د هلمند پخوانی والي له کرزي سره د پړې اچولو په لوبه کې ورګډ شو

تراختلاف لاندی پخوانی چارواکی په هلمند کې د برتانويانو په شتون باندی له نيوکو کوونکو سره يوځای کيږی، خو يو شميرڅارونکی وايی، چی د تاوتريخوالي تخم د ناتو د پوځ له رارسيدو ډير د مخه هلته کرل شوی و.

د هلمند پخوانی والي له کرزي سره د پړې اچولو په لوبه کې ورګډ شو

تراختلاف لاندی پخوانی چارواکی په هلمند کې د برتانويانو په شتون باندی له نيوکو کوونکو سره يوځای کيږی، خو يو شميرڅارونکی وايی، چی د تاوتريخوالي تخم د ناتو د پوځ له رارسيدو ډير د مخه هلته کرل شوی و.

:”کله چې زه د څلورو کلونو لپاره د هلمند والې وم، ناتو يو بم هم په هغه ولايت باندې نه وغورځو اوه. نه ولسي خلک وژل شوی و اونه کومه يوه ولسوالی د طالبانو لاس ته ورغلی وه. که زه تر اوسه هلته وای، نو ډاډه يم،چی کارونه به دپخواپه څير وای.”



په حقيقت کی دې خبرو په هلمندکي چاری داسې يو حالت ته راواړلې، چی اوس د افغانستان په ۳۴ په ولايتونوکې ترټولو ناکراره ولايت هلمند ګڼل کيږی.



سره له دی چی په تخنيکی لحاظ داسمه ده، خو د پخواني والي وينا هم سړی يوڅه له لارې اړوي. ناتو د ۲۰۰۶د کال ترپسرلي پورې دلته ښکيل نه و، تر هغه چې څومياشتې وروسته شيرمحمد د نړيوالي ټولنې د فشار له امله له ولايت څخه ګوښه شو. نړيواله ټولنه د ادعا له مخې له نيشه يې توکو له مافيا سره د اخون زاده له تړاو څخه انديښمنه وه. دا هم يو انکار نه کيدونکي حقيقت رابرسيره کوي، چی په تيروکلونوکې داخوند زاده له ګوښه کيدو وروسته وضع مخ په خرابيدو روانه ده.



د لښکرګاه يو استوګن خبريال وويل:”آن يوماشوم په دې پوهيږی، چې کارونه مخ په خرابيدو روان دي.”



د افغانستان ولسمشر، حامدکرزی تيره مياشت هغه مهال يوه نړيواله غوغا رامنځته کړه، چې په داووس کې يي د نړيوالي اقتصادي غونډې په بهرکې د خبريالانو يوې ډلې ته خبرې کولې. هغه وويل: ”هلمند ته د برتانويانو په رارسيدو د ولايت بخت مخ په ځوړ شو.



هغه وويل:”دبرتانويانو تر راتګ) دمخه ټول هلمندزموږ په لاس کې و. هغوی راغلل او ويی ويل، چی ستاسو والي ښه نه دی. ماورته وويل،سمه د ه. ايا د نوموړي والي ځای ناستی لرو؟ تاسو پوره ځواکونه لرۍ؟ برتانوي او امريکايی دواړو پوځونو ماته ضمانت راکړ، چې په خپل کار پوهيږی او ما د هغوی خبرو ته د غوږ نيولو اشتباه وکړه. کله چې هغوی راغلل، طالبان ورپسې راغلل.”



له هغه وروسته کرزی له خپلو خبرو وګرځيداو ويی ويل، چې له هغه څخه ناسم نقل قول شوی دی.



شيرمحمداخون زاده د ۲۰۰۵ کال په دسمبرکې له کاره ګوښه شو.د رسنيو د خبرونو له مخی نړيوالې دپلوماتيکې ټولنې له هغه وروسته دهغه د ليرې کيدو غوښتنه وکړه،چی په دفترکې يې لس ټنه اپين وموندل شو. د داسې يو والي موجوديت چې د نيشه يي توکو په سوداګرۍ کې ژورې ريښی لري، د نيشه يی توکو په وړاندې کمپاين له هڅو سره سمون نه شي درلودلای.



د شيرمحمد د ګوښه کيدو په اړوند تر نورو لوړ غږ برتانويانو پورته کړ، چې په پام کې و د ۲۰۰۶ کال دمی په مياشت کې پوځي قومانده په لاس کې واخلي. يو برتانوي دپلومات، چې د نوم د نه څرګندولو په شرط يی له آی ډبليو پی آرسره خبرې کولې، وويل:” اخون زاده شخصا هغومره زيار وايست، ترڅو د شونتيا ترکچې په هغه ولايت کې زيات کوکنار وکري.



شيرمحمد ته د ”سزا ورکولو” پر ځاى هغه په کابل کې د مشرانو جرګې غړيتوب ته ورسول شو. په داسې حال کې چې د هغه کشر ورور، اميرمحمداخون زاده د هلمند د والي د مرستيال په توګه پاتې شو.



د ولايت نوي مشر، انجينر داود ډير ژرکنترول له لاسه ورکړ. په سيمې کې د هغه ريښې سرسرې وې. په داسې حال کې، چې هغه په هلمند کې خپلوان درلودل، هغه د کابل له خوا يو ګومارل شوی شخص بلل کيده، چې په نړيوالې پراختيا او ملګرو ملتونو کې يې مخينه درلوده.



د هغه لار د هلمند د پخواني والي، شېر محمد د ورور د ولايت د والي د غښتلی مرستيال له خوا هم ډب شوې وه.



کوم ټينګ ملاټر چې انجير محمد داود له برتانويانو څخه تر لاسه کړ، د دوو تېغو توري ته پاتې کېده. په داسې يوې سيمی کې چې برتانويان له تاريخي پلوه د چانه خوښيږي، هغه ته د بهرنيانو د ګوډاګي په سترګه کتل کيده.



دواک تشه ډير ژر پراخه شوه. د شخصي مليشو مشران چې د شيرمحمد پلويان و او د ظالمانه تکتيک له لارې يې په پرتله ييزه ډول امنيت ټينګ کړی و، يا په کورکې کيناستل او يا له طالبانوسره يو ځای شول.



کرزی په داووس کې د خپلې مشهورې وينا په ورځ کې وويل: ”ستونزه هغه مهال رامنځته شوه، چې موږ له تعويض پرته ځايی مشر له کاره ګوښه کړ. موږپوليس ليرې کړل. داښه کار نه و. امنيتي ځواکونو د ولايت په هکله پوره او لازم معلومات نه لرل.”



په عين حال د امريکا ترمشرۍ لاندی ايتلافی پوځونه د ازادی د دوام د عملياتو په نوم له مقاومت ضد غښتلي ماموريت سره د برتانيې ترلاس لاندې د ناتو په يو غونډ تعويض کړ او په لومړي سرکې يې اعلان وکړ چې هغه به سوله ساتی دفاعي ټينګ رول ولوبوي.



ياغيانو وخت له لاسه ورنه کړ او ځان يی له هغې سره برابرکړ. اوس مهال د هلمند زياتره برخې د طالبانو په لاس کې دي.



داود دولس مياشتې د والي په توګه کار وکړ او د ۲۰۰۶ کال په دسمبرکې له کاره ګوښه شو.



شيرمحمداخون زاده ويلی و،د برتانو يانو په هکله د کرزي له ارزونې سره يوه خوله دی او والي په توګه د خپل واک په پير کې په پرتله ييز امنيت او ثبات په هکله ځانته کريديت ورکوي.



هغه آی ډبليو پی آرته وويل : ”د هلمند خلکو زما ملاتړ کاو او له ماسره يې همکاري کوله. دلته زما او پلاراونيکونو حکومت کړی دی. خلکو طالبان نه پريښودل چې د پښې کيښودلو ځای پيدا کړي.”



هغه د اوسنيو ستونزو پړه په نړيوالو ځواکو او افغان حکومت دواړو واچوله. هغه وويل: ”ځايي چارواکي او ناتو بايد ترخپل منځ همکاري ولري. دا کارحياتي ارزښت لري. زه د هغوی د اړيکو په غړندوالي خپه يم. وضعه ځکه بی ثباته وه، چې هغوی نه و توانيدلي غښتلې اړيکې ټينګې کړې.”



په هلمند کی خلک له هغه سره په دې هکله موافق دي.



د هلمند يو مشهور قومي مشر، عبدالخالق وويل: ”ملاشيرمحمداخون زاده يو فعال والي و. که هغه دلته وای، نو د هلمند ولايت ليرې پرته ولسوالي، برانچه هم به د طالبانو لاس ته نه وای ورغلی.”



عبدالخالق د اخون زاده ځای ناستی د هغه په پرتله نامناسب و ګانه او ويی وويل: ”هرڅوک چې غواړي دلته حکومت وکړي بايد ونه ډاريږي. هغه بايد له ځان څخه کټاری او شګو بوجۍ راتاوی نه کړي. داناشوني ده.”



اوسنی والی، اسدالله وفا زياتره د خپل کار په ځای کې ايسار دی. وسله وال ساتونکی او اغزنيز تار يې له ځان تاو کړی دی.



دا امنيتی تدبيرونه پرځای دي. مخکينی والي، داود د ۲۰۰۶ کال د دسمبر په مياشت کې له مرګوني بريد هغه مهال ژوندی راووت، چې له دفتر بهر يي يو ځانمګری بريد کوونکی اته تنه ووژل او اووه نور يې ټپيان کړل. د ۲۰۰۸ کال په جنورۍ کې يو بل ځانمګري بريد کونکى د والي د دفتر په جومات کې د هغه مرستيال پيرمحمد له نورو شپږو تنو سره ووژل.



عبدالستارمظهري د شيرمحمد له وخت راهيسی د کډوالو د چارو ريس دی. د هغه د وينا له مخې هغه يوه زرين پېر و.



هغه آی ډبليوپی آر ته وويل:”په هغه دوره کې هرڅه خوندي و. عبدالرحمن خان د هغه مهال امنيي قوماندان په ګرمسيرکې يوازې ګرځيدای شو. ملا شيرمحمداخوند به يوازې له دوو موټرو سره د ديشو ولسوالۍ ته تللو.



نن د هلمند ولايت په سهيل کې د ګرمسير او د ديشو ولسوالي ترټولو نا امنه ولسوالۍ دي،.



مظهری په دوام وويل: ”اخون زاده يو ديني عالم و. هغه په ديني مسايلو ښه پوهيد. په زرګونه طالبان هغه ته تسليم شوي و. زه ډاډمن يم که ملاشيرمحمد اخون زاده بيرته راشي، نو د هلمند په ولايت کې به بهرنيوځواکونو ته هيڅ اړتيا نه وي. هغه مهال به بيا بمباری نه وي او ولسي خلک به نه وژل کيږي.



د ناد علي ولسوالي دچانجير د کلي اوسيدنکی، حاجی محمداکا هم د تيرو ورځو په ارمان دی.



هغه آی ډبليو پی آر ته وويل:”ملا شيرمحمداخون زاده ددې قبيلې يو مشهور شخصيت و. هغه به وکړای شي د پخواپه څير په ولايت کې امنيت راولي. هغه ټول قوماندانان له طالبانو سره يوځای شوي دي . هغه دا ټول پيژني او کولای شي اړيکې ورسره ونيسي. هغوی ښايي له طالبانو جلا شي او حکومت ته راشي او يا به په کورکې کيني. امنيت به ښه شي.”



په هلمند کې د طالبانو او حکومت ترمنځ ليکې يو څه رڼې دي. د موسی کلا اوسنی ولسوالى ولسوال چې په دې ورستيو وختونو کې دطالبانو د يو کلن کنترول نه بيرته ونيول شوه، د طالبانو يو پخوانی قوماندان دی. همداسې د هغه د امنيې قوماندان درواخله.



خو په عين حال کې له شيرمحمدڅخه د هغه ولايت يو شميرخلک ناخوښه دي، چې هغه مهال په هغه پورې د مليشو د تړلو قوماندانانو چال چلن راپه زړه کوي.



د لښکرګاه يو اوسيدونکي، تازه ګل وويل:”زه نه غواړم چې ملاشيرمحمداخون دې بيا د هلمند والي شي. نه مې هغه، هغه مهال خوښيد او نه می اوس خوښيږی. هغه د خپل ولايت پرمهال د ولايت بيارغاونې او امنيت ته هيڅ پاملرنه نه وه کړې. هغه ظالم او خپلسري قوماندانان درلودل او هغه څه يی کول، چې زړونو يی غوښتل. هغوی خلک ووژل او ويی ترهول. چېرته چې ظلم وي، هلته هيڅ شی ښه نه وي."



هغه زياته کړه:"زه دا منم، چې اوس په هلمند کې امنيت نه شته. خو د بيارغاونې زيات کارونه روان دي. اوسنی والي، وفا ښه سړی او زما په اند يو ښه والي دی."



د المپيک د کمېټې لوی مدير،غلام غوث داوري هم د اوسني والي دفاع کوي.‎ هغه وويل: "هو، دا سمه ده، چې يو څو کاله دمخه په هلمند کې امنيت د ډاډ وړ و. خو اوس سره له دې چې ناامني شته د يادولو وړ پرمختګونه هم شوي دي. زه به دا ونه وايم، چې د شېر محمد اخون وخت له اوس څخه ښه و."



داوري وويل د او سني سيمه ييز حکومت کې د بيارغاونې پروژې، د پوليسو روزنه د برتانيې تر مشرۍ لاندې د ولايتي بيارغاونې له خوا څخه د بيارغاونې او تمويل کارونه شامل دي.



محمد حسين، چې په جګړې کې د موسی کلا له ښکېلې ولسوالۍ څخه د نادعلي کرارې ولسوالۍ ته راغلی دی، وايي که چېرته پخوانې والي بېرته راشي، ښايی چې وضعه نوره هم پسې ناوړه شي



هغه وويل: "ملا شېر محد احون راده تل د قومي شخړو او ناندريو د راپورته کولو لامل و. د هغه په مهال کې د هغ سړيو د هغه له حکومتي دريځ څخه ناوړه ګټه اخيسته او زيات زيانونه يي رسولي و.هغوی داسې اور بل کړی، چې اوس يي څوک نه شي مړ کولای."



د ميرويس پاڅون د وينا له مخې چې اوسمهال د هلمند ولايت کې دوه ازادې راديوګانې چلوي او د هلمند خپلواکو ژورنالستانو مشري کوي، وايي د قومي تاو تريخوالي ريښې ډېرې ژورې ځغلېدلې دي. او اوسنۍاداره د هغې په له منځه وړلو کې بېوسه دی.



هغه آی پي آر ته وويل: "خلکو ته په دې سيمې کې قومي ريښې تر هر څه بل څه زيات اهميت لري.قومونه له هغه چا سره مرسته کوي، چې استازيتوب يې کوي. هغوی خپل دوست او دښمن پيژني."



هغه وويل، اوسمهال: "د هلمند ولايت د خپلو خلکو له خوا، نه اداره کيږي. که چېرته ملا شېرمحمد اخون بېرته هلمند ته راشي او مرکزي حکومت هم ورسره پېژني. نو زما په اند به کارونه سم شي."



شېر محمد د عليزو په غښتلې قبيلې پورې تړلی دی، چې د هلمند د شمال زياته سيمه يی تر ولکې لاندې ده. د ولايت په نورو سترو ډلو کې بارکزي او اسحق زي شته، چې زياتره کوچنۍ ډلې يی په خپلو منځونو کې په اخ وډب ښکېل دي. ددې کارونو په هکله خبرې کېدای شي يو خيانت وي او داسې يو چاته اړتيا لري، چې د پټو خبرونو په هکله بشپړ معلومات او پوهه ولري.



عمومي وضعه د برتانويانو او حکومت ترمنځ د تاو تريخوالي له لارې نه شي ښه کېدای. هغسې چې زياتره څارونکي وړاند وينه کوي، هلمند او د هېواد پاتې برخې له تقابل له امله له تاوان سره مخامخ دي.



سياسي شنونکی احمد سعيدی وويل: "رسنيو په هلمند کې د وضعې د بې ثباتۍ په هکله په برتانويانو باندې د کرزي د نيوکو خبر ونه خپاره کړل. دې کار برتانيه خپه کړه او د ناتو نور هېوادونه يي په افغانستان باندې بې باوره کړل. برتانوي پوځونو ته مرګ او ژوبله اوښتي او ميندويي خپل زامن له لاسه ورکړي دي. نور هېوادونه داسې انګيري، چې که هغوی د شونتيا ترکچې په افغانستان کې سخت کارونه سر ته ورسوي،نو ښايي، چې له هغې سره سره بيا هم يوه ورح پړ وبلل شي. له دې امله دا توپيرونه، هرڅومره ژر چې شوني وي، له منځه يوړل شي."



د کرزي له پړې اچولو برسېره د هغه دفتر زيار باسي، ترڅو د داووس غلطي او اشتباه له منځه يو سي.



د ولسمشر وياند، همايون حميد زاده وويل: "د(ولسمشر) خبرې په بشپړ ډول ندى خپرې شوې ولسمشر يوازې د يو هېواد په هکله خبرې نه کولې. هغه يوه عمومي خبره کړې او ويلي يی و، چې موږ او نړيواله ټولنه پخوا په ګډه غلطۍ کړې وې. خو اوس هرڅه د سمېدو په مخ رواندي."



څارونکی په دې خبرو نه قانع کيږي.



سياسي شنونکي، فضل الرحمن اوريا وويل پړه د"برتانويانو په ځا دافغانستان پر دولت اچوى هغه وويل (( په تېرو شپږوکلونوکى طالبانو بغاوت پيل کړی، د نيشه يي توکو کرکيله زياته شوې اداري فساد تر ټولو لوړ شوی دی. بريتانويان دکرزى څخه نا خوښه دي او کرزی ځان په يو خطرناک حالت کې ويني. له دې امله يي په برتانويانو باندې بريدونه پيل کړي دي.))"



اوريا دا خبره نه مني، چې ګوندې برتاويان دې په هلمند کې د وضعې له امله پړ وبلل شي. هغه د ا دافغانستان کورنۍ مسوليت بولي .



هغه وويل: "هلمند له پخوا زمانو څخه د نيشه يي توکو مرکز و. والي او نورو حکومتي چارواکي په هغې کې لاس درلود.د کندهار او ارزګان وضعه هم خرابه شوې. نو پړه يي په برتانويا نه، بلکې په حکومت اچول کيږي."



سره له دې هم د افغانستان د علومو د اکادمۍ غړی او شنونکی، حبيب الله رفيع آی ډبليو پي آر ته وويل، د کرزي د نيوکو يوازينۍ ستونزه داده، چې ډيره ناوخته يي پيل کړې. هغه د افغانستان او برتانيې تاريخي دښمنۍ ته ګوته ونيوه، چې د برتانويانو په پرتله زياتره د افغانانو په ياد پاتې دي. په حقيقت کې زياتره افغانان په دې نظر دي، چې برتانويان لاتر اوسه پورې د افغانانو نه د پخواني غچ اخيستلو ته تږي دي.



برتانويانو له افغانستان سره په نولسمه او د شلمې پېړۍ په پيل کې درې ترخې جګړې کړي دي. هغوی په دې بهير کې ډير لږ څه تر لاسه کړي، خو په بدل کې يي په زرګونه عسکر له لاسه ورکړي دي.



رفيع وويل: "برتانويان دښمن صفته دي. هغوی غواړي له افغانستان څخه د پخوانيو مرګ او ژوبلو بدل او غچ واخلي."



د حکومت او برتانيې ترمنځ د سيالې ټکی د هلمند په شمال کې د موسی کلا ولسوالي وه، چې له طالبانو سره د تاودو ناندريو يو ډک اوربند و. ددې په هکله چې ددې موافقې په هکله چا خبرې اترې کړې وې، زياتې خبرې روانې وي. خو د دوه زره شپږم کال په اکتوبر کې برتا نويان له هغه ځايه په شاشول او په دې توګه د طالبانو د ورتګ لاره موسى کلا ته پرانيستله شوه .



د دوه زره اووم کال په دسمبر کې برتانوي او افغان ملي اردو له طالبانو څخه د موسی کلا د پاکولو عمليات پيل کړل. اوس حکومت د هغې کنترول تر لاسه کړی دی.د ولسوالې له مرکز پرته د هغه ولسوالۍ شاوخوا سيمي يي هم په لاس کې دي. خو څوک نه شي ويلای چې دا کار به څومره وپايي.



کرزي په داووس کې ويلي و: "يو نيم کال وروسته مو وکړای شول موسی کلا بېرته ونيسو. دا يوه غلطي وه، نه اشتباه."



اخون زاده له دې خبرې سره يوه خوله دی.



هغه وويل: "زه له هماغه پيل څخه له دې اوربند سره موافق نه وم او اوس هم دومر ه خوشبين نه يم. ما هم حکومت او هم ناتو دواړو ته ويلي و.‎، چې دا يوه غلطي وه. دا د زهرو يو ګوټ و. خو هغوی وڅکلو."
Frontline Updates
Support local journalists