د هلمند د سړک جوړولو کارونه د فساد له امله له خنډ سره مخامخ دي

چارواکو له هغه وروسته د سړک د جوړلو کار بند کړ چې د کار د ټيټ کيفيت له امله شکايتونه پورته شول.

د هلمند د سړک جوړولو کارونه د فساد له امله له خنډ سره مخامخ دي

چارواکو له هغه وروسته د سړک د جوړلو کار بند کړ چې د کار د ټيټ کيفيت له امله شکايتونه پورته شول.

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، ګل احمد احسان ليکنه

فساد د افغانستان د هلمند ولايت د بنسټيزو پروژو کارونه له خنډ سره مخامخ کړي. نوي جوړ شوي سړکونه ډېر ژر له کاره ولوېدل. چارواکو ته د کار د څرنګوالي په اړه اندېښنې پيدا شوې او د کار د بندلو غږ يې وکړ.   

هلمند په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته د افغانستان په يوه ناکراره ولايت واوښت، خو له درېو کلونو راهيسې ورو، ورو بېرته د ټيکاو او ثبات په لوري روان شو. د بيارغاونې ډېرې اړينې پروژې پکې  پرمخ ولاړې. 

د سيمه ييزو اوسيدونکو د وينا له مخې د نوموړي سويلي ولايت نوي سړکونه ښه جوړ شوي نه دي او ګومان کوي چې پيسې مفسدو قراردايانو په خپلو جيبونو کې اچولي.

د هلمند والي، محمد ګلاب منګل آی ډبليو پي آر ته وويل، د خلکو له شکايتونو وروسته چارواکو له ولايتي مرکز، لښکرګاه سره د ګرشک، ناوې او مارجه ولسواليو درېو نښليدونکو سړکونو د جوړولو کار بند کړی دی.

هغه وويل، اړوند مسؤول قرارديان به تر هغه د کار د پيلولواجازه ونه لري ترڅو يې د کار معيارونه لوړ کړي نه وي.

نوموړي زياته کړه: «د خلکو د شکايتونو له امله موږ  بايد داسې کارونه ودروو.»

منګل وويل، ګرشک ته له وړانديز شوي يوولس کيلومتره سړک څخه د څلور کيلومتره سړک د کار کيفيت د منلو وړ نه دی او بيا جوړولو ته اړتيا لري. مارجې ته د غځېدلي ۳۲  کيلومتره سړک لومړني يوولس کيلومتره هم له معياري کچې ټيت دی. پاته کار يې ځنډول شوی دی.

هغه وويل، په ناوې [ولسوالۍ] کې د اوولس کيلومتره سړک کار له دې امله بند شوی چې [د ودانولو] شرکت د تړون له شرايطو سره سم د کار د پيل د مخه پرتې خاورې او شګې نه دی ليرې کړي.

د لښکرګاه په ۴۰ کيلومترۍ کې د ګرشک د پرتې ولسوالۍ د يوه کلي اوسيدونکي، بورجان وويل، د کلي اوسيدونکي په پيل کې د نوي سړک د جوړېدو له امله د هغه په څېر خوشحال وو، خو ډېر ژر ورته څرګنده شوه چې د قير پريړوالی له دوو سانتی مترو څخه لږ و او د باران د اوبو لپاره د سړک شاوخوا ويالې او لښتې نه وو جوړ شوي. 

بورجان وويل: «د پاخه شوی سړک په ځينو برخو کې واښه شنه شوي.»  نوموړي زياته کړه، کليوالو ته څرګنده شوه چې هغه مازې يو تېر استونکی کار دی.

منګل وويل، تر ډېره بريده ستونزه په داوطلبۍ کې ده. ډيری شرکتونه د تړون د شرطونو پرځای په کابل کې له زورورو اشخاصو سره د تړاو له امله قراردادونه ګټي او د هلمند په اړه هيڅ سم او رښتوني معلومات نه لري.

د هلمند والي وويل، همدارنګه شرکتونه د ټيتې کچې ماشينري کاروي او کارګران يې لازم مهارت نه لري. کله ناکله بهرني مرستندويان هم نشي کولای په خپل وخت پيسې ورکړي.

هغه وويل، د ځايي حکومت څارنه د کار په ښه کولو کې مرسته کولای شي، خو وايي: «شرکتونو ته د قرارداد يا پيسو ورکولو پر مهال بايد په قرارداد کې وليکل شي چې هغوی دې د ولايتي چارواکو ترڅار لاندې کار وکړي. که دا کار وشي، نو په ډاډ ويلای شم چې کار به په سم ډول پر مخ ولاړ شي.»

د افغان اميد په نامه د ګرشک د سړک د جوړلو مسؤول شرکت د کار د کچې د ټيټوالي خبره ونه ومنله.   

د وحيدالله په نامه د شرکت چارواکي وويل، خلک  وار دمخه پر کار نيوکه کوي. کله چې يې وکتل قير نازکه او نری دی، نو سمدلاسه يې شکايت وکړ، خو دې ته يې ونه کتل چې د هغې دپاسه د قير بل پوښ هم اچول کيږي. 

هغه وويل: «کله چې دويم پوښ واچول شو، نو قير به ۲۵ سانتي متره پېړشي. هغه  مهال د کيفيت د ارزونې ښه وخت دی.» 

د ځايي اوسيدونکو بل شکايت دادی چې د نوو سړکونو د جوړولو کار تر يوه کاله پورې ځنډول کيږي. وحيدالله ددې کار  لاملونه امنيتي ستونزې، د مرسته کوونکو له خوا د پيسو د ورکړې ځنډ او په شخصي شتمنيو کې د خلکو له خوا د سړک د تېرولو مخنيوی وبلل.  

هغه وويل: «حکومت ته په کار دي چې د شخصي جايدادونو په اړه قانوني او عملي ګامونه پورته کړي، ځکه کله چې د چا کور يا ځمکې ته نژدې کيږو، نه مو پريږدي چې د جوړولو کار پر مخ يوسو. کله ناکله دا کار مياشتې، مياشتې ځنډ پېښوي.»

د ودانولو د دويم شرکت خاوند، چې ويې غوښتل نوم يې وانخيستل شي، ومنله چې په دې کار کې فساد خپلې لوړې کچې ته رسيدلی دی. قرارداد له يوه شخص څخه بل ته ځي او په هر قرارداد کې پيسې کميږی. هغه وويل، که چېرته د نوي سړک د جوړولو لومړی قرارداد يو مليون امريکايي ډالر بيه ولري، تر څو چې د وروستني جوړوونکي شرکت لاس ته رسيږي، بيه يې سلو زرو ډالرو ته راټيټيږي.  

هغه ووويل: «وزيران، د پارلمان غړي او طالبان هر يو په خپل وار له هرې پروژې څخه خپله، خپله ونډه اخلي. ولس او نور خلک د کار د ښه کيفيت ... تمه لري، [خو] که چېرته موږ ته د يو مليون ډالرو پر ځای سل زره ډالره  پاتې شي، نو څنګه کولای شو د ښه  او سم کيفيت کار سرته ورسوو؟» 

آن له هغه وروسته چې شرکت په کارپيل وکړي، مجبوريږي ځايي چارواکو او طالبانو ته نورې پيسې ورکړي.

هغه وويل: «دلته دولت او حکومت نشته. بهرنيان هم په همدې حالت خوشال دي، ځکه  هغوی هم له دې پروژو او قراردادونو څخه [ګټه] ترلاسه کوي.»  

په هلمند کې د فوايد عامې رئيس، عبدالقدير نصرت وويل، عام خلک هم تر يوې کچې د سړکونو د حالت په اړه مسؤول دي.

هغه وويل: «هغوی په ناقانونه ډول پر دې سړکونو درانه بارونه لېږدوي. هر سړک يو ټاکلي وزن اخيستلای شي. له دې امله ډېر ژر خرابيږي.» 

نصرت وويل، د هغه رياست ته د سړکونو د پخوانيو پروژو په اړه به خبر نه ورکول کېده. اوس يوه تخنيکي ډله لري، چې که نوی سړک معياري کچه ونه لري، نو د تسليميدو چارو ته يې غاړه نه ږدي.   

دا خبره د غلام سخي په نامه موټر چلوونکي ته د قناعت وړ نه ده، چې تل د ګرشک پر نيمګړي کنډ و کپر سړک باندې تګ راتګ کوي. دا سړک هغومره کندې، کندې دی چې هره مياشت د خپل موټر د ټايرونو بدلولو ته اړ کيږي.

هغه وويل، دا کار د هغه له وس پورته دی او له دې امله کومه ګټه په لاس نه ورځي. هغه زياتوي، د ولايت هرځای يې تر سترګو تېر کړ چې د ودانولو پيسې چېرته ورکې شوې دي.

هغه وويل: «ماته هغه خلک ښه معلوم چې تر پورن پورې يې خره نه درلوده، اوس ددې پروژو له برکته لوکس موټرونه چلوي. يوشمېر خلکو ښايسته او ښکلې بنګلې جوړې کړي، چې په سلګنو زره ډالر ارزي.»    

هغه وويل: «ولې حکومت له هغوی څخه نه پوښتي چې دا دومره پيسې يې له کومه کړي دي؟»

ګل احمد احسان په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.

Economy
Frontline Updates
Support local journalists