو څخه وسلې راټولې شي. ضيايي وويل، چارواکي په دې خبر دي، چې خلک په خپلو کورنو کې وسلې لري. خو په ټوپک باندې کنترول يو څه ګرانه خبره ده. هغه وايي: ((کله چې د بېوسلې کولو بهير پای ته ورسېد، نو هغه مهال کېدای شي، په اسانۍ شخصي وسلې د خلکو له کورونو څخه راټولې شي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists