د موسې کلا راتلونکې به څه ډول وي؟

(د هلمند ولايت) شمال ته په دې پرتې ولسوالۍ کې واکمن طالبان ډاډمن دي، چې د ژمي پر مهال به د هلمند ولايت نور پاتې برخې ته ځانونه ورورسوي.

د موسې کلا راتلونکې به څه ډول وي؟

(د هلمند ولايت) شمال ته په دې پرتې ولسوالۍ کې واکمن طالبان ډاډمن دي، چې د ژمي پر مهال به د هلمند ولايت نور پاتې برخې ته ځانونه ورورسوي.

.



هغوی د حکومتي پوليسو اوامنيتي ځواکونو د موټرونو په څېر په شنو، خاکي او سپين رنګه موټرونو کې سپاره و. يوازينی توپير يي داو، چې په هغوی کې د طالبانو پياده سرتيرې و، مظبوط، او په هيبتناکو څېرو کې د موټرو شاته ناست و.



هغوی مروړلې، زياتره تور رنګه، پګړۍ په سر او لينګي يي د موټرو دواړو خواووته زنګېدل. په لاسونو کې يي کلاشينکوفونه، ماشينګڼې او آن راکټ لانچرونه نيولي و.



يو طالب ماته وويل، زياتره دا موټرې يي له حکومت څخه نيولي دي.



ما د هغوی قوماندان ښار ته دتګ پر مهال وليد. هغه بېوسلې و. لکه چې نه يي غوښتل د چا پام ورته واوړي. هغه په هلمند کې برتانوي سرتېرو ته نه پاتې کېده، چې هيڅکله بېوسلې نه ګرځي.



هغه زما پوښتنو ته ژر، ژر ځواب راکړ او آن خپل نوم يي راته وښود. د هغه نوم "انقيادي" و. هغه ماته اجازه راکړه، چې عکس يي واخلم، خو کله چې د کمرې مخې ته ودرېد، نو مخ يي په تور خړ رنګه دستمال پټ کړ.



هغه وويل: "د هلمند ولايت پنځه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې دي. له لښکرګاه او د نورو ولسواليو له مرکزونو پرته نورې برخې هم د طالبانو ځمکه (قلمرو) ده. هلته برتانوي او افغاني ځواکونه په لږه برخه باندې کنترول لري."



هلمند 13 ولسوالۍ لري او آن حکومت ددې پخلی کوي، چې لږ ترلږه څلور هغه د طالبانو په لاس کې دي. دې ولسواليو ته تګ او راتګ له طالبانو له خوښې وروسته کېدای شي.



هغسې چې طالبان بهرنۍ موسسې "خپلې" سيمې ته نه پرېږدي، نو له دې امله نوموړو ولسواليو ته د مرستو لېږدول له خنډ سره مخامخ شوي دي. په سپتمبر کې چې حکومت غوښتل د ګوزڼ د واکسين په پروګرام پيل وکړي، نو له طالبانو څخه يي په دې سيمو کې د واکسين د کولو اجازه تر لاسه کړې وه.



انقيادي وويل: "موږ له خلکو سره پخپله مرسته وکړه. څنګه چې واکسين د ماشومانو لپاره و، نو ځکه مو د هغه پروګرام له پرمخ وړلو سره موافقه وکړه. له دې پرته دلته د ناحکومتي موسسو هرکلی نه کيږي."



د ماشومانو په اړه د طالبانو اندېښنه د ښوونځيو له پرانيستلو سره مرسته نه کوي. په موسی کلا کې له يو څو لومړنيو ښوونځيو پرته نور ښوونځي فعال نه دي.



انقيادي وويل: "دا ځکه چې تعليمي نصاب بدل شوی دی. که چېرته زوړ نصاب وکاروي، نو موږ به يي مخه ونه نيسو."



طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال له زده کړې څخه خپل ځانګړی تعبير درلود. آن د ماشومانو له خوا د کتاوبنو لوستل بايد د هغوی له فکر او فلسفې سره سم وي. لکه "الف" د الله، "ج" د جهاد په توګه.



د طالبانو د کنترول له امله د موسی کلا سهيل لويديځ ته د کجکي د برښنا د بند پروژه هم وځنډول شوه.د امريکا متحده ايالتونه زيار باسي، ترڅو دا بند ورغاوي، ترڅو دهغه ولايت برښنا ښه کړي.



انقيادي کجکي بند ته تلونکي سړک ته ګوته ونيوه. هغه وويل: "ددې سړک جوړول د امريکايانو تر لاس لاندې دي. خو موږ به يي هيڅکه پرې نه ږدو، چې جوړ يي کړي."



نوموړی قوماندان ډاډمن برېښېده، يانې څه چې طالبان وغواړي، هغه کولای شي.



هغه وويل: "پروسږکال مو چريکي جګړې کولې. سږکال به جبهه يي جګړې پيل کړو. زموږ ليکې دومره غښتلې دي، چې بهرنيان به يي هيڅکه هم کمزوري نه کړي. بهرنيان په موسی کلا باندې د لويو بريدونو خبرې کوي. موږ هغې ته چمتو يو. يوازې په موسی کلا کې موږ 2050 تکړه وسله وال جنګيالي لرو. موږ ته له بريد سره مقابله ډېره آسانه وي. موږ غواړو دا ژمی ټول هلمند ونيسو."



داسې نه بريښي، چې حکومت دې د طالبانو او د هغوی له زياتيدونکي ځواک سره د مقابلې په چل وپوهيږي.



د هلمند د امنيه قوماندان، حسين انډيوال ددې خبرې پخلی وکړ، چې د هلمند ولايت زياته برخه د زياتې مودې راهيسې د طالبانو په لاس کې ده



هغه وويل: "موږ د خلکو له خونديتوب څخه د ډاډ لپاره له هغوی سيمو څخه په شاتګ وکړ. هغه مهال چې موږ هلته و، طالبان د خلکو کورونه ته تلل او هغوی يي وژل او له حکومت سره د کار کولو له امله يي د هغوی سرونه پرې کول. خو هيله من يو چې دا سيمې بېرته ډېر ژر ونيسو."



"طالبان غير انساني کارونه کوي. هغوی ولس ترهوي."



انډيوال د طالبانو په منځ کې د بهرنيو يادونه وکړه، خو نور يي څه څرګند نه کړل.



هغه وويل: "طالبانو د نورو لپاره كار کوي. هر څه چې هغوی کوي، د نورو په ګټه دي. کشکې هغوی هغسې چې وايي د خپلو خلکو او اسلام لپاره کار وکړي."



خو انقيادي بهرنيو هيوادونو ته د طالبانو د کار کولو خبره رده کړه.



هغه وويل: "موږ سره هيڅوک مرسته نه کوي. موږ خپلواک يو. پاکستان له موږ سره کار نه لري. دلته بهرني القاعده نه شته. دا مازې د طالبانو په وړاندې يو پروپاګند دی."



انقيادي د حکومت او د نړيوالو ځواکونو له خوا د زيانونو په اړه خپاره شوي رپوټونه هم ناسم وبلل. هره پلا چې يوه لويه جګړه ونښلي، نو وايي، چې د هغوی ځواکونو بې شمېره طالب جنګيالي ووژل، په داسې حال کې طالبان ادعا کوي، وژل شوي خلک ټول ولسي خلک و.



هغه وويل: "حکومت تل ناري سوري وهي، چې په عملياتو کې يي زيات شمېر طالبان ووژل، خو هغه ټول ولسي خلک وي."



انقيادي وويل، هغه او نور طالبان په کلکه وسله والې مبارزې ته ژمن دي.



هغه وويل: "موږ له دې يرغلګرو سره څو، څو ځلې جګړې کړې. دازموږ دنده ده. زموږ جهاد روان دی."
Frontline Updates
Support local journalists