د يوافغان پوهنتون محصلان خراب ژوند لري

په ننګرهار پوهنتون کې د څلورو تنو لپاره په يوې جوړې شوې خونې کې پنځه ويشت تنه محصلان اوسيږي.

د يوافغان پوهنتون محصلان خراب ژوند لري

په ننګرهار پوهنتون کې د څلورو تنو لپاره په يوې جوړې شوې خونې کې پنځه ويشت تنه محصلان اوسيږي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه
د افغانستان د ننګرهار په پوهنتون کې د صبغت الله د ليليې کوټه د څلورو تنو لپاره جوړه شوې ده، خو له هغه سره  نور ۲۵ تنه پکې اوسيږي.
هغوی په شپاړس متر مربع ځای کې داسې ويده کيږي چې پښې نشي غځولای. يو پلاستيک يې له چت څخه ځوړند او کوټه يې سره وېشلې ده.
د محصلانو اړوند توکي په پلاستيکو کڅوړو کې پراته او په ديوالونو کې ځوړند دي. سپي په دهليزونو کې د خوړو پاتې شوني لټوي او چټل پلاستيکونه څټي.
د بغلان ولايت اوسيدونکي د کرنې د پوهنځي د دويم کال محصل، صبغت الله ليليې ته د آی ډبليو پي آر يوه ورغلي خبريال ته وويل: «د پردې د دواړو برخو محصلين نه ويده کېدای شي  او نه مطالعه کولای شي. په ۲۶ تنو کې، چې په خپلو کې سره يوازې خبرې کوي، سړی به څنګه ويده شي يا به درس ولولي. څوک تلويزون ګوري، څوک رادېو اوري، څوک په تليفون کې خبرې کوي او څوک موسيقي اوري.»
کله چې هغه خبرې کولې، څو تنه محصلانو پلاستيک يوې خوا ته کش کړ  او دې خواته يې کتل.
يو تن يې په ټوکو وويل، شکمن ترهګر په متحده ايالتونو کې د ژوند ښه شرايط لري.
هغه محصل وويل: «حکومت هره ورځ له امريکايانو سره د ګوانتنامو او بګرام په زندانونو کې د بنديانو په اړه خبرې کوي. هغوی تر موږ ډېر ښه دي. رښتيانۍ ګوانتنامو داده.»  
د ننګرهار د ويب پاڼې د وينا له مخې د ننګرهار پوهنتون د افغانستان په ختيځ کې پروت دی؛ په ۱۹۶۲ کال کې تاسيس شوې او په يوولسو پوهنځيو کې يې نجونې او هلکان دواړه درس لولي. په پوهنځيو کې طب، انجنيري، حقوق، سياسی علوم او اقتصاد شامل دي. د اوو زرو تنو محصلانو او  شپږو سوو تنو استادانو په درلودلو د ننګرهار پوهنتون د هېواد د سترو پوهنتونو په ډله کې شامل دی، د څلورو ختيځو ولايتونو لپاره جوړ شوی، خو شپېته سلنه محصلان يې د هېواد د نورو برخو دي.
په داسې حال کې چې دېرش کلنو جګړو نوموړي پوهنتون ډېر ځپلی دی، خو په ويب پاڼه کې د پوهنتون د رئيس، محمد صابر په وينا اوس: «سختې هلې ځلې کوي چې د لوړ کيفيت زده کړه چمتو کړي، له لايقو او وتلو محصلانو سره مرسته وکړي او عالي مسلکي او شخصي پراختيا وړاندې کړي.» 
يو شمېر خلک وايي چې پوهنتون ډېره چټکه وده کړې او له خپل وس او ظرفيت څخه يې زيات محصلين جذب کړي دي.  له دې امله نشي کولای محصلانو ته د ژوند ټيته کچه هم چمتو کړي.  
د پوهنتون د رياست د مرستيال، محمد اسحق رازقي د وينا له مخې د پنځو سوو محصلانو لپاره د اتو ودانيو په  جوړه شوې ليليه کې شاوخوا ۳۰۰۰ تنه اوسيږي.
ليليه د جلال آباد له ښار څخه يوولس کيلومتره وړاندې پرته ده، په داسې حال کې چې يو شمېر محصلان په نورو کورونو کې ليليه شوی دي.
رازقي آی ډبليو پي آر ته وويل: «ليليه بايد يو روغ چاپېريال ولري. هلته بايد شور ماشور نه وي او ښه ډوډۍ ولري. له بده مرغه زموږ د پوهنتون ليليه داسې نه ده.» 
هغه وويل، د پوهنې وزارت؟ [لوړو زده کړو وزارت]  د نورو ولايتونو زيات محصلان دلته د تحصيل لپاره را استولي دي. کله ناکله چارواکی فشار راوړي چې د ليليو له ظرفيت پورته نور محصلان هم جذب کړو.
هغه وويل: «له دې امله په يوې خونې کې د څلورو تنو پر ځای شل تنه اوسيږي.»
د صبغت الله خونې ته نژدې دريو تنو محصلانو دهليزونو ته له تشنابونو څخه راوتلې اوبه پاکولې.
صبغت الله وويل، کله چې تشنابونه بند شي، نو ککړې اوبه يې د محصلانو خونو ته راځي.
هغه وويل، پروسږکال د څښلو له اوبو سره ککړتيا يوځای شوې وه او له امله يې زيات شمېر محصلان ناروغه شوي وو.
نوموړي زياته کړه: «د پوهنتون د کچې خلکو ژوند ته وګورئ چې زموږ په هېواد کې روان دی.»
رازقي ددې پخلی وکړ چې د ليليې د بدرفت سيستم خراب شوی و.
د عامې روغتيا رئيس، باز محمد شېرزاد وويل، محصلان او استادان د ليليې د پاک ساتلو مسؤول دي.
د آی ډبليو پي آر د کتنې پر مهال څو ګرګ وهلي سپي د ونو سيورو ته پراته وو، په داسې حال کې چې  دډوډۍ خوړلو خونې  ته څېرمه چټلې اوبه په لښتو کې بهېدې.
د کرنې د پوهنځي د دويم کال محصل، سميع الله وويل، د سپو له ډاره د شپې له خونې بهر وتلای نشم.
رازقي وويل، څو، څو ځلې يې د ولايت د عامې روغتيا له رياست سره اړيکې نيولي او د کوڅه ډبو سپو په اړه مې ورته ويلي، خو کومه نتيجه يې ورکړې نه ده.
شېرزاد وويل، د عامې روغتيا رياست کارکوونکو په هره مياشت کې يو ځل  د جلال آباد  د ښار او ليليو شاوخوا کوڅه ډب سپي له منځه وړي، خو زياته يې کړه: که چېرته [محصلان او استادان] سپو ته خواړه ورنه کړي او ويې شړي، سپي به هلته له اوسيدلو سره عادت نشي.  
د پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي استاد، رازمحمد فيضي وويل، محصلان تر يوې کچې د ليليې د ککړتيا مسؤوليت لري. 
هغه وويل: «[محصلان] پر خپلو خوړو، لوښو او بسترو پام نه کوي. حکومت ته د هر شي د مسؤوليت ګوته نشي نيول کېدای. محصلان هم بايد خپله شاوخوا پاکه وساتي.»
هغه زياته کړه،  د نړۍ په بل هيڅ ځای کې به شل تنه محصلان په يوې خونې کې ونه اوسيږي. د برلاسي شرايطو له مخې محصلان نشي کولای سمه زده کړه وکړي.
هغه وويل: «په هرې خونه کې بايد دوه، درې يا څلور تنه محصلان واوسيږي. هغوی ته بايد د مطالعې، انټرنيت ته د رسېدا او کرار اتموسفير زمينه چمتو شي.»    
صبغت الله له ځان سره خپله شړۍ او توشک له کوره راوړی، ځکه د [پوهنتون] د ليليې هغه ناپاک او زاړه دي.
هغه وويل: «هغه هيڅ د کار نه دي. ژمی پرې نه تيريږي.» 
همدارنګه صبغت الله د کانتين له اشپز څخه هم شکايت کوي، ځکه کله ناکله ورته د ګېدې خوږ پيدا کيږي. کله کله په خوړو کې د ښيښو ټوټې ليدل کيږي.
رازقي وويل، د نوې ليليې په جوړېدو به هر څه سم شي، چې د دريو زرو تنو محصلانو ظرفيت  ولري.
د پوهنتون کارکوونکو «ډېرې دروازې ټکولي»، د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې يې له بسپنه کوونکو څخه مرستې غوښتې، خو دادی اوس د چمتو کېدو په درشل کې ده او ډېر ژر به پرانيستل شي.
دمګړۍ هغه محصلان، چې کرايې ته يې وس رسيږي، په شخصي ځايونو کې اوسيږي.
د ادبياتود پوهنځي يو محصل، نظيف الله او څلورو تنو نورو ملګرو يې په جلال آباد کې يوه خونه د مياشتې په اويا امريکايي ډالرو په  کرايه نيولې ده.
هغه وويل: «کله چې مو د ليليې حالت وليد، نو د بل ځای په لټه کې شو. دا ځای ښه دی. موږ دلته د لوست لپاره راغلي يو.»  
هجرت الله اختيار په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

Education
Frontline Updates
Support local journalists