Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د هرات زندانيان له بند څخه بهر ژوند ته د کار او کسب د زده کړې له لارې چمتوکيږي

چارواکي غواړي بنديانو ته داسې يو کسب ور زده کړي، چې جرم ته يې د بيا لاس اچولو مخه ونيسي.
By Sadeq Behnam
Security officials tour newly-built prison facilities in Herat. (Photo: ISAF Media)

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، صادق بهنام ليکنه

د افغانستان د زندان شرايط په هماغه ابتدايي بڼې پاتې دي، خو له هغې سره سره بيا هم د افغانستان په لويديځ کې د هرات په ښارکې  بنديانو ته د داسې مهارتونو او وړتياوو په چمتوکولو کار کيږي چې بنديان له محبس څخه د وتلو پر مهال ځانته روزګار پيدا کړاى شي.

د محبس په دننه ودانۍکې محکوم شوي بنديان په يوځاى کې داسې راټول شوي چې ته به وايي خلک په اعتصاب بوخت دي. خو چې له نژدې ورشې وبه ګورې هره ډله د يو کسب په زده کړې بوخته ده. يو شمېر يې د دراوزو او  کړکيو چوکاټونه جوړوي، بله يې غالۍ اوبي او نور يې بوټان جوړوي.  يو شمېر يې دستمالونه ګنډي، خامک دوزي زده کوي او ټټاري کوي. په هرې يوې ډلې کې تر سلو پورې بنديان کار کوي.

دچارواکوپه وينا د ٢١٢٠ بنديانو اتيا سلنه، د ١٢٠ تنو ښځو په ګډون، اوس په کار بوخت دي او پيسې تر لاسه کوي..

د محبس رئيس، عبدالمجيد صادقي وايي دا نوښت د لومړي ځل لپاره د افغانستان په کچه دلته پلى شوى دى. ددې نوښت له امله بنديان خپل وخت په کار تېروي، کسب زده کوي او په دې توګه  کولاى شي له بند څخه له وتلو وروسته د کار روزګار خاوند شي.        

صادقي آى ډبليو پي آر ته وويل: "په پيل کې کـسبه کاران له محبس څخه بهر ګومارل کېدل او د پيسو په وړاندې يې خپل کـسب بنديانو ته ورزده کاوه. خو اوس بنديان پخپله د استادانو په توګه نوو بنديانو ته خپل کسب ورزده کوي. اوسمهال ټول استادان او د کسب خاوندان پخپله له هغو بنديانو څخه ګومارل کيږي، چې وړتيا او تجربه يې تر لاسه کړې وي."

د محبس رئيس وويل، خام توکي د حکومتي بودجې له لارې پېرودل کيږي. کله چې جوړ شوي توکي وپلورل شي، چارواکي د لګښت پيسې بېلوي او له پاتې پيسو څخه ٤٠ سلنه  پيسې دولت ته او ٦٠سلنه پخپله بندي ته ورکوى.

ددې کار له امله زيات شمېر بنديان له خپلو کورنيو سره مرسته کوي.

اته ويشت کلن احمد په دې ورځو کې د اړوندګروپ په مرسته يوه غالۍ واوبدله  او له هغې څخه تر لاسه شوې ٦٠ ډالره خپله ونډه يې خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو ته واستوله.  

هغه وويل: "زه به هيڅکله دا ورځ هېره نه کړم. ځکه نن مې د خپل سخت کار په پايله کې د خپل لاس ګټه واخيسته."

هغه، چې پر چاقو د يو چا د ډارونې په جرم په يو کال بند محکوم شوى دى، وايي د محاکمې پر مهال يې اندېښنه دا وه، چې هغه د خپلې کورنۍ يوازينۍ متکفل و او د هغه په بندي کېدو  به هغوى بې سرپرسته شي

درويشت کلن ګل احمد د نشه يي توکو د قاچاق له امله د خپل څلورکلن بند په نيمايي کې دى. هغه سره له دې چې مخکينۍ تجربه يې نه درلوده، اوس يو ماهر فلز کار دى. هغه د مياشتې ١١٠ ډالره ګټي او خپله کورنۍ پرې چلوي، خو دا کار غير عادلانه بولي چې د ګټې ٦٠سلنه ورکول کيږي او نور ٤٠ سلنه ترې ګرځي. هغه وايي ټول کار پخپله بنديان کوي.

د ٢٤ کلنې ګلثوم په څېر ښځينه بنديانو هم ګټور کارونه زده کړي دي. هغه د غلا يا بل کوم تاوتريخوالي له امله نه ده بندي شوې، بلکې مازې له کوره تښتېدلې، چې په افغانستان کې يو جرم بلل کيږي. [د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: د آى ډبليو پي آر د نومبر د مياشتې رپوټ ٢٠١٠ کال: افغانان د جبري ودونو له امله تېښتې ته اړ کيږي.]

نوموړې چې د نارينه د يو کميس د غاړې پر ګلدوزۍ ډېره  بوخته ښکاري، وايي د بندي کېدو فکر هغې ته د ځان وژلو په معنا و، خو اوس خوښه ده چې يو څه ګټور کار کولاى شي.

هغې وويل: "اوس ښه دنده لرم. ټول تياره فکرونه مې ورک شول. راتلونکي ته په خوشبينۍ ګورم؛ ځکه د لاسته راغلي مهارت او کسب د زده کړې له لارې کولاى شم ښه ژوند وکړم."

د محکومو مېرمنو لپاره پيسې د ژوند او مړينې تر منځ  توپير دى.

د درې پنځوس کلنې نوريې زوى د قتل په تور د خپل بند څلورم کاله تېروي. د بند په لومړيو شپو ورځو کې هغې په لارو کوڅو کې خيرات غوښته، ځکه د کور اعاشه او نفقه د هغې د همدغه يو زوى په غاړه وه. خو له کله راهيسې چې يې زوى په محبس کې کار موندلى، هرڅه ښه شوي او اوس د مياشتې ورته له پنځوسو څخه تر سلو ډالرو پورې ورليږي.    

هغې وويل: "سره له دې چې دا ډېرې لږې پيسې دي، خو د خيرات غوښتلو مخه يې راته نيولې ده."

دمګړۍ نوموړى محبس په عمومي توګه  په کال کې ١٥٠ زره ډالرو پورې  توليد لري او په پام کې دي چې دا کچه نوره هم زياته شي.

د هرات ولايت د سوداګرۍ د خونو مشر، محمد يوسف امين وويل، په محبس کې اوبدل شوې غالۍ، ورېښمين دستمالونه او خامکدوزي شوې جامې د هرات د نورو مالونو تر څنګ په بازار کې خرڅيږي او يوه اندازه يې بهر ته هم صادريږي.

په داسې حال کې يو شمېر شنونکي پر کار د ګومارلو د نوښت ستاينه کوي او وايي چې زياتره بنديان د بېوزلۍ له امله جنايتونو ته لاس اچوي، خو وايي چې يو شمېر نور يې د بښنې وړ نه دي. 

د ټولنيزو چارو کارپوه، محمد داوود منير د بيارغاونې د پروګرام ګټې او اغېزې پر ځاى ګڼي، خو په دې باور دى چې که خلک له بند څخه ونه ډاريږي، ښايي د جرمونو او جنياتونه کچه لوړه شي.

هغه دا هم وايي که جدي پاملرنه ونشي، ښايي بنديان د کار توکي غلا کړي او له زندان څخه د تېښتې لپاره يې وکاروي.

دا نظر د يوه هټيوال عبدالواحد نوري په څېر  د هرات يو شمېر نور اوسيدونکي هم تاييدوي، وايي: "خلک به د زندان له نامه څخه لړزېدل، خو اوس څوک د زندان د ميلو تر شا نه ډاريږي.  هغوى وايي، ښه ده يو څو مياشتې دلته تېرې کړي، [وړيا] ډوډۍ به هم وخوري او کار و کسب به هم ياد کړي."

د محبس رئيس صادقي وويل، دا اندېښنې بېځايه دي. بنديان په منظم ډول څارل کيږي او د کار د زده کړې پروګرام د سرغړونو کچه راتيټه کړې ده.