د وژل شوي موټر چلوونکي بې سره تنه ولېږدول شو

له ايټالوي خبريال سره د يو افغاني وژل شوي کارکوونکي کورنۍ هڅه کوي، تر څو هغه په ښه ډول خاورو ته وسپاري.

د وژل شوي موټر چلوونکي بې سره تنه ولېږدول شو

له ايټالوي خبريال سره د يو افغاني وژل شوي کارکوونکي کورنۍ هڅه کوي، تر څو هغه په ښه ډول خاورو ته وسپاري.

.



سيداغا يو څو ورځې وروسته چې له ايټالوي خبريال دانيل ماستروګياکومو او د هغه د ژباړونکي او خبريال اجمل نقشبندي د مارچ د مياشتې په پنځمه د هلمند ولايت مرکز د لښکرګاه ښار ته څېرمه د نادعلي په ولسوالۍ کې ونيول شو، ووژل شو.



د ماستروګياکومو د خپاره شوې بيان له مخې د سيداغا سر له تنې پرې شوی او د هغه مړی په ګرمسير کې سيند ته اچول شوی و. ګرمسير د لښکرګاه سهيل ته 50 کيلومتره وړاندې پرته يوه ولسوالي ده.



د مړی جسد وروسته له اوبو څخه راوايستل شو، خو سر يي ونه موندل شو.



د ښکار شوي موټرچلوونکي د تره زوی، خان زمان وايي: "موږ تر اوسه نه پوهيږو، چې د هغه سر به چېرته وي. ځايي خلکو موږ ته وويل، هغوی ته هم پته نه شته. طالبانو هغه بل ځای وژلی اوبيا يي وروسته د هغه مړی په سيند کې اچولی و. مړی د سيند منځ ته نه وتللی او اوبو بېرته غاړې ته راوړی او هلته پروت و."



د وژل شوي تن خپلوانو هڅه کوله تر څو د هغه مړی د ښخولو لپاره لښکرګاه ته راوړي، خو هغوی طالبانو بنديان کړل. د سپين ګيرو يوې جرګې د هغوی د خلاصون لپاره خبرې اترې وکړې، خو طالبانو د مړي له لېږدولو څخه ډډه وکړه او د هغه ښخولو ته يي اجازه ورنه کړه.



د زمان د وينا له مخې د ګرمسير د ولسوالۍ خلکو د طالبانو په خبرو غوږ ونه ګرولو او هغه يي خاورو ته وسپارلو. په افغاني دود کې بايد مړی، څومره چې شونې وي، ژر تر ژره خاوته وسپارل شي.



په پای کې د مارچ د مياشتې په 24 طالبانو د مړی کورنۍ ته اجازه ورکړه، چې مړی له خاورو راوباسي او کورته يي د ښخولو لپاره ولېږدوي.



زمان وويل: "د کورنۍ هيڅ يو غړی په دې نه پوهيږي، چې مړی سر نه لري. موږ هغه کورنۍ ته ښوولای نه دی. يوازې هغه خلک په دې پوهېږي، چې د هغه مړی يي لېږدولای دی. موږ تر اوسه پورې د هغه د سر د موندلو لپاره لاس او پښې وهو."



36 کلن سيداغا يوه هټۍ لرله او د پنځو اولادونو پلار و. د هغه تر ټولو کوچنی اولاد د هغه تر تښتونې يوه ورځ وروسته وزېږېد. نوموړي کله ناکله هلمند ته له راتلونکو بهرنيو خبريالانو سره د موټر چلوونکي په توګه کار کاو.



د بهرني خبريال په خوندی ستنېدو کې د رسينو د لېوالتيا ترڅنک زيات شمېر ځايي خلک خپه برېښېدل، چې د هغوی خپل حکومت د سيداغا د سرنوشت په اړه زياته مينه څرګنده نه کړه.
Frontline Updates
Support local journalists