Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د هوا ککړتيا د سابندۍ لامل ده

زياتو خاورو دوړو او لوګو ملګري ملتونه دې ته هڅولي، چې د هوا د څرنګوالي په هکله يو کلن څيړنيز پروګرام پلى کړي.
By Wahidullah Amani

نهه کلنه سپوږمۍ له شپږو ورځو راهيسې د روغتون په بستره کې پرته ده. هغه د سابندۍ ناروغي لري. تر اوسه د کال د پيل راهيسې په هغې باندې د اسماء دا ١٣ حمله ده. دکتوران وايي، چې هغه د برانشيت په ناروغۍ هم اخته ده.

د هغې پلار، ٦٠ کلن اختر محمد، په پلازمېنې کابل کې د هغې د ناروغۍ پړه د هوا په ککړتيا اچوي. په ښار کې هوا له دوړو او لوګو څخه ډکه ده، چې په تړلو سړکونو باندې دساعتونو ساعتونو ولاړو موټرو، موټرسايکلونو او لاريو څخه راپيداکيږي.

تر ټولو ناوړه د اختر محمد د کور تر څنګ د ډوډۍ د پخولو د يو داش شتون دى، چې د پلاستيکونو او نورو ربړي موادو د سيځلو له امله د لوګو لوخړي او بويونه د هغوى کور پر سر اخلي.

په دې وختونو کې د ولسمشر حامد کرزي حکومت په دې هکله ګامونه پورته کړي. هغوى د نړيوالو پوهانو يوه ډله رابللې، چې هېواد ته راشي او دلته د ککړتيا کچه معلومه کړي.

سروې ښايي يو کال دوام ومومي. چارواکي هيله لري، په لاس راغلي معلومات به د هواد ککړتيا اغېزې په ګوته کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونود چاپېريال د پروګرام (UNEP)مشر، سيد اصف علي زيدي وايي، چې آن د يو لږ شمېر راټولو شوو معلوماتو له مخې په ډاګه شوې، چې "په افغاني ښارونو کې د هوا د ککړتيا کچه له نړيوال نورم څخه لوړه ده."

د روغتيا وزارت د چاپېريال د روغتيا رئيس، دکتور غلام سرور عباسي وايي، چې د هوا د ککړتيا لوړه کچه کولاى شي د سخت برانشيت، سابندۍ، الرژۍ او اسماء او همدارنګه د قلبى آمرآضودستونزو لامل شي. عباسي وايي، هغه باور لري، په هوا کې يوه زياته اندازه سرب شته، چې د کوچنيانو په فزيکي او عقلانې ودې اغېز کوي. په لاس کې موجود معلومات د ملګرو ملتونو د ٢٠٠٢ کال رپوټ دى، چې د هېواد د ښارونو، لکه کابل، هرات، مزارشريف او کندهار د هوا د ککړتيا د معلومولو لپاره يوازې د ګوتو په شمېر يو څو شمېرو څخه ګټه اخيستل شوې ده.

د زيدي په اند د هوا د ککړوالي ستر لامل په هېواد کې د موټرو په شمېر کې زياتوالى او د هغوى ناوړه حالت، د هغوى د سون د موادو څرنګوالى (چې معمولا په زياته کچه سلفر او سرب لري)، له يو زيات شمېر فابريکو څخه راولاړ شوى دود او د ونو او ځنګلونو وهل او د زهرجنو موادو لکه ټايرونو او پلاستيکونو سيځل دي.

داسې ډار هم شته، چې د راستنېدونکو کډوالو په راتګ به د هوا په ککړوالي کې زياتوالى راشي، ځکه د هغوى په راتګ به ځمکني او هوايي ليږدوونکي وسايل زيات او د نفوسو شمېر به ډېر شي.

وضع تر دې کچې پورې ناوړه شوي، چې ځينې خلک د هوا د زيات ککړوالي له امله خپل مخونه په ماسکونه پوښوي تر څو په سا اخيستلوکې د دوړو او خاورو کچه لږه کړي.

د کابل هوا داسې وچه او له دوړو او خاور ډکه نه وه. ٥٢ کلن محمد حنيف ملګرى وايي، د هغه په ياد دي، چې په ښا رکې زيات شمېر پارکونه او بڼونه وو، لکه د چلستون بڼ، د بابر بڼ او باغ بالا. هغه دا هم وايي، چې له کابل څخه تر لوګر پورې د سړک دواړو خواوو ته ونې کتار ولاړې وي او هغه يي پوښلى و. هغه وايي: "له ده مزنګ څخه د دارلامان تر ماڼۍ پورې د پراخ غځېدلي سړک دواړو خواوو ته په زرګونه ونې ولاړې وې. هغه لکه د يو طبيعي تونل په څېر معلومېدې او څومره چې په مخکې تلې، نو هرې خواته به دې د ونو کتارونه لېدل."

دا بدلون په ١٩٨٠ کلونو کې د شوروي اتحاد له يرغل وروسته پيل شو. نوموړى وايي: "له هغه وروسته چې شورويانو افغانستان ونيو، ونې د امنيتي اندېښنو له امله ووهل شوې."

د ونو په وهلوکې شورويان يوازې نه وو. مجاهدينو هم د خپلو سنګرونو د جوړولو لپاره ونې پرې کولې، چې په پاى کې د ونو او ځنګلونو د له منځه تګ لامل شول. سيمه ييزو خلکو هم د سون د موادو د کارولو لپاره له ونو څخه ګټه اخيستله.

UNEP او د آسيا پراختيايي بانک اوس د چاپېريال، د اوبو د زېرمو او اوبو لګولو له وزارت سره کار کوي، تر څو د هوا د ککړتيا مخه ونيسي. ددغه وزارت معين دوست محمد امين وايي، دونو کينولو يو لوى پروګرام تر لاس لاندې دى. هغه وايي: "موږ يو مليون نيالګې له امريکې، آيرلنډ او پاکستان له هېوادونو څخه پېرودلې او په کابل کې مو کرلي دي."

زيدي همدارنګه واي، چې UNEP د چاپېريال له وزارت سره د چاپېريال د ساتنې د يو سند په چمتو کولو کې مرسته کوي، ترڅو د ځانګړو پروژو له پلي کېدو دمخه د چاپېريال د اغېز څرنګوالى وڅېړي.

د آسيا د پراختيايي بانک يو سلاکار، غلام محمد ملکيار وايي، د هغې موسسې د هوا د ککړتيا د راټيټولو لپاره د ٤٥٠ زرو امريکايي ډالرو ژمنه کړې ده. په دې پروګرام کې دوه بهرني سلاکاران او د افغاني کارکوونکو روزنه شامله ده، چې اوس په هېواد کې د هوا د ککړوالې د څارنې وسايلو په نصبولو بوخت دي.

د هوايي چلن او توريزم د وزارت د هوا پېژندنې رئيس، عبدالقدير وايي، دهغه رياست د کروندګرو په هڅولو پيل کړى دى، تر څو ونې وکري او پدې توګه د خاورو د اوپره کېدو مخه ونيسي او په هوا کې د خاورو دوړو کچه راټيټه کړي.

د جون په پنځمه، د چاپېريال د نړيوالې ورځې له امله به په ښوونځيو کې خبرتيا د پراخونې پروګرامونه پلي شي، چې ځوانان د هوا له ککړتيا څخه په بشپړه توګه خبر شي.

يو شمېر خلک له چارواکو څخه د زياتو کارونو د سرته رسولو غوښتنه کوي. محمد نويد د پلاستيکونو او زهرجنو موادو د سوځولو پړه پر حکومت اچوي. هغه وايي، چې حکومت: "بايد په حمامونو او داشونو کې د سون دموادو په توګه د ټايرونو، پلاستيکي توکو او زهرجنو توکو سوځول بند کړي."

د اختر محمد په څېر پلرونه ښايي يوازې همدومره هيله ولري، چې وضع ډېرژر ښه شي، تر څو دهغوى کوچنيان د آزادې سا اخيستنې توانايي ولري.