د ټول ټاکنو امنيتي ننګونه (چلينج)

د کورنيو چارو وزارت او اردو د اکتوبر د مياشتې د ټول ټاکنو لپاره د امنيت دتامين په پلان کارکوي.

د ټول ټاکنو امنيتي ننګونه (چلينج)

د کورنيو چارو وزارت او اردو د اکتوبر د مياشتې د ټول ټاکنو لپاره د امنيت دتامين په پلان کارکوي.

لکه څنګه چې د اکتوبر دنهمې نېټې تاريخي ټول ټاکنې رانزدې کيږي، د افغانستان د ملي پوليسو ځواک تر دې مهاله تر ټولو ستنونزمنې ننګونې ته ځان چمتو کوي.


د کورنيو چارو وزارت به د رايو ورکولو په ورځ په هېواد کې د ولسشمرۍ د ټاکنولپاره د امنيت د چمتو کولو په اړوند د هېواد په کچه د ٤٦ زرو ملي پوليسو په ګومارلو يو لارښوونکي مسوول ارګان وي. هغوى به د هېواد د نورو امنيتي ځواکونو؛ ملي اردو او ملي استخباراتو، د ناتو تر مشرۍ لاندې جوړ شوي نړيوال سوله ساتي ځواک، آيساف او همدارنګه د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې ايتلاف سره په ګډه کار کوي.


د رايه ورکولو پر مهال تاو تريخوالی او ډارونه يوه عادي خبره ده.


د ناتو تر مشرۍ لاندې د سوله ساتي ځواکونو وياند، ډګروال کين ميک کيلوپ وايي: "طالبانو په ځانګړي ډول ويلي، چې ټاکنې به په نښه کوي او هغه به ګډوډوي. پوليس بايد د هېواد په کچه د ټاکنو پنځو زرو مرکزونو امنيت وساتي. هر مرکزبه څو ستيشنونو لري. د رايې اچولو لپاره به ټول ٢٥ زره ستيشنونه جوړ شي. د رايو ورکولو په هر ستيشن کې به شاوخوا ٦٠٠ تنه رايې ورکوي. دا د هغه شمېرې څخه زيات دي، چې د افغانستان اټکل شوي لس نيم ميلونه وګړي به ورته د اريه اچولولپاره ورځي.


د کورنيوچارو د وزارت وياند، لطف الله مشعل وايي، هغه باوري دى، چې پوليس به له دې دندې ووتلاى شي. هغه وايي: "کوم منظم ترهګر ځواک نه شته. يوازې غير منظمې (بهرنۍ) ډلې دي. هغوى له پولو شاخوا راننوزي او يا د سيمه ييزو جنګ سالارانو له خوا ګومارل کيږي، چې ستونزي رامنځته کړي."


خو د افغانستان د علومو داکادمۍ غړى او څيړونکى، استاد حبيب الله رفيع يادونه کوي: "په داسې حال کې چې طالبان او القاعده په لوېديځ، سهيل او سهيل لوېديځو سيمو کې خلپو بريدونو ته دوام ورکوي، خوحکومتي چارواکي په هسکه غاړه وايې، هر څه سم دي. په افغانستان کې لويه ستونزه د وسلو شتون دى. وسلې لا (له خلکو) ټولې شوې نه دي. که وسلې ټولې نه شي، په هره اندازه امنيت چې موجود وي، هغه به بس نه وي. " رفيع وايي: "کوچنى پېښې کولاى شي، د ټاکنو بهير ګډ وډ کړي."


د رايې اچولو لپاره د نومونو دليکنې پرمهال پوليس د نوم ليکنې د زياترو مرکزونو د امنيت په ټينګولو کې بريالى و، خود جولاى په مياشت کې د غزني ولايت په يو جومات کې، چې د نوم ليکني د مرکز په توګه ترې کار اخيستل کېده، يو بم وچاودېد او دملګرو ملتونو د دووکارکوونکو په ګډون يې شپږ تنه ووژل.


د ټول ټاکنو دتنظيم د ګډې څانګې امنيتي کارکوونکى، جان ميک کامبر وايي: "د ټاکنو پرمهال د پوليسو رول دا په ګوته کوي، چې د نوم ليکنې په بهيرکې ښايي اضافي مسووليتونه هم رامنځته شي."


پوليس به د رايې اچولو مرکزونه، د ټول ټاکنو د دفتر، د ملګروملتونواو حکومتي کارکوونکي او همدارنګه پخپله رايه ورکوونکي تر نزدې څارنې لاندې ونيسي.


په عمومي توګه به د رايه اچولو مرکزونه هغه شان فعاليت کوي، لکه د نوم ليکنې دفتر چې کاو. د رايه ورکولو مرکز ته به نزدې د وسلو راوړلوته اجازه نه وي او د رايې اچولو په اړوندو مرکزونو کې به د نارينه او ښځو تالاشي تر سره کيږي.


ميک کامبر وايي امنيت به د نوم ليکنې د بهير په پرتله د رايه ورکولو په مرکزونو کې زيات تر سترګو شي او پوليس به هغه ډلې سره تنظيم کړي، چې د رايو اچولو لپاره راځي.


له دې امله چې د نوم ليکنې د بهير موده اوږده وه، د هغې په مرکزونو کې زيات شمېر خلک نه تر سترګوکېدل. خو ښايي د ټاکنو په ورځ به زيات شمېرخلک په يو وخت کې د رايه ورکولو ستيشنونو کې حاضر وي.


د امنيتي پلان پر بنسټ به خلک هغه مهال کنتروليږي، چې د رايې ورکولو مرکزنو ته ننوزي.


ميک کامبر وايي، د مرکز تر شاوخوا به يو امنيتي کمر بند راتاو وي. هغه زياتوي: "څه شى، چې موږ يې درلودلای نه شو، هغه د بېلګې په توګه د د رايې اچولو په مرکز کې د يو مېزشاوخوا ته د سلو تنو راټولول دي. د رايې ورکولو د مرکز امينت به د ټاکنو دملکي افرادو له خوا تامنيږي او د ملي پوليسو اوملي اردو د ځواکونو له خوا به غښتلی کيږي.


ميک کامبر وايي: "د ملي اردو او نړيوالې اردو رول دادى، چې.... د سيمې امنيت چمتو کړي او هغه وساتي، تر څو د سيمې دننه د رايې ورکولو مرکزونه فعال وساتل شي او خلک وکړاى شي، د رايې د اچولو لپاره هلته راشي." هغه زياته کړه او ويې ويل: " د يو خوندي چاپېريال رامنځته کول د زياتو فعاليتونو مجموعه ده. په هغې کې د رايې ورکولو مرکزونو ته نژدې حضور او له خلکو سره د مرستې لپاره چمتو والى شامل دى.


نوموړى وايي: "هغوى (امنيتي ځواکونه) به د چک او تالاشۍ پوستې ولري. هغوى به ګزمې کوي، تر څو دافغانستان د هغو دښمنانو د راتګ مخه ونيسي، چې هڅه کوي، د ټاکنو په بهيرکې لاس ووهي."


د ملي دفاع د وزارت وياند، جنرا ل محمد ظاهر عظيمي د رايې اچولو په ورځ د اردو ستر رول تاييد کړ. هغه وايي: "موږ ١٣ زره سرتېري او افسران لرو او تر ټاکنو دمخه به دا شمېره ١٦ زرو ته لوړه کړاى شي."


امنيتي فعاليتونه به د قوماندې له يو ګډ مرکز څخه اداره شي، چې د ټولټاکنو د همغږۍ د مرکز په نوم ياديږي. په دې کې به د ټولو سازمانونو استازې په ګډه کا رکوي.


نوموړى وايي: "د پوځي ځواکونو فعاليتونه به، لکه څرنګه چې اوس لېدل کيـږي، زيات بدلون ونه مومي. هغه به د رايه ورکولو او ټاکنو پر مهال له نزدې څخه همغږي شوي فعاليتونه وي.


هغه زياتوي، چې د ملي اردو او نړيوالو ځواکونو ترمنځ تړاو به توپير وکړي. د ملي اردو، آيساف او ايتلافي ځواکونوترمنځ تړاو به د بېلا بېلو اړيکو يو ګدوله وي.


هغه وايي: "په ځينو سيمو کې به موږ وګورو، چې يو ګډ نړيوال پوځ به له ملي اردو سره کا رکوي. په بل ځاى کې به وګورو، چې يو کنډک به د نړيوالې اردو د روزنې د ډلې د يوې برخې په توګه کا رکوي. په ځينو ځايونو کې روزل شوي کنډکونه په يوازې سر فعاليت کوي. البته، نړيوال پوځ به د خپلو تجهېزاتو، لکه څرخي الوتکو او هوايې الوتکو له لارې کنډکونو ته داړتيا وړ ملاتړچمتو کوي.


ميک کامبر وايي، د امنيتي پېښو د رامنځته کېدو په صورت کې به د پېښې د څرنګوالي له مخې تقويتي ځواک چمتووي. نوموړى زياتوي: "د پېښې د څرنګوالې له مخې ښايي پوليس وګومارل شي، ښايي ملي اردو، ښايي نړيوال پوځ او يا ښايي دا ټول په ګډه چمتو شي.


ميک کامبر زياتوي، هر ولايت ته د چمتو شوي ځواک شمېره به يوشان نه وي. "د خلکو او پوځي ځواک چمتو کول به پر هغو معلوماتو ولاړ وي، چې موږ يې د افغانستان د دښمنانو د احتمالي ځواک په اړوند تر لاسه کوو. " هغه وايي: "دا کار به دځواک د شمېر او د هغې ډېروالي او لږوالي پورې اړوند وي."


ميک کامبر وايي: "موږ يو ښه پلان لرو تر څو ومومو، چې څه شي ته اړتيالرو اوچېرته يې ورته لرو. په هره کچه مرسته کيږي. دمرستو لړۍ به د هغې تر شا وي. نوموړی وايي: "موږ به د دښمن د هر پلان په وړاندې ددې وړتيا ولرو، ترڅو د هغوی د ډارونې مخه ونيسو او په بيړه هغه سيمې ته اضافي ځواک چمتو کړو."


د آيساف وياند، ميک کيلوپ د خپلې ارزيابۍ په هکله زيات محطاط و. هغه ويل: "امنيت سل په سلو کې نه شي تامينيدای." موږ به هر راز هڅه وکړو. "هغومره ښه، چې امکان يې وي."


فعاليتونه او تمرينونه به جاري وي، تر څو د ټول ټاکنو د مهال تر رارسېدو ټول ځواکونه روزل شوي وي او دننګونې په وړاندې ښه سمبال شوي دي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists