د هلمند اوسيدونکي کورونه څراغانوي

حکومت ته د مرستې په انتظار ستړي هلمنديان پخپله ځانته برښنا چمتو کوي.

د هلمند اوسيدونکي کورونه څراغانوي

حکومت ته د مرستې په انتظار ستړي هلمنديان پخپله ځانته برښنا چمتو کوي.

. داوبو لګولو په ويالو کې د برښنا د توليد کوچني توربينونه ماښام په کار پيل کوي. د خلکو کورنو ته تودوښه او رڼا راولي.



خلک پخپله د اوبو دا جنراتورونه چالانوي او هغې ته يي سامان الات او کارګران چمتو کړي دي. خو شکايت کوي، چې حکومت له هغوی څخه د ماليې د ورکولو غوښتنه کوي.



هلمند د کجکي د برښنا د بند له امله ښه برښنا لري، چې کندهار ته يي هم ورکوي.



د امريکا متحدو ايالتونو د برښنا د بند د بيارغاولو ستر کار په غاړې اخيستی، چې ښايي تر 500 مليونو ډالرو پورې پرې ولګيږي.



طالبانو خپل لاسونه کجکي ته رسولي دي او له حکومتي بهرنيو ځواکونو سره د هغوی د جګړې له امله د بيارغاونې کار ځنډېدلای دی. په هغې برسېره د برښنا مزي د سنګين د ولسوالۍ په څېر له يو شمېر نور ناکرارو سيمو څخه تېر شوي او زياتره د طالبانو او يا ځايي اوسيدونکو له خوا پرې کيږي. له دې امله د ولايت ټولو برخو ته برښنا نه رسيږي.



د هلمند د ولايت د مرکز، د لښکرګاه د ښار جنراتورونه هغه مهال برښنا چمتو کوي، چې حکومت د هغې د تيلو د چمتو کولو وسه ولري. خو په ښار کې زياتره وختونه توره تياره وي. آن دولتي رسنۍ زياتره برښنا نه لري، چې تلوزيوني او راديوي خپرونې وکړي.



د هلمند د برښنا د رياست مرستيال، انجنير محمد نبي د وينا له مخې د کجکي د برښنا بند اوسمهال 20 ميګا واټه برښنا توليدوي. د هغې نيمايي يي کندهار ته ځي. نوره پاتې نيمايي لښکرګاه او د ولايت ځينو برخو ته لېږدول کيږي.



هغه وويل، دا برښنا په هيڅ ډول د ولايت اړتيا نه شي پوره کولای.



نبي وويل: "د کجکي د برښنا بند له شلو ميګا واټو ځکه زياته برښنا نه شي توليدولای. د هغې سامان الات زاړه دي او زيان ورته رسېدلای دی. يوازې لښکرګاه 25 ميګا واټه برښنا ته اړتيا لري."



له دې امله په زياترو ولسواليو کې تياره ده.



نبي وويل: "موږ د هلمند هر کونج ته برښنا نه شو رسولای."



لښکرګاه ته د نادعلي څېرمه پرتې ولسوالۍ کسبه کار اوسيدونکو کارونه په خپل لاس کې اخيستي دي. د اوبوخوړ په ويالو کې يي کوچني توربينونه ودرولي او خپلو کورنو ته برښنا چمتو کوي.



د نادعلي د ولسوالۍ د چاه انجير اوسيدونکي، 35 کلن ملا عتيق الله وويل: "توربينونو زموږ ژوند رابدل کړی دی. په اوړي کې پرې بادپکي چالانوو اود ژمې پرې کورنه څراغانوو. زيات خلک تلويزونونه هم ګوري."



يو توربين 320 زره پاکستانۍ روپۍ (5200 ډالرو انډول) بيه لري. او شل کورنۍ په کې شريکيږي.



عتيق الله وويل: "دې ته پرمختګ وايي. د هر کور په بام باندې د تلويزونونو انتنونه ولاړ دي او د برښنا څراغونه د خلکو له کړکيو څخه ښکاري."



هغه شکايت وکړ، ډېر ژر حکومت د ماليي د اخيستلو په لټه کې شو.



نوموړي وويل: "حکومتي مامورينو پروسږکال درې ځلې له ما څخه پيسې واخيستې. لومړۍ پلا يي 30 زره پاکستانۍ روپۍ، دويمه پلا يي لس زره او وروستی پلا يي درې زره واخيستې. زه نه پوهيږم، چې دا پيسې د څه لپاره دي."



په هلمند کې د افغانيو پر ځای پاکستانۍ کلدارې چليږي.



د برښنا رئيس، انجنير فيض الله د خپلو مامورينو له خوا د پيسو د اخيستلو خبره رد کړه. په هغې برسېره يي آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه د خلکو له خوا د خپلو ځانونو لپاره ددې کوچنيو توربينونو د نصبولو د نوښت ملاتړ کړی دی.



هغه وويل: "موږ د توربينونو ودرول نه دي منعه کړي. موږ له خلکو څخه د هغې لپاره پيسې نه اخلو. يو شمېر توربينونه له موږ سره ثبت دي. موږ خوښ يو، چې خلک ځانونو ته برښنا چمتو کولای شي."



د نادعلي او مارجې په ولسواليو کې 41 توربينونه ودرول شوي دي او د يو زر په شاوخوا کې کورنو ته برښنا چمتو کوي. د تېرو درېو کلونو راهيسې زيات شمېر خلک خپلو ځانونو ته توربينونه ودروي. اوس دا خبره د هلمند ډېرو ليرې پرتو سيمو ته رسېدلې ده.



حيات الله، چې له خلکوسره د توربينونوپه ودرولو کې مرسته کوي، وايي دا کار پېچلی تخنيک نه لري.



هغه وويل: "ودرول يي اسان دي. توربين په هغه ځای ودروه، چې د اوبو بهير په کې قوي وي. اوبه پرې څرخوي او پرې بيا څرخ ګرځوي او د پټۍ په واسطه انجن څرخيږي او په دې توګه برښنا تولديږي."



حيات الله وويل، د هر توربين په ودرولو باندې له 15 زرو څخه تر 75 زرو کلدارو پورې مزدوري اخلي.



د نادعلي د ولسوالۍ اوسيدونکي،محمد سليم په خپل لاس جوړو شوو توربينونه څخه ښه ګټه تر لاسه کوي.



هغه وويل: "زه د مياشتې څه ناڅه 17 زره افغانۍ ګټم. 35 کورونو ته برښنا ورکوم. خو خلک د چارواکو له لاسه شکايت کوي.هغوی له دې کوچني صنعت څخه هم تمه لري."



ميراجان، چې کلي ته يي په دې نزدي ورځو کې برښنا راغلې، شکايت کوي او وايي: "حکومت له موږ سره مرسته نه کوي. پوليس راڅخه پيسې اخلي. موږ بايد هغوی ته د کال په سر 20 يا 30 زره کلدارې ورکړو."



د نادعلي دولسوالۍ يو بل اوسيدونکی، 25 کلن نجم الدين غوښتل په يوې ويالې کې توربين ودروي، خو د اوبولګولو رياست ورڅخه 30 زره کلدارې غوښتې. د فيس د ورکړې د مخنيوي لپاره هغه خپل توربين د شپې په تياره کې ودرولو.



هغه وويل: "پوليسو د شپې د ګزمې پرمهال ونيولم او لس زره کلدارې يي جريمه کړم. بله ورځ مې د اوبو لګولو څانګې ته پيسې ورکړې او هغوی راته بېرته د کار اجازه راکړه. خو هره پلا د پوليسو قوماندانان بدليږي، تر هغه توربين نه شو چالانولای، چې هغوی ته مو پيسې نه وي ورکړي."

Frontline Updates
Support local journalists