د هلمند په ولايت کې د جايدادونو غصب د خلکو غوسه راپارلولې ده

ځايي خلک وايي بهرني او افغان سرتيري له اجازې او پيسو ورکړې پرته د هغوی کورنه نيسي.

د هلمند په ولايت کې د جايدادونو غصب د خلکو غوسه راپارلولې ده

ځايي خلک وايي بهرني او افغان سرتيري له اجازې او پيسو ورکړې پرته د هغوی کورنه نيسي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، ګل احمد احسان ليکنه

د افغانستان په سويل کې د هلمند ولايت د ځينو برخو اوسيدونکي پر حکومتي او ناتو سرتيرو دواړو پړه اچوي چې شخصي کورونه له خلکو نيسي او خاوندانو ته يې پيسې يا تاوان نه ورکوي. 

د شاه ولي په نامه د موسی کلا د ولسوالۍ يوه اوسيدونکي وويل له څو کلونو راهيسې بهرني سرتيرې د هغه په شخصي جايداد کې پراته دي او هيڅ ډول تاوان  نه ورکوي.

هغه وويل: «ما له بهرنيو ځواکونو سره څو څو ځله وليدل چې زما په کور کې اوسيږي. له هغوی مې غوښته وکړه چې يا راته [د کور] کرايه راکړي يا مې کور خالي کړي، خو هغوی راته دا وايي چې «کوښښ به وکړي» زه نه پوهيږيم چې د هغوی مقصد له  «کوښښ» څخه څه شی دی. زه له هغوی څخه هيڅ راز مرسته نه غواړم. يوازې زما له کوره دې وځي، ترڅو بېرته خپل کور ته راشم او له اولادونو سره پکې واوسيږم.»  

د هلمند په ولايتي شورا کې د نوزاد د ولسوالۍ استازي، عصمت الله اسحاق زي وويل،نړيوال پوځونه د خلکو د شخصي شتمنيو له لاندې کولو سربېره د خلکو په کروندو کې چورلکې راکښته کوي. د خپلو موټرو لپاره د سړک د جوړولو په موخه پولې ورانوی او د خلکو ځمکي ګډوډوي.

هغه وويل: «کله چې امنيت تامين شي، بهرنيان به له دې سيمو ووځي او د ځمکې خاوندان به راستانه شي. هغه مهال به د خپلو جايدادونو په اړه له يو بل سره لاس او ګرېوان وي.» 

اسحاق زي وويل، ځايي استوګن د خپلو [کورنو او شتمنيو] کرايو او تاوانونو د اخيستلو حق لري. د کابل حکومت بايد ددې موضوع په اړه جدي ګامونه پورته کړي. 

په نوزاد ولسوالۍ کې يو قومي مشر، چې غوره يې وبلله نوم يې پټ وساتل شي، وويل، د ناتو پوځونو د امنيتي دلايلو له مخې د ولسوالۍ عمومي سړک بند کړی. له دې امله د ځايي خلکو پر ګرځېدو راګرځېد بنديز لګول شوی او ليږد راليږد يې ګډوډ کړی چې له امله يې د لومړنيو توکو بيې لوړې شوي دي.

د افغانستان د ملي امنيت ځواکونو په ورته ډول د خلکو شتمنۍ اخيستې دي. 

د خان محمد په نامه د موسی کلا يوه اوسيدونکي وويل، حکومت نشي کولای خپلو سرتيرو ته ودانۍ جوړې کړي، هغوی شخصي کورنه او تجارتي ودانۍ نيسي.

هغه وويل: «خلک اوس له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. هغوی هره ورځ د والي دفتر ته راځي او غواړي يا يې شتمني ورکړ شي يا  کرايه ترلاسه کړي او يا يې کورونه خالي شي، خو حکومت پرې هيڅ غوږ نه ګروي.»

له دې امله چې هلمند په وروستيو کلونوکې د پراخه جګړو ډګر و، زياتره ولسي خلک د هېواد نور برخو ته تښتيدلي او خپله شتمني يې پرېښې ده. زياتره يې په پلازمېنې کابل کې د افشار په  سيمې کې مېشت شوي ، چې په خورا ناوړه حالت کې ژوند کوي.

تور خان په افشارو کې په يوې زړې خيمې کې اوسيږي او له خلکو څخه سوال کوي او خپله کورنۍ پرې چلوي. هغه د هلمند ولايت د ګرمسېر د ولسوالۍاصلي اوسيدونکی دی او هلته خپل کور او ځمکه لري.  

هغه وويل: «موږ له جګړې وتښتېدو او کابل ته راغلو. دلته له څلورو کلونو راهيسې ترخيمې لاندې اوسيږو او هيڅوک مو پاڼه نه اړوي.»

هغه وويل، يوه پلا ګرمسېر ته ولاړ ، خو کله چې کور ته ورسېد، هغه بهرنيو ځواکونو نيولی و.

هغه وويل: «هغوی اجازه رانه کړه، کور ته مې نژدې شم. هغوی راته د بام له سر څخه د ټوبک شپېلۍ ونيوله. د ولسوال دفتر ته  لاړم. هغوی وويل، پر بهرنيانو يې زور نه رسيږي. نهيلی پاتې شوم.»

د هلمند ولايت چارواکو د ستونزو د شتون خبره ومنله، خو ټول د کورونو د اشغال او يا د تاوان د ورکړې په اړه يوه خوله نه وو.

د هلمند والي، محمد ګلاب منګل، وويل، له موضوع څخه خبر دی او ددې پخلی يې وکړ چې حکومتي واحدونه او د ناتو تر مشرۍ لاندې د ايتلاف پوځونه [ايساف] د کورونو او کروندو په ګډون له خصوصي شتمنيو کار اخلي.

هغه وويل: «ما څو څو ځله د پوليسو او اردو قوماندانانو ته ويلي کله چې دې سيمو ته راځي بايد شخصي شتمنيو ته د زيان له رسولو څخه ځانونه وساتي، خو داسې هم شوي چې هغوی د خلکو شتمني تر خپلې ولکې لاندې راوستې او کارولې ده.»

د نوزاد د ولسوالۍ ولسوال، سيد مراد وويل، افغان او بهرنيوپوځونو دواړو شخصي کورونه نيولي، خو تر اوسه پر دې خبر نه دي، چې د دواړو لورو له خوا دې کوم چاته د کورونو او يا ځمکو پيسې ورکړ شوي وي. 

د هلمند د والی، منګل وياند، محمد داود احمدي وويل، د هغه په اند امريکايي پوځونه په منظم ډول د کورونو خاوندانو ته د کرايې پيسې ورکوي، په داسې حال کې چې ملي اردو او ملي پوليسو دا کار نه دی کړی.  

د هلمند ولايتد پوليسو مشر، محمد حکيم انګار وويل، بهرنيو او ملي پوځونو دواړو د د عملياتو په موخه د لنډې مودې لپاره کورونه نيولي او جبران يې د کورونو خاوندانو ته ورکړی دی.

انګار وويل: «موږ د ځينو سيمو کنترول ته اړتيا لرو او د هغوی د شتمنيو کرايه مو ورکړې ده. ايساف ځينې ځايونه نيولي، موږ د هغې په اړه ورسره خبرې اترې کړي او ژمنه يې کړې چې د خلکو له کورونو څخه ووځي. موږ زيار باسو چې چاته زيان ونه ورسوو.»    

د ايساف د سويل لويديځ سيمه ييزو پوځونو يو وياند وويل، ناتو پوځونو د جايدادونو کرايه نه ده ورکړې، خو هر يو مليت، چې د سرتيرو مرسته يې کړې، کولای شي «د جايدادونو له خاوندانو سره د دوه اړخيز تفاهم له مخې موافقې ته ورسيږي.»   

هغه وويل، د بېلګې په توګه «دا د متحده ايالتونو پاليسې ده چې د ځمکې يا کورونو په څېر د شخصي شتمنيو د کارونې په وړاندې کرايه ورکړې.»

نوموړي وياند وويل، داسې کومه شمېره په لاس کې نشته چې څرګنده کړي څومره کورونه نيول شوی دي.  هغه زياته کړه، زيات شمېر کورونه د متحده ايالتونو د پوځونو له خوا د لنډې مودې لپاره نيول شوی دي.

هغه وويل، که څوک [د شتمنيو] جبران غواړي ښايي له هغو پوځي يونټونو سره اړيکې ونيسي، چې د دوی شتمني يې اشغال کړې، ترڅو دا لړۍ پيل شي.

هغه وويل: «د شتمنيو خاوندان کولای شي، يو غوښتنليک چمتو کړي. هغوی د خپل ملکيت اسناد او غوښتنليک په ليکلي ډول ثابتوي. دا غوښتنليک او د ځمکې ملکيت د سويل لويديځ سيمه ييزې قوماندانۍ مشر تاييدوي  او پيسې ورکول کيږي.»

د شتمنيو نيول يوه حساسه موضوع ده چې د خلکو غوسه او خپګان راپاروي او د ياغيانولپاره ددې  فرصت ورکوي چې د هلمند له اوسيدونکو سره خواخوږي څرګنده کړي.

د نوزاد يو قومي مشر وويل: «موږ د خپلو کورونو، کروندو او سړکونو واک نه لرو. له همدې امله طالبان جنګيږي. هغوی په سمه لار روان دي. موږ بايد خپله ازادی ترلاسه کړو.» 

ګل احمد احسان په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.

Economy
Frontline Updates
Support local journalists