Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د هټيوالو مېرمنو د شمېر زياتوالی

ښځينه هټيوال د دې دود دفاع کوي او خپل کاروبار پراخوي.
By Pazhman Pazhohish
په افغانستان کې هټيوال معمولا نارينه گان وي، خو اوس دا عادت مخ په بدليدو دی. (عکس: مجيد سعيديGetty Images/)

په افغانستان کې هټيوال معمولا نارينه گان وي، خو اوس دا عادت مخ په بدليدو دی.

د کابل ښار د رئيس خان سوداگريز مرکز د سينگار توکو پلورونکې، ٢٢ کلنې عاقلې ښځینه مشتریانی خپلې کړي دي.

هټۍ ته راتلونکې ښځې له عاقلې سره په مينه روغبړ کوي. هغه وايي دډېرو سینګارتونوخاوندان ورسره  خاص تړونونه لاسليک کړي دي.

عاقلې وويل: «زه ښايسته او د ښه کيفيت لرونکي توکي پلورم، له مشتريانو سره ښه سلوک کوم، هغوی هم پر ما باور کوي. ښځې غوره بولي له ښځينه وو څخه خپله سودا واخلي.»

عاقله له تېرو درېو کلونو راهيسې د هټيوالې په توگه کار کوي او د مياشتې  شاوخوا  ٢٥٠ امريکايي ډالرو په اندازه پيسې تر لاسه کوي. دا پيسې په داسې يوې ټولنې کې، چې د عايداتو کچه يې ټيټه ده، د پام وړ پيسې گڼل کيږي. دغه کار يې کورنی عايد لوړ کړی دی.

عاقلې زياته کړه، ډېری خلک هغو ښځو ته په ښه سترگه نه گوري چې له کوره بهر کار کوي.

هغې وويل: «ښځينه کسب او کار په دې ټولنه کې يوه نوې خبره ده. زموږ د ټولنې برلاسي دودونو او رواجونو موږ په دې کار کې له ستونزو سره مخامخ کوي. موږ ته پکار دي له دغو دودونو او رواجونو سره مبارزه وکړو ترڅو ترې ځانونه بېغمه کړو.»

په افغانستان کې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تر رانسکورېدو راوروسته ښځينه اقتصادي ځواک مخ پر ودې روان دی.

اوس متشبثان او د پېر او پلور د مرکزونو اداره کوونکې زيار باسي ښځې د هټيو پرانيستلو ته وهڅوي. هغوی په دې اند دي چې دا کار به په خپل وار د ښځينه مشتريانو شمېر لوړ کړي.

په کابل کې د فيصل د سوداگريز مرکز مشر، احمد ميلاد شريفي وايي، د هغه د مرکز د سلو کارکوونکو په ډله کې ديارلس تنه يې مېرمنې دي، چې د مياشتې له ٢٥٠ ـ ٣٠٠ امريکايي ډالرو پورې لاسته راوړي. 

کارکوونکو ته د لېږد رالېږد اسانتياوې موجودې دي، له دې امله ښځينه کارکوونکې له ځورونې سره نه مخ کيږي او له کوره د کار تر ځايه په ډاډه زړه ځي او راځي.  

ښځينه هټېوالې په ځانگړې توگه د جامو، بوټانو او د سينگار  توکو د پلورولو لپاره ډېرې سودمنې دي.

شريفي په دوام وويل: «موږ د ښځينه کارکوونکو په گومارلو د ښځينه مشتريانو ډېرې ستونزې هواروو. هغوی د نارينه گانو په پرتله له ښځينه هټېوالو سره د توکو په پېرودلو کې ځانونه ډاډمن احساسوي او سودا اخلي. همدا راز د جامو په گنډلو او قد اندام په اخيستلو کې غوره بولي ښځينه  گنډونکو ته لاړې شي.»

ښځينه پېرېدونکي وايي غوره بولي په بازارونو او هټيو کې يې د معاملې لوری یې ښځې واوسي. 

د تهمينې خراساني په نامه يوه پېرېدونکې وايي: «زه تل د اړتيا وړ شيان له ښځينه هټيوالو څخه اخلم. له ښځينه هټيوالو سره په هوسایی خبرې کولای شم، ځکه داسې ځانگړي توکي شته چې يوازې ښځې يې کاروي. له نارينه هټيوالو څخه آن د هغې د نامه له يادولو ډډه کوم، ځکه بيا ځورول کيږو.»

«کله چې ښځې وغواړي دا توکي له نارينه گانو څخه واخلي، هغوی په ناز او نخرو پيل کوي او په ښځو کې سترگې ښخوي، چې دا  کار د ښځو د ناراحتۍ لامل کيږي.»

په افغاني ټولنه کې د سخت جنسيتي تبعيض له امله  ښځې زياتره نه غواړي پخپله بازار ته لاړې شي، له نارينه هټيوال سره مخامخ شي او د اړتيا وړ شيان ترې واخلي.    

د ملالۍ په نامه يوې بلې مشتري وويل: «زموږ په ټولنه د ښځينه هټيوالو موجوديت ډېرې ستونزې هوارې کړي دي. اوس موږ دې ته اړتيا نه لرو چې له خپلونارينه گانو څخه وغواړو د اړتيا وړ شيان راته واخلي. پخوا به مو چې څه شی پکار وو، نو له خپلونارينه گانو موغوښتل راته وايې اخلي. کله ناکله به د هغوی له ياده وتل يا به يې د ټيټ کيفيت شيان راته راوړل. نن گڼ شمېر ښځينه هټيوالي شته دی، د هغوی هټيو ته ځو او د خپلې اړيتا وړ توکي ورڅه په خورا راحت اخلو.»

په افغاني ټولنه کې د زاړه پالو دودونو له امله له کوره بهر ښځينه کارکوونکې زياتره له سپکاوي او ترټنې سره مخامخ کيږي.

د انوشې په نامه يوې ښځينه هټيوالې وويل، هغه له هميشني سپکاوي سره عادي شوې ده.

هغې وويل: «يو شمېر خلک دلته راځي، شيان اخلي او بېرته ځي. خو داسې خلک هم شته، چې پر موږ ملندې وهي، ځوروي او پاروي مو. نن سبا ځورونه زموږ د ژوند يوه برخه گرځيدلې. اوس ورسره عادي شوې يم او پروا يې نه کوم.»

ديني عالمان وايي، د کار په ځای کې د ښځو د گډون او اشتراک ملاتړ کوي، خو ځينې شرطونه شته.

د نصير فروتن په نامه يوه ديني عالم وويل: «اسلام ښځو ته ټول قانوني، مالي او اقتصادي حقونه ورکړي دي. ښځې کولای شي پيسې لاسته راوړي، شتمنۍ ولري او سوداگري وکړي.»

«اسلام په څرگنده د ميراث او د مهر يادونه کوي او دا چې نارينه څنگه له ښځو سره مرسته وکړي. په همدې ډول اسلام د ښځو په اقتصادي خپلواکۍ سپارښتنه کوي. نارينه بايد ښځو ته د ورکړل شوو حقونو درناوی وکړي.»  

نوموړي وويل، ښځې بايد د اقتصادي او سياسي معاملاتو پر مهال درې غوښتنې په پام کې ونيسي: د اسلامي حجاب اغوستل، د کار په ځای کې له مخالف جنس سره له ډېر نژديکت څخه ډډه کول او له کور څخه تر وتلو دمخه د اجازې ترلاسه کول. 

يو شمېر نور وايي له کاري ځواک سره د ښځو يوځای کېدل د فرهنگي دودونو مخالف کار نه دی.

د پاريزا رحماني په نامه يوې ټولنيزې فعالې وويل: «په اقتصادي فعاليتونو کې د ښځو گډون زموږ د هېواد د پرمختگ لامل کيږي. د ايران او نورو په گډون په زياترو اسلامي هېوادونو کې زيات شمېر ښځينه پلورونکې شته چې په هټيو کې په کار بوختې دي. ښځې په شتمنيو او پيسو باندې ښه پام کوي، خو نارينه يې لگوي... په حقيقت کې ښځې په اقتصادي فعاليتونو کې تر نورو ښې دي.»

حکومتي چارواکي ادعا کوي چې د مصرف او توليد د ډگر په گډون يې د ښځو د اقتصادي فعاليت په وده کې مرسته کړې.

د ښځو د چارو د وزارت د اقتصادي پراختيا د همغږۍ رئيس، حسن علي وويل: «په تېرو ديارلسو کلونو کې د ښځو پرمختگ او بريا د حکومت، په تېره بيا د ښځو د چارو د وزارت د جدي کار پايله ده.»

«د ښځو د چارو وزارت ٧٦٠ بنسټونه رامنځته کړي چې د ښځو له خوا چليږي ... دمگړۍ زموږ وزارت پر اقتصادي ستراتيژۍ، د ښځو په مسلکي فعاليتونو او همدارنگه په دې اړه کار کوي چې څنگه ښځې له اقتصادي پلوه ځواکمنې کړای شي.»

د ټولنيزو چارو شنونکې، محبوبې سراج گوته و څنډله چې دا د ځان د خوشالولو خبرې دي او ويې ويل، د اوږدې مودې کوم پلان جوړ شوی نه دی. 

هغې په دوام وويل، د ښځو چارو وزارت «يو څو د گوتو په شمېر لنډ، بې گټې او نااغېزمن پروگرامونه سرته رسولي دي.»

«دغه وزارت د خپلو چارو د سرته رسولو لپاره يو اغېزمن او پرمختللی سيستم نه لري. آن د بېلابېلو رياستونو تر منځ يې تفاهم او همغږي نشته. په حقيقت کې هلته بې نظمي واکمنه ده چې له امله يې کارونه په اغېزمن او سم ډول سرته نه رسيږي.»

چې د ښځو د چارو د وزارت سلاکار، فتاح احمدزی وويل، بدلون وخت ته اړتيا لري.

هغه وويل: «زموږ د هېواد قوانين په څرگنده وايي د کار په ځای کې نارينه او ښځې مساوي حقونه لري او د دې موضوع په اړه هيڅ ډول تبعيض ځای نه لري.»

احمدزی په دوام وويل: «د ښځو د کار په وړاندې کوم محدوديت نشته. ډېری داسې نارينه گان شته چې د اساسي قانون په اړه هيڅ معلومات نه لري. له دې امله چې کله ښځينه هټيوالې گوري، شاته ځي. څومره چې دا کار پراختيا مومي په همغه اندازه ورسره خلک عادت پيدا کوي او د هرې ورځې د عادي کار بڼه پيدا کوي. کله چې خلک په ټولنه کې بدلون وگوري، نو ورو ورو ورسره عادت پيدا کوي او له يوې مودې وروسته يې د ژوند برخه جوړوي.»