د هلمند کروندګر بېرته [د] اپينو [کرکيلې] ته د ورستنېدو ګواښونه کوي

کروندګر وايي د پنبې کرکيلې ګټه ونه کړه، ځکه خرڅلاو نه لري.

د هلمند کروندګر بېرته [د] اپينو [کرکيلې] ته د ورستنېدو ګواښونه کوي

کروندګر وايي د پنبې کرکيلې ګټه ونه کړه، ځکه خرڅلاو نه لري.

Tuesday, 13 September, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پې آر د خبريال، ګل احمد احسان ليکنه

د هلمند کروندګرو ګواښ کړی، بېرته به د اپينو کرکيلې ته مخه کړي، خکه افغان حکومت له هغوی سره مرسته ونه کړه، چې د هڅول شوي متبادل حاصل لپاره ورته بازار ومومي.

د افغان حکومت او د نړيوالې ټولنې له خوا د کوکنارو د بوټو د اړولو دوه کلن پروګرام  يوڅه پايلې درلودلې دي، خو سره له دې هم په دې سويلي ولايت کې لا  تر اوسه د اپينو توليد د نړۍ د هيرويينو ستره سرچينه جوړوي. د نشه يي توکو او جرايمو په وړاندې د ملګرو ملتونو د دفتر

 (UNODC) د وينا له مخې په سږني کال کې تر کرکيلې لاندې کرونده د  ۲۰۱۰ کال په پرتله اووه سلنه ټيټه وه.    

د هلمند د کروندګرو لپاره پنبه د متبادل کښت لپاره غوره شوې وه، چې د  ۱۹۶۰ او  ۱۹۸۰  کلونو تر منځ کرل کېده او ډېر ښه حاصلات يې ورکول.

د مارجې د ولسوالۍ د اوسيدونکي، محمدجان په څېر بزګران وايي دومره پنبه نشي پلورلای چې د ژوند اړتياوې پرې  پوره کړي.

محمدجان وويل: «په تېرو دوو کلونو کې مې کوکنا رنه دي کرلي. پر ځای مې پنبه کرلې. خو کورنۍ مې پرې مړه شوې نه ده. سږکال هم نهيلی يم، ځکه پنبه بازار نه لري. حکومت يې راڅخه نه اخلي او  په هغه بيه يې چې سوداګر راڅخه غواړي، موږ ته ګټه نه کوي.»

په پايله کې نوموړی کروندګردسختې پرېکړې هوډ کړىدی.  

هغه وويل: «که کارونه همداسې پر مخ ولاړ شي، نو راتلونکی کال به بېرته کوکنار وکرم.  د[د کوکنارو د اړولو د کارکوونکو په وړاندې] به يې دفاع  هم وکړم، ځکه ددې پرځای چې سړی له لوږي ومري، ښه ده چې ووژل شي.» 

په هلمند کې د بست د پنبې د فابرېکې رئيس، شيرين خان وايي، فابريکه په سيمي کې د ټولې کرل شوې پنبې د اخيستلو وس نه لري.

هغه وويل: «موږ ټوله پنبه نشو پيرودلای، ځکه د ماليې وزارت موږ ته يوازې د درې زرو  ټنو پنبې د پېرودلو بودجه راکوي. له دې امله د کروندګرو ستونزو نشو هوارولای.»   

د بست فابريکه په ۱۹۹۲ کال کې د دکتور نجيب الله د حکومت له رانسکورېدو او  د کورنۍ جګړې له پيلېدو سره سم وتړل شوه. تر هغه مهاله د پنبې زياته اندازه دولت پيرودله. په راوروسته ګډوډۍ کې هغه فابريکې هم وتړل شوې چې له پنبه يې ريشله او تارونه يې ورڅخه  جوړول.  

د کرنې د ولايتي رئيس، احمدالله احمدزي د وينا له مخې د نوي بازار موندل سخت کار دی.

هغه وويل: «موږ د هلمند د [پنبې] د حاصلاتو لپاره د نړيوالو بازارونو د موندلو په اړه له بهرنيو مرسته کوونکو سره خبرې کړي دي. هغوی ژمنې کړي، خو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.» 

 د هلمند د والي ګلاب منګل، وياند داود احمدي د پنبې د پروژې سقوط خطرناک وباله.

هغه وويل: «دا د اندېښنې خبره ده چې کروندګر د حاصلاتو لپاره بازار نه لري او نشي کولای هغه وپلوري. په راتلونکو کلونو کې بايد کوکنار وکري.» 

په عين وخت کې احمدي وويل، د ولايت دفتر د پنبې د ټولو حاصلاتو د پيرودلو لپاره د بست د پنبې د فابريکې د وس د نه رسېدو مسؤوليت نه لري.

د پروسس د ځايي محدوديت له امله کروندګر خپله اضافه پنبه په  کوچنيو سوداګرو پلوري.

د هلمند د ولايت د اقتصاد رئيس، عبدالرشيد پر دې کوچنيو سوداګرو پړه واچوله چې پنبه په ډېره ټيټه بيه رانيسي.

د سوداګرو د  و ينا له مخې بيې ځکه ټيټې دي چې پنبې ته هم د افغانستان دننه او هم بهر، په تېره بيا په پاکستان کې، تقاضا نشته.

د سوداګرو د ولايتي اتحاديې مشر، علي احمد ناصري وويل: «ما پخپله پروسږکال يو څه پنبه واخيستله.  هغه مهال د يو کيلوګرام پنبې بيه له يو امريکايي ډالر څخه پورته وه. ما ونشو کړای هغه پنبه وپلورم، تر اوسه راسره پرته ده. سږکال د پنبې د زياتې کرکيلې له امله بيې پنځوس سلنه رالويدلي دي. ما ډېر تاوان وکړ.»

نوموړي زياته کړه، په زياترو نورو خلکو هم همدا کار وشو او اوس د نورې پنبې پيرودلو ته زړه نازړه دي.     

د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې ولايتی رئيس، عبدالقدير ظاهر ګوته وڅنډله، اقتصادی شرايط هر څنګه چې وي، وي به. د اپينو کرکيله ناقانونه کار دی او په وړاندې به يې له زغم کار وانخيستل شي. 

هغه وويل: «که د کروندګرو د پنبې لپاره بازار نه وي، نوددې معنا نه لري، چې هغوی دې کوکنار وکري. د هلمند د ټولو کرنيزو محصولاتو لپاره بازار شته او کسب او کار يې ښه پر مخ روان دی. ستونزه يوازې له پنبې سره ده، ځکه حکومت د ټولې پنبې د پيرودلو وس نه لری.»   

د پنبې له خرڅلاو څخه د نهيلۍ او د کوکنارو کرکيلې ته د بېرته ورګرځېدو يو بل لامل ښايي د اپينو د بيې زياتوالی وي. د UNODC  د وينا له مخې د ځمکې پر سر د يو کيلو وچ اپين منځنۍ بيه يو کال دمخه د  ۹۸ ډالرو په پرتله د ۲۰۱۱ کال د مارچ په مياشت کې ۲۷۴ ډالرو ته ورسېده.  

د هلمند ولايت يو تن بزګر، مطيع الله له آی ډبليو پي آر سره د خبرو پر مهال وويل، چې سږکال يې يو کيلو تر ۳۰۰ ډالرو پورې پلورلی دی.

هغه وويل، په  ۲۰۱۰ کې د هغه حاصلاتو د اوبو لګولو لپاره د جنراتور لګښت پوره نه کړای شو، له دې امله يې سږکال کوکنار وکرل چې د تېر کال زيان هم پوره کړي. 

مطيع الله وويل: «ما فکر وکړ چې که پنبه يا بل کوم فصل وکرم، نو ښايي تاوان وکړم. ومې پتېله چې کوکنار وکرم، په دې دليل که حاصل مې ترلاسه کړ، نو ګټه به وکړم او که چېرته حکومتي چارواکو مې ځمکه واړوله، نو تاوان خو بې له هغې هم را په سر دی. ما کوکنار وکرل او ښه ګټه

مې وکړه.  ما يو کيلوګرام په ۳۰۰ ډالرو خرڅ کړ. که د راتلونکو دوو کلونو لپاره هيڅ شی هم ونه کرم، نو کړې ګټه به مې بس وي.»

Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists