د موسی کلا په هکله به بل ګام څه شی وي؟

ڼريوال پوځونه او ملي اردو په هلمند کې د کوچنۍ ولسوالۍ بيا ترلاسه کول يولوی بری بولي، خو د هغې ساتل ښايي زيات ستونزمن کار وي.

د موسی کلا په هکله به بل ګام څه شی وي؟

ڼريوال پوځونه او ملي اردو په هلمند کې د کوچنۍ ولسوالۍ بيا ترلاسه کول يولوی بری بولي، خو د هغې ساتل ښايي زيات ستونزمن کار وي.

.



رسمی شور ماشور او د رسنيو رپوټونو په دې وروستيو ورځو کې د موسی کلا جګړه د طالبانو د وروستي مرکز په توګه بللې ده. خلک داسې انګيري، چی اوس ياغيان له خپلو ټولو پياوړو مرکزونو څخه شړل شوي دي.



خو په سيمې کې موجود حقيقت يوڅه بل رازدی.



په داسې حال کې چې د افغان ملي اردو، ناتو ترمشرۍ لاندې ڼريوال سوله ساتی پوځ ،(ايساف) د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي ځواکونه او هوايي د ملاټر په ګډون ډله ييز بريد له هغه ولسوالۍ څخه د طالبانو د ۲۰۰۰ جنګياليو په ايستلو بريالی شوی، خو د اوږدې مودې لپاره د هغه سيمې ساتل ښايي ترهغه څه چې اوس يې حکومت وړاند وينه کوي، يوڅه ستونزمنه وي.



طالبان لاتراوسه هم د هلمند پراخه سيمی ترلاس لاندی لري. هغوی د ګرمسير، سنګين او ګرشک په څير مهمې ولسوالۍ ترلاس لاندې لري او يوازې د ددې ولسواليو مرکزونه د حکومت ترکنترول لاندې دي.



د موسی کلا له لاسه وتل به د ياغيانو پرمخ درنه څپيړه نه وي . نوې جګرې د کورنيو له بې ځايه کيدو او د هغوی شتمنيو ته رسيدلی زيان ښايي د افغان حکومت او د هغوی د بهرنيو متحدينو په وړاندې د ځايی خلکو حوصله تنګه کړي .



د موسی کلا اوسيدونکی ښايي زړه له کومي د فبرورۍ د مياشتې راهيسي د طالبانو له سرسخت رژيم څخه خوشحال ونه اوسي، خو په حکومت او بهرنيو ځواکونو باندې د هغوی باورښايی ډيرزيات لږ وي.



د سرورخان په نوم يواستوګن آی ډبليو پی آرته د تيليفون په ليکه وويل:



"زه په دې جګرو ډيرخپه يم . طالبان له هغوی څخه ډیر ښه دي . لږترلږ وضعه کراره وه."



"زما په اند به دا پلا بهرينان يوازې بی ګناه ولسی خلک ووژني ، لکه چې پخوا يې وژلي و... خلک له هغوی څخه تر پخوا زياته کرکه لري."



"خلکو لا له مخه له هغوی څخه کرکه درلوده. زه ډاډمن يم چې هغوی به بيرته لاړشي. هغوی به له موسی کلا ووځي او موږبه طالبانو ته پريږدی "



د مليحې په نوم يوى ميرمن د جګری له امله په موسی کلا کې د تخته بل له سيمې څخه وتلې وه او په ګرشک کې له خپل زوم سره اوسيده.



هغی وويل : "خدای دې دا امريکايان ورک کړي!"



د نور زياتو افغانانو په څير،مليحه هم د بيلابيلو بهرنيو پوځی ځواکونو تر منځ توپيرنه شي کولای او په دی نه پوهيږی چی زياتره بريد کوونکی ځواکونه د ډنمارکيانو، سلواکيانو او امريکايانو په ګدون برتانويان و.



هغې وويل " هغوی له موږ څه غواړي؟ موږ نن او سبا په يو کرار چاپيريال کې ژوند پيل کړی و. اوس بايد يو ځل بيا کوچ وکړو او له رنځ او کړاو سره مخامخ شو.



ددې ترڅنګ داسې خلک هم و، چې (له طالبانو څخه) د موسی کلا د لاسه تللو هرکلی کوي.



د چينا د کلي اوسيدونکي نجيب الله وويل: "زه ډيرخوشال يم ، چې موسی کلا د طالبانو له لاسه ووته. اوس به ښوونځي وي، پرمختګ به وي او ښه ژوند به ولرو. طالبانو به د جاسوسۍ په تور له خلکو څخه سرونه پرې کول. زه ډير ډاريدم. سره له دې چې جګره ده او بمباري روانه ده ، خواوس زه خوشحال يم."



ولايتی حکومت زيارباسي، ولسي خلک په دې ډاډمن کړي، چې په سيمې کې پاتې کيږي. د هلمند والی اسدالله وفا د ډيرو پراخو مرستو ژمنه کړې ده.



نوموړي د دسمبرپه ۱۲ خبريالانو ته وويل: "زه به موسی کلا د هلمند نورولسواليو ته يوه بيلګه ولسوالي جوړه کړم. موږ ټولو ته بښنه اعلان کړې ده. خلک بايد کورونو ته راستانه شي او په خپل ژوند پيل وکړي . زما لومړی کاربه داوي، چې يو ښوونځی جوړکړم، سړکونه جوړکړم ، وران ويجاړکورونه ورغاوم او مرکزي جومات جوړکړم. زه به په موسی کلا کې په ميلياردونو پسې ولګوم.



د سيمې خلک په نوموړو ژمنو هغومره باورنه شي کولای.



د موسی کلا يو اوسيدونکی، چې نه يې غوښتل و نومول شي، وويل: ( هغوی تل د مرستو ژمنه کوي، خو موږ هيڅکله هغه ونه ليدې .موږ د هغوی مرستو ته اړتيا نه لرو .موږ له هغوی يوازې غواړو چې ، ومو نه وژني."



دموسی کلا يو بل اوسيدونکی، ګل محمد د هغه له خبرې سره موافق دی او زياتوي: "پرون ماښام زه او زما پنڅه ملګري د موسی کلا د ولسوالۍ مرکز ته روان و. موږ هلته هټۍ لرو او غوښتل مو هغه وساتو . موږ تر ډزو لاندې راغلو او څلور ملګري مو ووژل شول . زه او بل نفر وتښتيدو او د خپلو ملګرو مړی مو پريښودل."



د ګل محمد د وينا له مخې د ولسوالی په مرکزکي زياتره هټی د ملي اردو سرتيرو لوټ کړي دي. د ملي اردو يو افسر، عبدالودود نجرابی داخبره رد ه کړه، چې د ملي اردو سرتيري به موسی کلا کې له خلکو سره ناسم چال چلن کوي.



هغه وويل :"د اردو د سرتيرو له خوا په ولسي خلکو باندې د ډزو کولو تورونه بې بنسټه دي. لوټ او تالان هيڅ نه دی شوی. که څوک دا خبره کوي، هغه د مخالفينو لډلې څخه دی."



ګل محمد د خپلو ملګرو په وژل کيدو خپه دی او داسې نهبرښي، چې د مرستو ژمنو ته دې خوشاله واوسي.



هغه په خپګان وويل: "ما له راديو څخه د حکومت د مرستې د کولو خبرې وارويدې .موږ د هغوی مرستې نه غواړو. موږ د هغوی په يوې مړۍ ډ وډۍ خپلې وژنې نه شو هيرولای."



عادي حالت ته د هغ ولسوالۍ د بېرته ستنېدو په اړه د والی خوشبيني به خلک دې ته ونه هڅوي، چې بيرته راستانه شي، لږه ترلږه هغه مهال چې جګړه ودريږي. د موسی کلا يو اوسيدونکي چې نه يې غوښتل ونومول شي، وويل: "په ولسوالۍ کې هيڅوک پاتې شوی نه دی. ټول تللی دي. موږله خپلو مالونو سره يوځای په دښتې کې اوسيږو. موږ نه پوهيږو چې په ولسوالۍ کې برتانويان دي، که حکومت. دومره پوهيږم، يو ملګری مې چې پرون ماښام په موټرسايکل سپورو، ووژل شو. هغه په پښه لګيدلی و، نه ډاکتران شته او نه روغتون چې د هغه درمل وکړي.



سره له دې چې موسی کلا بمباري شوې ده، د ولايت په ځينو برخو کې جګړه روانه ده .د دسمبرپه ۱۲ موسی کلا څخه ۶ کيلو متره وړاندې د (بېرانه) په کلي کې د حکومتي سرتيرو او طالبانو ترمنځ د جګړې رپوټونه رسيدلي و.



په زرګو نو کورنيو خپل کورونه پريښي دي او مرستو ته اړتيا لري، په تېره بيا چی د ژمي سړې شپې او ورځې دي. خو د زيات شمير خلکو د کوچ له امله به حکومت ونه شي کړای ټولو ته ورسيږی.



د کلو د بيارغاونې او پراختيا رئيس، محمدعمرقانع وويل: "درې ورځې د مخه مو يو بيړنی کميسون جوړکړ. د يوناما (افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې څانګې) او پي ،آر، ټي (ولايتي بيارغاونې ملکي او پوځي ګډې ډلې) سره يو ځای به موږ وکړای شو دوو زرو کورنيو ته مرسته چمتو کړو. په دې مرستو کې به درمل ، خواړه او د استوګنې ځای شامل وي.



اوسمهال خلک د ځان د خوندي کولو اوله يخنۍ څخه د ژغورلو په خاطر هغه څه کوي، چې وسه يې رسيږي.



د سنګين د ولسوالۍ يو اوسيدونکي وويل: "اوس د څو ورځو راهيسې خلک له موسی کلا څخه راځي . ما په خپل کورکې ۱۳ کورنو ته ځای ورکړی دی. نژدې ده، چې د ماشومانو د غالمغال له امله ليونی شم. شکر دی، چې هغوی خپل څاروي نه دي راوستي ، که نه نو خپل کوربه مې پريښی وای. هيله ده حکومت له هغوی سره ژر ترژره بيړنۍ مرستې وکړي."



د هلمند د امنيې قوماندان وايی دا ستونزې د لنډې مودې لپاره دي. هغه د دسمبر په ۱۱ خبريالانو ته وويل: "موسی کلا له يوولس مياشتو وروسته (بيرته د حکومت) لاس ته راغله . څومره چې شونې وي، هغومره ژر به ټول کارونه سم کړو."



موسی کلا د فبرورۍ په لومړيو کې د طالبانو لاس ته هغه مهال ورغلې وه، چې تراختلاف لاندي اوربند مات شو. د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر په مياشت کې برتانوي پوځونه تر يو تړون وروسته له موسی کلا څخه ووتل، چی طالبانو هم هلته دنه ورتګ ژمنه وکړه. برتانويان په درنو جګړو کي ښکيل شو او زيات زيانونه يي وځغمل.



نوموړی تړون چې با يد د قومي مشرانو له خوا پلی شوی وای، په يو بل باندې له اوربند څخه د سرغړونې د تورونو د پورې کولو له امله مات شو. د ايساف په هوايي بمبارۍ کې د يو مشهور قوماندان ورور ووژل شو. د فبروری په مياشت کې طالبان هلته راغلل او خپل حکومت يې جورکړ او لس مياشتو لپاره يي هلته سوله راوسته.



د موسی کلا نيول په هلمند کي د نړيوالو ځواکونو لپاره، لکه څنګه چې د برتانيي د دفاع وزير ورته ګوته نيولې وه: يو "مجسمه يي" ارزښت لري . په برتانويانو باندې د تړون پړه اچول شوې وه او طالبانو دا ولسوالي تر ډېره پورې ترلاس لاندې وساتله. کله چې بريد پيل شو د يايغيانو د شړلو او د هغوی د جرړو د ايستلو لپاره و خت ته اړتيا وه. ځکه هغوی د هوايي ځواک په ملاتړ د جبهه يي جنګ وړتيا نه لري.



خو اوس د خلکو د چلن او د طالبانو بيا ځان چمتوکولو او راستنيدو تګلارې په پام کې نولو سره ښايي د موسی کلا کيسه پای ته رسيدلې نه وي.



بو ځايی طالب قوماندان، عبدالرحمن وويل: ( بهرني سرتيري زموږ په وړاندې مقاومت نه شي کولای. قسم دی، چې هيځکله مې داسې احمقان نه دي ليدلي. موږ له هغوی سره لا سمه جګړه نه وه کړې. کله چې مو پرې ډزې وکړې، نو ورک شو. زموږ مجاهدين به هيځکله هم خپل مورال له لاسه ورنه کړي.



خدای مې دې له لويې خبرې وساتي. طالبانو د موسی کلا لپاره سمه جګړه ونه کړه. د طالبانو وياند، قاری يوسف احمدی د وينا له مخی هغوی (طالبانو ) ولسي خلکو ته د زيان د مخنيوي له امله تاکتيکی په شاتګ وکړ.



هغه آی ډبليو پی آر ته وويل: " موږ اندښنه لرله، چې بهرنيان به ولسوالي بمبار کړي."

د طالبانو له وتلو سره، سره هغوی له توپخانو او هوايي بمبارۍ څخه کار واخيست. د ايساف يو وياند د دسمبرپه ۱۱ په کابل کې خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې له ډیراحتياط څخه کاراخيستل شوی، ترڅو ولسي خلکو ته د زيان د رسيدا کچه ټيټه شي.



له خلکو ځخه دمرکوپه بهيرکی د جګری ډارځرګنديده.

د چينای کلی د اوسيدونکی ، زمری وايی: " قسم دی ،چی د خپلی کوچنی ماشومی کو کاری به می هيری نه شي .هغه دبمباری يو له امله ترمرګه ډاريدلی وه. د زوی به غوږونو ځخه يی وينه به ده"

" ماته پروا نه کوی ، چی موسی کلا کوم لوری په لاس کې ده ، د حکومت يا د طالبانو.



آی ډبليو پی آر ته رپوټونه رسيدلي، چی په موسی کلا کې لوېدلي، مړي د جګږې له امله په لارو او کوڅو کې پراته و او خلک د ډزو په منځ کې ښکيل شوي و. ډېرو خلکو د ۴۰ نفر د ميړينې خبری کولی، خو لاتراوسه د هغې پخلی نه دی شوی.



د توغې د کلي اوسېدونکى محمد ګل وويل: "په هرځای بمونه لوېدلي و . بهرته تللی نه شوم، نه پوهيږم، چې څومره خلک به وژل شوي وي. يو راکټ زما د ګاونډي په کور راولويد. د هغه پنځه کلنه لوراو غوا يې ورته ووژل."



د نابو اکا له کلی څخه د لاسته راغلو نورو ريوټونو له مخې يوازې په يوه بمبارۍ کې ۲۸ تنه ولسي خلک وژل شوي دي.



خو ايساف او افغا ن حکومت ټينګارکوي، چې ولسې خلکو ته لږ زيان رسيدلی دی. د افغانستان د دفاع وزارت د څلورتنو د مړينې خبره و کړه، په داسې حال کې چې ايساف يو مړی هم ونه ښود.



د ايساف د قوماندان، تورن جنرال کارلوس برانکو د وينا له مخې د ناتو دوه سرتيري د ځمکني ماين د چاودیدو له امله ووژل شوي. د ملي اردو سرتيرو ته د زيان په هکله رپوټونه، نه و. طالبانو ته د رسيدلي زيان په اړه چا خبرې ونه کړې. په داسې حال کې چې هغوی ته د دروند زيان د رسېدا خبری شوي.



د هلمند والي وويل، د موسی کلا په ولسوالۍ کې زيات ياغيان افغانان نه و. ده خبريالانو ته وويل: "زه په ټينګار وايم، چې په موسی کلا کې بهرني طالبان و او لامل هم همدغه و. هلته بهيرني طالبان و. همدارازد شمالی وزيرستان طالبان هم و. د هغوی زياتره وژل شوي دي. په نژدې را تلونکې کې به موږ د موسی کلا په ګاونډ ولسوالۍ باندې هم يريد پيل کړو."



د موسی کلا لويديځ ته د واشير پرته ولسوالي او شمال ته د نوزاد ولسوالي ترزياتی کچې پورې د طالبانو ترلاس لاندې دي.



والي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د ډار لپاره کوم دليل نشته.

هغه وويل: "زه نه شم منلای، چې خلک اندیښنه لري، موږ به دا ولسوالي د زياتې مودې لپاره و نه شو ساتلای. زه تاسوته ډاډ درکوم، چې داسې نه کيږي. اردو او بهرنی ځواکونه به ترهغه هلته پاتې شي، ترڅو پوليس امنيت ډاډمن کړي."



زه د خلکو دا انديښنه منلای نه شم، چې موږ به دا پلا ولسوالي د زياتې مودې لپاره ونه شو ساتلای. زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې داسې نه کيږي. اردو او بهرني ځواکونه به ترهغه پورې هلته پاتې شي، ترڅو پوليس د امنيت د تامين وړتيا پيداکړي.

Frontline Updates
Support local journalists