د نجونو زده کړه د افغانستان په سوېل ختيځ ولايت کې ټکنۍ ده

د نجونو زده کړه د افغانستان په سوېل ختيځ ولايت کې ټکنۍ ده

د کاغذ پر مخ داسې بريښي چې گوندې د افغانستان سوېل ختيځ ته په پروت، پکتيا ولايت کې به د نجونو زده کړه موجوده او ښه پر مخ روانه وي.

د رسمي شمېرو پر بنسټ له څلورو برخو څخه درې برخې نجونې خپلې زده کړې تر پايه نشي رسولای او په نيمايي کې يې پرېږدي.

د ا د ښځو د زده کړې په وړاندې د تعصب يوه څرگنده او برالا بېلگه ده، خو کله ناکله د امنيتي ډار له امله هم په دې ناکراره ولايت کې ورته پرېکړه [د زده کړو نيمگړي پريښودل] نيول کيږي. د افغانستان په يو زيات شمېر نورو برخو کې هم دا ستونزه موجوده ده.    

د پکتيا په ولايت کې په ښوونځيو کې د شاملو نجونو شمېره څلوېښت زرو ته رسيږي، چې له دې شمېرې څخه يې يودېرش زره تنه له لومړي څخه تر پنځم ټولگي پورې لوست لولي. سږکال د ولايت په کچه ټول ټال١٢٠ تنه زده کوونکي تر وروستي ټولگي [١٢] پورې رسېدلې دي. پروسږکال ٧٥ تنو تر دولسم ټولگي پورې ښوونځي ته دوام ورکړ، چې له هغوی څخه ١٥ تنو يې لوړو زده کړو ته لاره پيدا کړه.

د ولايت په مرکز کې د گردېز ښار د يوې ليسې د شپږم ټولگي زده کوونکې، جميله وايي، کورنۍ يې د ځاځي اريوب له ولسوالۍ څخه دلته کوچېدلي چې موږ لوست ولولو. هغې وويل، په پلرنۍ سيمه کې يې خلک له شپږم څخه تر اتم ټولگي وروسته د نجونو زده کړه د شرم کار بولي.   

همدارنگه کورنۍ وايي د خپلو خپلوانو او د همزولو کليوالو د کورنيو د پېغورونو له امله دې ته اړ کيږي، د خپلو غټو نجونو په وړاندې خطر په پام کې نيسي. روان بغاوت هم خپل اغېز لري. همدا راز د بېلابېلو پښتني کورنيو تر منځ د تربگنيو له امله د تښتونې او برمتې ډار هم موجود دی. 

د پوهنې چارواکي دې موضوعگانو ته په پام د نجونو لپاره د زده کړې بيړني پروگرامونه رامنځته کړي دي. په گردېز کې د دې پروگرام مشره، ماهره احمدزۍ وايي په پروگرام کې شاملې نجونې ددې پروگرام د ارزښت ستاينه کوي او چې له شپږم ټولگي وروسته ورته دوام نشي ورکولای، خپه کيږي.

داود خان په پکتيا کې د آی ډبليو آر له خوا د رادېو په څانگه کې روزل شوی خبريال دی.


Afghanistan
Women
Frontline Updates
Support local journalists