د هرات پر نوماندو د بريدونوڅپې

پارلمان ته نوماندي او پوليس تر ټاکنو دمخه په امنيت کې د پاتې راتګ له امله يو پر بل پړه اچوي..

د هرات پر نوماندو د بريدونوڅپې

پارلمان ته نوماندي او پوليس تر ټاکنو دمخه په امنيت کې د پاتې راتګ له امله يو پر بل پړه اچوي..

An Afghan votes in the 2009 presidential election. (Photo: UN Photo/Eric Kanalstein)
An Afghan votes in the 2009 presidential election. (Photo: UN Photo/Eric Kanalstein)
Wednesday, 15 September, 2010

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، شاهپورصابر ليکنه

د سياسي فعالينو وژنه، برمته او ډارول په لويديځ ولايت هرات کې د سپتمبرد ١٨ نېټې د پارلمانې ټاکنودمخه سيالۍ له خنډ سره مخامخ کړي دي.

په داسې حال کې چې نوماندې د امنيت د خونديتوب پړه پر پوليسو اچوي، امنيتي چارواکي وايي په نوموړي ولايت کې سيالۍ ته د ټولو ١٥٠ ولاړو نوماندو د خونديتوب او امنيت د تامين لپاره د اړتيا وړسرچينې نه لري، په تېره بيا چې کمپاين په ليرې پرتو ولسواليوکې ترسره کيږي.

تر اوسه په ترټولو ناوړه پېښه کې په پارلمان کې د هرات ولايت د استازې،فوزيې ګيلاني د کمپاين د ډلې پنځه تنه غړي (څلورتنه د کورنۍ غړي اويو موټر چلوونکى) د هرات ښارسهيل ته د ادرسکن په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د سترګو ليدلى شاهد،٤٠ کلن اختر محمد وويل د هغوى مړي د اګست دمياشتې په ٢٩، په داسې حال کې وموندل شول، چې لاسونه يې په دستمالونو تړلي وو او پر سرونو، لاسونو او پښو يې د ګولۍ ټپونه ليدل کيدل.

نوموړي مړي د ګيلاني د کمياين د ډلې په لسو غړو کې شامل وو، چې درې ورځې دمخه تښتول شوي وو. نور پنځه تنه وروسته خوشې شوي وو.

د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي آى ډبليو پي آر ته له وژنو وروسته وويل چې وژنه د هغه ډلې کړې ده، خو ګيلاني پر امنيتي پوځونو د بې کفايتۍ او بې پروايۍ پړه واچوله.

نوموړې د رسنيو يوې غوڼدې ته وويل: "پوليس په دې پېښوکې مازې د پېښې ننداره کوي." هغې وويل په څو ځايونو کې يې د هرات له امنيتي پوځونو او د کورنيو چارو له وزارت څخه د خپل کمپاين د ډلې د غړو په خوشې کولو کې د مرستې غوښتنه کړې، خو ګټه يې نه ده کړې.

نوموړې وويل: "ما ته پته وه چې دا پنځه تنه چېرته ساتل شوي وو.ما له امنيتي چارواکو د يوې ډلې پوليسو او څو موټرو غوښتنه وکړه، ترڅوهغوى وژغورم، خو هغوى له دې کار څخه غاړه وغړوله."

(په ټاکنو کې د ښځوپه وړاندې د پرتو ستونزو په اړه وګورئ: په هرات کې د ښځينه نوماندو په وړاندې ګرانه مبارزه)

د هرات پوليس خپله نيمګړتيا نه مني.

د افغانستان د لويديځ زون د پوليسو قوماندان، جنرال اکرام الدين ياور آى ډبليوپي آر ته وويل، د هغه ځواکونو له ټولو نوماندو څخه غوښتي دي چې په ليرې ځايونو، کلو او بانډو کې د کمپاين پر مهال هغوى ته خبر وکړي. هغه وويل دا بريدونه پر هغه چا شوي دي چې دا کار يې نه دى کړى..

هغه وويل: "مسؤوليت د هغوى پرغاړه پروت دى، نه پر امنيتي چارواکو."

ټاکنو ته د چمتووالي پر مهال په نورو بريدونو کې يوه بله پېښه شامله ده چې وسله والې ډلې د عبدالهادي جمشيدي د کمپاين پر ډلې د اګست په ٢٢ د هرات ښار په شمال کې په خپلې ولسوالۍ، کشک رباط سنګي کې د کمپاين پر مهال ډزې وکړې. په ډزو کې د جمشيدي ورور ووژل شو او دوه وسله وال ساتونکي يې ټپيان شول.

جمشيدي آى ډبليو پي آر ته وويل، چې بريد په سيمه کې د مېشتو طالب جنګياليو له خوا ترسره شوى و.

هغه وويل: "څه موده وړاندې د سيمې مشرانو راته ويلي و، طالبانو په يوې غونډې کې پرېکړه کړې وه چې د کمپاين پر مهال ما ووژني."

جمشيد ادعا کوي دا معلومات يې امنيتي ارګانونو ته ورکړي وو، خو هغوى هيڅ ګام پورته نه کړ.

په يوې بلې پېښې کې د پارلمان نوماندى، عبدالمنان نورزى له خپل دفتر څخه جومات په لاره د دوو موټرسايکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو.

د شينډنډ ولسوال، لعل محمد عمرزي وويل، پوليسو د اګست د مياشتې د ٢٨ نېټې ډزو په اړه پلټنې پيل کړي، خو تر دې دمه زيات معلومات ورته رسيدلي نه دي.

د نورزي وراره، عبدالرزاق وويل، د هغه تره د شينډنډ په زېر کوه کې د ملاتړ د ترلاسه کولو له امله ووژل شو، چې زياته برخه يې د ياغيانو په لاس کې ده.

د پارلمان يو بل نوماندى، محمد يوسف وکيل زاده وايي چې څنګه د جولاى د مياشتې په ٢٠د هرات ولايت د ګلران په ولسوالۍ کې له خپلو دوو ساتونکو سره وتښتول شو.

هغه وويل: "برمته کوونکو اته ورځې وساتلم. وروسته د ځاي مشرانو په منځګړتوب خوشې شوم."

وکيل زاده وويل، له هغه وروسته خوشې شو چې ځايي مشرانو برمته کوونکو ته په ګلران کې زما د کمپاين د ودرولو ضمانت ورکړ. نوموړي هلته خپل دفتر بند کړ، خو وايي چې په غير رسمي لارو لا تر اوسه خپل کمپاين ته دوام ورکوي.

پر نوماندو او د هغوى پر ډلو د زياترو بريدونو ګوته طالبانو ته نيول کيږي، ځکه هغوى هڅه کوي د کمپاين په وړاندې خنډونه رامنځته کړي.

د محمد حليم تره کي په نامه يو نوماندي، چې دفتر يې څه موده وړاندې الوزول شوى و، وويل: "مخالفين هڅه کوي چې پر نوماندو زور راوړي او دې ته يې اړ باسي چې له کمپاين څخه لاس واخلي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونود مرستې اداره (يوناما) تاوتريخوالى غندي او پر افغان امنيتي پوځونو غږ کوي ترڅو ټاکنو ته د سياليو په اوونيو کې بشپړ تيار سئ واوسي.

د ټاکنو خپلواک کميسون هم د ډاراچولو په وړاندې اندېښنه څرګنده کړه.

په هرات کې د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، اول رحمن رودوال وويل، کميسون تل له امنيتي چارواکو سره د غونډو پرمهال د سياسي فعالينو د خونديتوب په اړه اندېښنه پورته کړې

رودوال وويل، په داسې حال کې، چې د ټاکنو خپلواک کميسون له پوليسو هيله درلوده، "د امن چاپېريال د رامنځته کولو" لپاره له خپل ټول زور څخه کارواخلي، خو نوماندي هم بايد وپوهيږي چې په ناکراره او ترينګلي چاپېريال کې فعاليت نه کوي.

د پوليسو د لويديځ زون يو وياند، عبدالروف احمدي وويل، هغه ډاډ لري چې که پوليس وکړاى شي د ټاکنو پر ورځ لازم امنيتي تدابير ونيسي. خو دا يې ومنله چې پوليس اوسمهال تيت او پرک دي.

هغه وويل: "امنيتي چارواکي يو مناسب پروګرام لري، چې د کورنيو چارو د وزارت د جوړ شوي پلان پربنسټ د ټاکنو د ورځي امنيت خوندي کړي."

احمدي وويل، په داسې حال کې چې پوليس د نوماندو د ساتنې مسؤوليت پرغاړه لري، خو نه بشري ځواک لري او نه وسايل او تجهيزات، ترڅو د ټولو ١٥٠٠ نوماندو ساتنه وکړي په داسې حال کې چې هغوى په بېلا بېلو سيمو کې کمپاين کوي.

هغه وويل: "پوليس هره ورځ له لسو نوماندو سره د هرات لېرې سيمو ته ځي.موږ پوره سرچينې نه لرو، خو له هغې سره سره موږ دا منو چې هغوى د شکايت حق لري. ځکه هغوى ډېر کړاو ګاللى. موږ دا مسؤوليت احساسوو چې بايد له نوماندو سره يوځاى واوسو، په دې شرط چې هغوى راڅخه ددې کار غوښتنه وکړي."

هرڅوک په دې خبره نه قانع کيږي.

د هرات پوسياسي شنونکي، بصير نيکزاد وويل: "زه له دې مفکورې سره موافق نه يم چې که څوک پوليسو ته لېرې ځاى ته د سفر مهال خبر ورکړي، نو ستونزه به هواره شي. نوماندي يوازې په لېرې پرتو سيمو کې له ګواښونو سره مخامخ نه دي، بلکې د هرات په ښار کې هم له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي."

(د نوماندو د ډارولو په اړه د پخواني رپوټ لپاره وګورئ: ياغيان د افغانستان په شمال کې د ټاکنو کمپاين ګواښوي.) 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists