د موسی کلا د بريد په هکله مغشويت

له طالبانو څخه د موسی کلا د ولسوالۍ د نيولو لپاره د پوځي عملياتو په هکله د ناتو د وياند خبرې له توپيرونو ډکې دي.

د موسی کلا د بريد په هکله مغشويت

له طالبانو څخه د موسی کلا د ولسوالۍ د نيولو لپاره د پوځي عملياتو په هکله د ناتو د وياند خبرې له توپيرونو ډکې دي.

Wednesday, 12 December, 2007
.



نن د دسمبر په 11 په کابل کې رسنيو ته په يو خبري کنفرانس کې د افغانستان د دفاع وزارت او د ناتو تر مشرۍ لاندې نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) وويل، چې ولسي خلکو ته د زيان د نه رسيدا او سرتېرو ته له تلفاتو پرته طالبان له هغه ولسوالۍ څخه شړل شوي دي.



د هلمند والي اسدالله وفا هم رسينو ته وويل، چې موسی کلا اوس د ملي اردو او ايساف د ځواکونو په لاس کې ده.



طالبانو هم آی ډبليو پي آر ته وويل، چې هغوی ولسي خلکو ته د زيان د رسيدا او هوايي بمبارۍ د مخنيوي له امله ولسوالي پرېښې ده.



د ايساف وياند په لښکرګاه کې وويل، د سمو معلوماتو ورکول يو څه وختي خبره ده.



د ايساف وياند، ډګروال ريچار ايتون د يو خبريال پوښتنې ته چې آيا ملي اردو او ايساف د موسی کلا ولسوالي نيولې ده، وويل: "په دې شېبه کې نه. ملي اردو خپل پوځي عمليات پيل کړي دي."



ايتون وويل، ښايي مغشوشيت د ناسمې ژباړې له امله وي.



هغه وويل:"کله چې افغان حکومت ته ايساف وويل، موږ په موسی کلا کې يو، نو زموږ مانا دا وه، چې موږ د هغې څنډو ته رسېدلي يو، نه د هغې مرکز ته. ښايي دا خبره په پښتو يا دري باندې ناسمه ژباړل شوي وي."



خو د هلمند والي، اسدلله وفا په خپلې خبرې ولاړو.



هغه نن د خبريالانو يوې راټولې ډلې ته وويل: "دا ناسمه ده، چې څوک وايي موږ موسی کلا نه ده نيولې. طالبانو ماينونه اونور چاودېدونکي توکي ځای په ځای کړي دي، له دې امله موږ په احتياط مخ په وړاندې ځو."



" زه پوهيږم، ما ويلي و، چې موږ به نن حکومتي بېرغ د موسی کلا دپاسه وځړوو، ... خو د درنو بمباريو له امله مو دا کار ونه شو کړای. خو زموږ سرتيري پخپله بيرغونه دي، له دې امله ويلي شو، چې افغان بيرغ هلته دی."



د هلمند شمال ته د موسی کلا کوچنۍ ولسوالي د فبرورۍ د مياشتې راهيسې د طالبانو مرکز و، چې د هغه ولسوالۍ بشپړ کنترول يي تر لاسه کړ او خپل بيرغ يي د هغه ولسوالۍ په مرکز کې هسک کړ. ښايي دا ولسوالۍ له سمبوليک ارزښت پرته ستراتيژيک ارزښت و نه لري. د ولايت په منځومانه کې د طالبانو له خوا د يوې ولسوالۍ تر لاسه کول د حکومت او بهرنيو پوځونو لپاره يو سپکاوی ګڼل کېده.



ايساف د مياشتو مياشتو راهيسې غوښتل دا ولسوالي بېرته ونيسي. تېره اوونۍ د دسمبر په اوومه هغوی خپل پلان ته د عمل جامه ورواغوسته. د ملي اردو د سرتېرو په مشرۍ او د ايساف د ځمکني او هوايي ملاتړ له مخې نوموړ ځواکونو هغه ولوسالۍ ته پرمختګ پيل کړ.



د ولايتي بيارغاونې ځايي چارواکو ددې خبرې پخلی وکړ، چې بريد کوونکو د ولسوالۍ د ويجاړتيا د مخنيوي په خاطر ډېر ورو او په پوره پام مخکې ځي.



يو چارواکي په خصوصي توګه وويل: "خبره د طالبانو ځبېښل دي. موږ په ډېر پام د ولسوالۍ د مرکز په لور روان يو."



خو ښايي داسې څوک نه وي پاتې شوی، چې وځبېښل شي. افغان حکومت او ياغيانو دواړو له موسی کلا څخه د طالبانو د وتلو خبره وکړه.



د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي وويل. "طالبان د بهرنيانو د درنې بمبارۍ له امله له يوې مخې له موسی کلا څخه ووتل. موږ اندېښنه درلوده، چې ښايي ولسي خلک ووژل شي. طالبان نورو ولسواليو ته له بهرنيانو سره د جګړې لپاره ولاړل."



حکومت ددې خبرې پخلی وکړ، چې طالبانو د موسی کلا سهيل ته د سنګين په ولسوالۍ بريد کړی دی. د ملي دفاع د وزارت وياند، ظاهرعظيمي وويل طالبانو ته له درنو بمباريو وروسته په سنګين کې هم ماته ورکړ شوه.



د ايساف وياند، جنرال کارلوس برانکو نو په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، پوځي عمليات له لږ رسيدلي زيان وروسته بشپړ شول.



هغه وويل: "موږ په خپلو هوايي بمباريو کې له ډېر پام څحه کارواخيست. له دې امله په دې عملياتو کې ولسي خلکو ته مرګ او ژوبله نه ده اوښتې. يوازې د ناتو دوه سرتېري د ماين د چاودېدو له امله ووژل شول."



برانکو په موسی کلا کې د افغان ملي اردو د سرتېرو سرښندنه او د دندې د ښه پر مخ وړل وستايل.



د ملي دفاع د وازرت وياند، عظيمي وويل د افغان ملي اردو سرتېرو ته هيڅ زيان نه دی رسېدلای. هغه وويل، افغان حکومت او ناتو پرېکړه کړې وه، په هره بيه چې کيږي، موسې کلا به نيسي.



هغه وويل: "موږ به تر هغه په موسی کلا کې پاتې شو، تر ځو سل په سلو کې ددې ډاډ تر لاسه کړو، چې ملي پوليس د هغې د امنيت د تامينولو وړتيا تر لاسه کوي. له هغې وروسته به خپل پوځونه وباسو."



د عظيمي د وينا له مخې زيات شمېر طالبان حکومت ته اوښتي دي. هغه وويل: "موږ د خبرو تر بشپړېدو پورې نور جزئيات نه شو ورکولای."



په بريد کې د زيان د کچې د لږولو په موخه په ډېر پام د حکومت او ايساف د پوځي ګډو عملياتو انځور له موسی کلا څخه له راغلو رپوټونو سره په بشپړ تضاد کې و، چې د هغه ځای اوسيدونکي د اوونۍ زياتره برخه د بمبارۍ او توپونو له امله له ډار او ترهې سره مخامخ شوي و.



له موسی کلا څخه راغلي خبرونه له دې امله محدود دي، چې زياتره تيلفوني ليکي د بمبارۍ له امله شليدلي وې.



د ستلايټ تليفونونو له لارې يو شمېر خلکو نن د موسی کلا د وضعې په اړه معلوملات ورکړل.



د موسی کلا يو اسويدونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل: "تېرې پنځه ورځې د دوزخ په څېر وې. نن يو څه کراري ده. خو لا بمباري روانه ده. خلک ترهيدلي دي."



هغه زياته کړه، د ولسوالۍ مرکز تړلی و. خلک له ډاره له کورونو څخه، آن د اوبو او ډوډۍ په څېر اړينو شيانو د ترلاسه کولو لپاره نه وتل.



هغه وويل: "بازار تړلی دی. زه هلته يوه هټۍ لرم. زه اندېښمن يم، چې څه به پيښ شي. موږ نه پوهيږو، چې څه وکړو. په لسګونه خلک وژل شوي او ټپيان شوي دي. موږ د هغوی راټولولو ته ځانونه نه شو رسولای. موږ په هيچا باور نه شو کولای، نه په طالبانو او نه په حکومت."



يو بل ځايي اوسيدونکي، معروف ددې خبرې پخلی وکړ.



هغه وويل: "د موسی کلا د مرکزي جومات په ګاونډ کې د نابو اکا کلی بمباري شو. اته ويشت تنه ولسي خلک يوازې هلته ووژل شول. مړي لا تر اوسه د خاورو دوړو لاندې دي. د هغوی تر منځ ښځې او ماشومان و. هلته طالبان نه و."



هغه يو څه سا ونيوه او ويي ويل: "دا يوه غميزه ده، بس يوه غميزه!"



په عين حال کې داسې بريښي، چې د طالبانو روحيه لوړه وي، سره له دې چې له ولسوالۍ ايستل شوي دي.



د طالبانو يو ځايي قوماندان وويل: "موږ د موسی کلا د بېرته نيولو پلان ترلاس لاندې لرو. موږ خلکو ته ويلي، چې اندېښنه ونه کړي. ښايي په دې راتلونکو ورځو کر خپل متقابل بريد پيل کړو. موږ به تر هغه جګړه وکړو، چې بهرنيان مو پاک کړي نه وي."



د مفتي عبدالرحمن په نوم د طالبانو يو بل قوماندان آی ډبليو پي آر ته وويل: "موږ به موسی کلا له لاسه ور نه کړو. موږ اوس هغه حکومت ته پرېښې ده، خو په راتلونکي کې به يي بېرته ونيسو."



د طالبانو يو بل قوماندان، چې د 300 سړيو لرلو ادعا يي وکړه، وويل: "دا به له بهرنيانو سره زموږ وروستۍ جګړه نه وي. موږ به له هغوی سره تر وروستۍ سا پورې جګړه وکړو، ترڅو له هغوی څخه خپل هېواد پاک کړو."



ځايي خلکو آی ډبليو پي آر ته وويل، هغوی غواړي ځانته پاتې شي. ژمی راروان دی، د اوړي د ورځو په پرتله له کور او کوډۍ پرته ژوند ډېر ګران دی.



عبدالمناف وويل: "موږ بيخي پرېشان يو. دا ورځې شپې ډېرې سړې دي. ښځې او ماشومان ناروغ شوي دي. موږ له حکومت څخه (دمرستې) غوښتنه کوو."



د موسی کلا يو بل اوسيدونکی، حاجي غلام محمد وويل: "والي ژمنه کړې وه، چې ولسوالۍ ته به سوله راولي. هغه اوس چېرته دی؟ ملي اردو او ناتو په موږ بمونه اوروي. هغوی موږ په توپونو ولي."



"دا د طالبانو د ماتې په مانا نه ده. پر ځايي يي هرڅوک طالب کيږي. لطفا، حکومت ته وواياست، که غواړي چې موسی کلا ونيسئ، نو بايد د بيګناه خلکو وژل ودروئ. که نه نو ولسي خلک به له طالبانو سره ودريږي."

Frontline Updates
Support local journalists