د ميدان وردګو ولايت د ښوونکو د کمبودله ستونزوسره مخامخ دى

زده کوونکي د وړ ښوونکو، درسي کتابونو او دسپلين له نشتوالي څخه شکايت کوي، چې د ښووني اوروزنې لپاره اړين دي.

د ميدان وردګو ولايت د ښوونکو د کمبودله ستونزوسره مخامخ دى

زده کوونکي د وړ ښوونکو، درسي کتابونو او دسپلين له نشتوالي څخه شکايت کوي، چې د ښووني اوروزنې لپاره اړين دي.

Friday, 19 February, 2010
.



نوموړي شکايت وکړ: "په ښوونځيو کې درسي کتابونه نشته." هغه زياته کړه، نه مسلکي ښوونکي شته، نه د سوبتيا (حاضرۍ) کتابونه او نه نظم او دسپلين.



د مېدان وردګو ولايت زياتره زده کوونکي د هغه په څېر شکايت کوي. نوموړى ولايت له کابل څخه يوازې ٢٥ کيلومتره وړاندې پروت دى. هغوى وايي په ښوونځيو کې د پوهو ښوونکو، د زده کړې مناسبو منابعو او دسپلين نشتوالي ښوونه او روزنه په ناوړه توګه اغېزمنه کړې ده.



عبدالله پوښته کوي: "په هغو ښوونځيو کې به څه زده شي، چې ښوونکي يې له زده کوونکو څخه زيات نالوستي (بېسواده) وي؟"



د ميدان او وردګو ولايت د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي او طالبانو مرکز و، چې لا تر اوسه پکې شتون لري. د حکومتي او مخالفو ځواکونو تر منح نښتو او د هغې له امله ولسي خلکو ته اوښتي مرګ ژوبلې، د منابعو د نشتوالي په ګډون، د نوموړي ولايت په اتو ولسواليو کې د ښوونې او روزنې سيستم ډېر سخت ځپلى دى.



د ميدان وردګو د پوهنې رئيس، حفيظ الله وزيري وويل: "زيات شمېر مسلکي ښوونکي يا له ولايت څخه تللي دي، يا د جګړو پرمهال شهيدان شوي دي او يا د اقتصادي ستونزو له امله په بهرنيو موسسوکې کار کوي."



وزيري آى ډبليو پي آر ته وويل په دې ولايت کې ٣٣١ ښوونځي فعاله دي ، ٤٣٧٥ تنه ښـوونکي لري . هغه وويل چې د روزل شوو کارکوونکو د نشتوالي له امله ستونزې راپيدا شوي دي. له پورتني شمېر څخه يوازې ٥١٠ تنه ښوونکي لوړې زده کړې لري.



د پوهنې وزارت مرستيال وياند، عطامحمد قانع وويل، د مسلکي ښوونکو ستونزه په ټول هېواد کې موجوده ده. په افغانستان کې د ١٧٥ زرو ښوونکو له جملې څخه اويا سلنۍ ښوونکي د ښوونکو د روزنې له موسسو څخه فارغ شوي دي، په داسې حال کې چې يو شمېر مازې تر شپږمو ټولګيو پورې زده کړه کړې ده.



د ښوونکو د روزنې د انستيتوت يو ٢١ کلن زده کوونکي آى ډبليو پي آر ته وويل، هغه راتلونکي کال ته فارغيږي، خو لا تر اوسه د تدريس په اړه هيڅ نه پوهيږي.



هغه وويل: "زموږ د ښوونکو د روزنې په انستيتوت کې درس نشته. د چا، چې څه خوښه وي، هغه کوي. د ادارې له خوا کومه څارنه نشته. ښوونکي په خپل وخت نه راځي. که کله چېرته کومه چاودنه وشي، نو څو ورځې د ښوونکو د روزنې انستيتوت او ښوونځي تړلي وي. کشکې له لومړې سر څخه مې کومه بله دنده پيل کړى واى!"



قانع وويل، په پام کې دې چې په راتلونکي کال کې زيات شمېر مسلکي ښوونکي ميدان وردګو ولايت ته وروپېژندل شي. په هرې ولسوالۍ کې به د ښوونکو د روزنې يو مرکز جوړ شي. درسي کتابونه هم چاپ شوي او په راتلونکي کال کې به په ښوونځيو کې موجود وي.



د نوموړي ولايت د ښوونکو د روزنې د انستيتوت رئيس، قاري عبدالصمد احمدي وويل، هغوى د زده کوونکو د روزنې لپاره وړ شرايط نه لري. انستيتوت پروسږکال خپل يو شمېر ښوونکي د تدريس د نوو ميتودونو د زده کړې لپاره درېو سمينارونو ته ورليږلي وو.



هغه وويل له دوو کلونو راهيسې د ښوونکو د روزنې په نوې ودانۍ کار روان دى. په نژدې راتلونکې کې به بشپړه شي. د ټولګيو لپاره کرايي کورنه نيول شوي دي، چې د هغه په وينا د بېنظمۍ لامل شوي.



قانع آى ډبليو پي آر ته وويل، د ودانۍ کار د امنيتي ستونزو او د ژمي د يخنۍ له امله ټال شوى و، خو په راتلونکي پسرلي کې به بشپړ شي.



زده کوونکي په دې خبرو نه غوليږي.



د يو ځايي ليسې د دولسم ټولګي زده کوونکي، محمد وويل: "هر کال د مسلکي ښوونکو د ګومارلو، په خپل وخت د درسي کتابونو د وېش او د ښوونځيو د ودانيو په اړه وعدې ورکول کيږي، خو تر اوسه يې عملي بڼه نه ده غوره کړې. پر چا باور وکړو؟ ځکه چارواکي وايي يوڅه او کوي بل څه."



د زده کوونکو ميندې او پلرونه هم له وضعې څخه خپه دي.



په همدې ښوونځي کې د يو دولس کلن هلک پلار آى ډبليو پي آر ته وويل: "کله چې مې زوى له ښوونځي څڅه راشي، نو پوښتنه ترې کوم چې څه شى يې زده کړى دى. هغه وايي، پلاره، دوه ساعته درس مو ولوست. په نورو ساعتونو کې ښوونکي رانغلل. څه فکر کوې زده کوونکي به څه شى ياد کړي چې په شپږو ساعتونو کې دوه ساعته لوست ولولي؟ دا لا هم څرګنده نه ده چې هغه دوه ساعته يې څنګه درس لوستى دى؟"
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists