Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د ميدان وردکو په ولايت کې پر ښوونځيو د جگړې تمرکز

په مناظره کې [د زده کړې] سيستم ته پر اوښتې زيان خبرې وشوې.
By Mohammad Hamid Hashimi

د ولايت په مرکز، ميدان ښار کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې د وينا والو په وينا د جګړې د دوام، بېوزلۍ او محافظه کارو دودونو له امله د افغانستان په مرکزي ولايت، ميدان وردکو کې ماشومان زده کړې ته له رسېدو څخه بې برخې دي.

شاوخوا سلو تنو ځايي اوسيدونکو د دې فرصت ترلاسه کړ، په نوموړې مناظره کې چې د دسمبر په ٣١  نېټه د تابش په خصوصي پوهنتون کې جوړه شوې وه، د پوهنې له چارواکو او فعالانو څخه پوښتنې گروېگنې وکړي.

د نوموړي ولايت د ولایتي شورا مرستيال، شريف الله هوتک وويل: «په مېدان وردکو ولايت کې ښوونځي د جگړې تمرکز دی. دغه کار د زده کړې سيستم ته نه جبران کېدونکی زيان رسولی دی. د پوهنې رياست زيار باسي چې ښوونځي پرانستي او فعال وساتي، خو د جگړې او د امنيت د نشتوالي له امله زيات شمېر نجونې نه غواړي ښوونځيو ته لاړې شي.»

نوموړې په دوام وويل، ماشومان په جگړې کې د ښکيلتيا له خطر سره مخ دي.

هغه وويل: «کله چې يوه نجلۍ له کوره وځي او ښوونځي ته ځي، د طالبانو او امنيتي ځواکو دواړو له خوا د دې تضمين نشته چې بېرته به ژوندۍ کور ته راشي. که چېرته حکومت ښوونځيو ته څېرمه امنيتي پوستې جوړې نه کړي، مخالفان به په ښوونځيو کې مورچلې ونه نيسي. هره ورځ مخالفان ښوونځيو ته نژدې سترگې په لار پراته وي.»

د ميدان وردکو د ولايت د پوهنې رئيس، فضل الرحمن طارق اعتراف وکړ چې پرمختگ ډېر محدود دی. 

هغه وويل: «د تېرو پنځلسو کلونو راهيسې زموږ رياست ونشو کړای د ميدان وردگو په زياتو سيمو کې د نجونو يوه ليسه جوړه کړي. د ميدان وردگو د نهو ولسواليو په ډله کې د رې ولسوالۍ د نجونو ليسه نه لري. نورې ولسوالۍ د نجونو يوه يا دوې ليسې لري.»

طارق وويل، په دې ولايت کې ټول ٤٨١ ښوونځي موجود دي. نژدې ١٧٠٠٠ زده کوونکي په لوست بوخت دي. په دې ډله کې ٥٠٠٠ نجونې هم شاملې دي. هغه زياته کړه، شاوخوا ٥٠٠٠ ښوونکي شته چې يوازې ٣٠٠ تنه يې ښځينه دي.

د کابل لويديځ ته ٣٠ کيلومتره وړاندې د ميدان وردکو ولايت شاوخوا ٩٠٠٠٠٠ نفوس لري.

د مناظرې د برخوالو څو تنو د پوهنې پر رياست نيوکه وکړه چې نشي کولای د ولايت لرو پرتو سيمو ته ځان ورسوي.

د پوهنتون محصل، رفيع الله ارمان وويل: «دا د پوهنې د رياست مسؤوليت دی، په هغو سيمو کې له خلکو سره ليده کاته وکړي چې زده کړې ته لاسرسی نه لري.»

طارق په ځواب کې وويل، ځايي خلکو ته په خپل وار پکار دي له چارواکو سر اړيکې ولري چې په خپلو سيمو کې د زده کړې مرکزونه زيات کړي. 

هغه وويل: «موږ د پاليسۍ له مخې د دې اجازه نه لرو چې په خپله خوښه چېرته ښوونځي جوړ کړو. خو که څوک موږ ته راشي، موږ بشپړې همکارۍ ته چمتو يو او ټول هغه تاسيسات يې په واک کې ورکوو چې له موږ سره موجود دي. دا د خلکو اخلاقي او معنوي مسؤوليت دی چې له خپل حکومت سره مرسته وکړي، ترڅو موږ د هغوی په سيمو کې لومړني ښوونځي منځنيو ښوونځيو او ليسو ته لوړ کړو. موږ خپلې تگلارې لرو او که خلک د پوهنې رياست ته مراجعه وکړي، تاسو ته ډاډ درکولای شم چې غږ به يې واورېدل شي. موږ د هغو ټولو خلکو غوښتنليکونه منلي چې له موږ څخه يې د ښوونځيو د جوړولو غوښتنه کړې ده.»

د تابش د خصوصي پوهنتون رئيس، ميرويس هاشمي هم وويل، ځايي خلکو ته پکار دي چې گام پورته کړي. 

هغه وويل: «موږ نشو کولای د ښوونې او روزنې په برخه کې د ټولو موجودو ستونزو پړه د پوهنې پر رياست واچوو.» هغه زياته کړه، بېوزلي، د امينت نشتوالی او محافظه کاه ټولنيز دودونه هم خپل اغېز لري.

«موږ ښايي دا حقيقت له ياده ونه باسو. بايد يوازې د پوهنې پر رياست پړه وانه اچول شي. نور زيات لاملونه شته چې زده کړې ته يې د خلکو لاسرسی محدود کړی دی.»

نوموړې يادونه وکړه، په ځانگړي توگه نجونې د ميدان وردگو ولايت په ډېرو برخو کې آن د بنسټيزې زده کړې له حق څخه بې برخې دي. چېرته چې ښوونځي شته او نجونې له ليسو څخه فارغيږي د امينتي، اقتصادي او فرهنگي خنډونو له امله هغوی نشي کولای په پوهنتونونو کې د شامليدو ازموينې ورکړې.  

د بشري حقونو فعال، قدرت الله ځواک وويل، کله چې نجونې له ښوونځي فارغې شي، ژر وديږي. دغه کار د زده کړو د دوام په برخه کې د هغوی په وړاندې لوی خنډ جوړوي. د مخالف جنس د يوځای زده کړې په اړه هم اندېښنې موجودې دي.

بله موضوع د ولايت په ځينو برخو کې د زده کوونکو په وړاندې پرته ستونزه د مخالفانو واک دی.

هوتک وويل: «د طالبانو تر لاس لاندې سيمو کې زده کوونکي اجازه نه لري چې د لوست دولتي کتابونه ولولي. طالبانو د ښوونځيو چارواکو ته امر کړی چې د هغوی له وينا سره سم تعليمي نصاب تطبيق کړي.»

نوموړي په دوام وويل، دغه کار نجونې له ده کړې څخه جلا کړي دي.

«طالبان د هلکانو په ښوونځيو کې لاس وهي او ښوونکو ته اجازه نه ورکوي چې عصري يا ټولنيز مضامين تدريس کړي.»

رحمان دا خبره وننگوله، ويې ويل: «طالبان د ښوونځيو ټاکلي نصاب نه لري. هغوی امر کړی چې د اسلامي زده کړو په نامه يو مضمون دې په ښوونځيو کې ولوستل شي، خو حکومتي نصاب ډېر پرمختللی، عصري او اصلاح شوی دی.»