د نويو پوليسو روزنه يو څه وخت ته اړتيا لري

سره له دې چې د پوليسو د روزنې پروګرامونه تر لاس لاندې دي، خو ښايي پرهغوى باندې د ولس ډاډ

د نويو پوليسو روزنه يو څه وخت ته اړتيا لري

سره له دې چې د پوليسو د روزنې پروګرامونه تر لاس لاندې دي، خو ښايي پرهغوى باندې د ولس ډاډ

د آى ډبليوپي آر ليکنه شهآب آلدين تره خيل دکآبل نه

يوويشت کلنه سامعه په يو ټولګي کې د ١٩ نارينه ووپه منځ کې ناسته ده. شين يونيفورم او لوېديځ ډوله پتلون يي په ځان دى، ملا وستنى يي تر شا تړلى او وېښتان يي تر شنې خولۍ لاندې غوټه کړي دي. سامعه د کراراوښتون يوه برخه ده.

سامعه د کابل د پوليسو په اکادمۍ کې د ١٢ زرو تنو نويو روزل شويو پوليسو افسرانو د ١٤ تنو ښځينه هغو له ډلې څخه ده، چې دا اوسمهال د پوليسو تخنيکي مسلکي روزنه تر لاسه کوي.

نوموړې وايي: "زه چمتو يم، د خپل هېواد لپاره وجنګيږم. زه د خپلو همټوهيوالو په منځ کې د خوښۍ احساس کوم. هغوى زما په څېر ټول افغانان دي."

په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته افغان لنډمهالې ادارې او ملګرو ملتونو د جرمني له هېواد څخه غوښتنه وکړه، چې د هېواد د ملي پوليسو په روزنه او سمون کې لارښوونکى رول ولوبوي. د جرمني هېواد د افغانستان د پوليسو د روزنې په برخه کې اوږده مخينه لري او په اويايمې لسيزې کې يي د پوليسو د اکادمۍ د پوليسو په روزلو کې ونډه درلوده.

د سپتمبر په مياشت کې د راتلونکو ټول ټاکنووړاندې تر هر څه دمخه د امنيتي اندېښنو د لېرې کولو لپاره د شل زرو پوليسو روزنه تر پام لاندې نيول شوې ده. په دې ډله کې اته زره افسران او ١٢ زره ساتونکي شامل دي، چې بايد تر هغه مهاله لږ تر لږه لومړنۍ مسلکي روزنه تر لاسه کړي.

د افغانستان لپاره د جرمني د دولت سفير، دکتور هانس يوخيم ويرګاو وايي، د پوليسو ريفورم يو چلنج دى. يو شمېر خنډ ونه په مخکې پراته دي، چې د پوليسو د افسرانو د ثبت د مرکزي دفتر او دهغوى د پېژند پاڼو له نشتوالي او د هېواد د ملي قضايي سيستم د له منځه تللو څخه عبارت دي.

دکتور ويرګاو زياتوي، چې په هېواد کې د بانکي بنسټيز جوړښت د نه شتون له امله زيات شمېر پوليسو ته په خپل وخت معاشونه، نه ورکول کيږي.

په داسې حال کې چې د پوليسو په اکادمۍ کې زيات شمېرمحصلانو په خورا لېوالتوب د خپلې روزنې په هکله خبرې کولې، يو تن محصل، چې نه يي غوښتل ونومول شي، په څرګندو ټکو د معاشونو د ورکړې د څرنګوالي په اړه وويل: "د نړيوالو روزنکو تر لاس لاندې روزنه تر هغې بې ګټې ده، تر څو زموږمعاشونه زيات شوي نه وي." دغه زده کوونکي وويل، چې د هغه د (کورنۍ) مياشتنى لګښت لسو زرو افغانيو ته رسيږي، په داسې حال کې چې د هغه معاش د اوو زرو افغانيو په شاوخوا کې دى. نوموړى په دې اند دى، چې که معاشونه زيات نه شي، د پوليسو افسران به د بډو اخيستلو ته دوام ورکړي. هغه همدا راز وويل، په ځينو ناحيو کې د پوليسو مامورين پخپله سرغړوونکي دي. د هغوى يو زيات شمېر پوليس نالوستي دي او له مخکنيو حکومتونو سره تړاو لري.

د پوليسو د اکادمۍ مشر، جنرال محمد موسى نعيمي وردګ مني، چې له ١٩٩٢ کا ل راهيسې: "زيات شمېر نالوستي او بې تجربې خلک، چې د بېلابېلو تنظيمي ډلو استازيتوب کوي، د پوليسو په ليکو کې ورننوتي دي." خو هغه ټينګار وکړ، چې: "په پخوانيو رژيمونو پورې تړلي پوليس به له کاره ګوښه شي او نوي روزل شوي پوليس به د هغوى ځايونه ونيسي."

دا به د يو افغان اوسېدونکي لپاره زيات کلونه ونيسي، ترڅو په پوليسو باندې يو ځل بيا ډاډ پيدا کړي. د کابل يو اوسېدونکى ٤٠ کلن الهام وايي: "(مخکې) پوليس ورزل شول، چې د دوو لسيزو لپاره شوکه او غلا وکړي. اوس که د لسو کلونو لپاره وروزل شي ګټه به ونه کړي."

په کابل ښار کې د سړک د غاړې يو پلورونکى ٣٠ کلن شېرزمان ددې کيسه کوي او وايي، چې څنګه د خپلې ورځنۍ ګټې يوه برخه له پوليسو سره نيمايي کوي، تر څو اجازه ورکړي، د سړک پرغاړه سودا وپلوري. هغه وايي: "موږ به د ٢٠٠ تنو په شاوخوا کې پلورنکي يو، چې د سړک په غاړو سودا پلورو. هر يو د ورځې شل، شل افغانۍ پوليسانو او په دې اندازه ترافيکانو ته ورکوو، تر څو مو پرېږدي هلته سودا وپلورو."

د جرمني د هېواد تر څنګ، متحده ايالتونه او نور هېوادونه هم د پوليسو د روزنې پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

د جرمنانو پروګرام پنځه کاله وخت نيسي. ددې پروګرام له مخې يو پوليس يو کال روزنه تر لاسه کوي او بل کال په ساحه کې عملي کار کوي. په همدې توګه هغوى د افسرانو لپاره د لنډې مودې کورسونه هم جوړوي. د کابل د روزنې په مرکز کې اته اوونيز بنسټيز، د لارښوونې د پراختيا څلور اوونيز، د نالوستو افسرانو لپاره څلور اوونيز او د نويو زده کړو لپاره دوه اوونيز کورسونه شته. د هېواد په نورو برخو لکه ګردېز، کندهار، کندز او مزارشريف کې د اتو اوونيو د روزلو کورسونه هم جوړ شوي دي. په پام کې دي، چې ورته کورسونه په هرات او باميانو کې جوړ شي. ځينې څارونکي د لنډې مودې کورسونو ته د شک په سترګه ګوري.

د متحده ايالتونو يو چارواکي وويل، تر سپتمبره پورې د روزل شويو پوليسو شمېر د افغانستان دحکومت د غوښتنې له مخې شوى دى، تر څو د خوندي او ډاډمنو ټاکنو لپاره د اړتيا وړ ځواکونه وروزل شي.

د کابل ښار د پوليسو د اوومې امنيتي حوزې آمر، عليجان عسکريار وايي، دهغه ٤٠ تنو پوليسو لا دمخه په دې روزنيز پروګرام کې ونډه اخيستې ده. هغه وايي، په دې هيله دى، چې يوه ورځ فساد ته د پاى ټکى کېښول شي، خو دا مني،چې دې کا رته ډېر وخت په کار دى. هغه وايي، دهغه افسرانو په خپله اړونده ناحيه کې خلکو ته دا په ډاګه کړې، چې که څوک پوليسو ته بډې ورکړې، نو سزا به وويني او که پوليس بډې واخلي، نو له کاره به ګوښه کړاى شي.

د اوومې ناحيي يو اوسېدونکي وايي: "د مخکيني رژيم پوليس بې تجربې و، هر څه يي چې زړه غوښتل هماغسې يي کول." هغه زياتوي: "اوس پوليس مخ په ښه کېدو دي او باور لري، چې د روزنې پروګرامونه د امنيت د ټينګولو لپاره ګټور دي.

دافغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې تر منځ د ملي پوليسو په يو ٥٠ زره کسيز ځواک او ١٢ زره سرحدي پوليسو په جوړولو موافقه شوې وه، چې د ٢٠٠٥ کال تر پايه بايد جوړ شي.

خو آن دکتور ويرګاو په د ې باور دى، چې: " دا موده (د دومره شمېر پوليسو د روزنې لپاره) ډېره لنډه ده. دا کار د ٢٠٠٦ کال تر پايه پورې شونى دى."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists