Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د ملېشو ښځينه مشره د هلمند په يوې ولسوالۍ کې امنيت ساتي

پخوانۍ جنګيالۍ، پر دې سربېره چې د نهو اولادونو مور ده، په جګړې کې د نارينه وو د قوماندې کلونه کلونه تجربه لري.
By Gol Ahmad Ehsan
No one challenges her role as commander, however unusual it is for an Afghan woman. (Photo: Gol Ahmad Ehsan)

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، ګل احمد احسان ليکنه

دا ښکاره خبره ده چې د افغانستان په سويلي ولايت، هلمند کې، د عابدو په نامه د ملېشو قوماندانه  د څومره درناوي خاونده ده.  نوموړې د مارجې ولسوالۍ په بازار کې روانه ده، خاندي او ټوکې ټکالې کوي، سوداګر او هټيوال ورته سلام اچوی او آن يو شمېر يې د لاسونو د مچې کولو لپاره څو ګامه ورمخکې کيږي.

هغه څه چې د افغانستان په کچه دا اويا کلنه زړه ښځه د ځانګړې جنګيالۍ په توګه راپېژنی، هغه د هغې ښځې توب دی. هغې په پښتنې ټولنې کې په ښځو پورې اړوند دودونه يوې خوا ته پريښي او د جهادي جنګيالۍ اوږده مخينه لري.    

نوموړې، چې نارينه جامې يې په تن کې او ژيړه هلمندۍ خولۍ يې په سره ده، د د ېرشو تنو مليشه يي ځواک په مرسته د خپلې کورنۍ سيمې امنيت ساتي.

د نهو اولادونو دا مور کيسه کوی چې څنګه يې  په ۱۹۷۹ کال کې  پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد له يرغل وروسته خپله پوځي دنده پيل کړه. نوموړې اته کاله د خپل جهادي مېړه تر شهادت پورې له هغه سره اوږه په اوږه جهاد وکړ. 

هغې وويل: «ميړه مې د جهاد په لومړيو کلونو کې په شهادت ورسېد. سره له دې  چې ماته ستونزمنه وه، خو له هغې سره سره مې جهاد ته دوام ورکړ.»  

د هغه له مړينې وروسته يې خپلې ښځينه جامې له تن څخه وايستې او د يو نارينه افغان جامې يې واغوستې او د ۲۰۰ تنو مجاهدينو مشري او قومانده يې په لاس کې واخيسته. هغه وايي سره لدې چې څو ځله له ناوړه قصد څخه بچ شوې ده، خو ډېر غليمان يې ټپيان کړي او وژلي دي.

هغې وويل: «هغه مهال سختې جګړې روانې وې او ورځې ورځې به له ځنډ پرته په جګړو کې بوختوو. جنګيالي به مې شهيدانېدل او زيات شمېر دښمنان به هم وژل کېدل. دا د جګړې غوښتنه وه.» 

هغه وايي په ۱۹۸۹ کال کې د شوروي د پوځونو وتل د هغې [د ژوند] ډېره خوږه خاطره ده. 

ددې خاطرې په اړه عابدو خندل او ويل يې: «هغه مهال چې روسان له افغانستانه ووتل، دومره خوشحاله وم، چې ناستې خوند نه راکاوه. مشرتوب او قومانداني خوند لري، په تېره هغه مهال چې خپلو مجاهدينو ته به مې قومانده ورکوله او هغوی به زمااطاعت کاوه. موږ به پر دښمن بريدونه کول او د ډېر درناوي احساس به مې کاوه.» 

هغې احساس وکړ چې هر څه سرته رسېدلي، له دې امله يې خپله وسله کېښوده او له خپلو څلورو زامنو او پنځو لوڼو سره عادي ژوند ته ورستنه شوه.  

عابدو وويل: «ما د خدای (ج)  د رضا لپاره جهاد کړی دی. ما هغسې جهاد نه دی کړی، لکه چې نورو کړی، ترڅو په دې دنيا کې څوکۍ او شته تر لاسه کړم. هغه چا، چې د جهاد له نامه ناوړه ګټه اخيستې، د جهاد په نامه يې د خلکو مالونه لوټ کړي او غلاوې يې  کړي دي. د هغوی هڅې تشې بېځايه لاړې، په اخرت کې به هيڅ هم تر لاسه نه کړي.»   

عابدو څو کلونه په سولې او کرارۍ کې له ژوندانه وروسته يوه پلا بيا وسلې ته لاس واچاوه. دا هغه مهال و چې له ۲۰۰۱  کاله راوروسته يې د حکومتي ځواکونو او د هغوی د مخالفينو، طالبانو، تر منځ د جګړو له امله کار وبار له ګواښ سره مخامخ شو.

عابدو پخپله سيمه کې يو وړوکى دوکان جوړ کړى وو او هلته به دوکانداري کوله خو دهغې دوکانداري هم دگواښ سره مخامخ شوه    

هغې وويل: «پوليسو به راته ويل چې په طالبانو سودا مه خرڅوه او طالبانو به ويل په پوليسو باندې سودا مه خرڅوه. په پای کې طالبانو زما هټۍ ته اور واچاوه.»

هغه [له دې پېښې] ونه  ډارېده،  د خپل کلې د لسو تنو ځوانانو په مرسته  يې د ملېشو يونټ جوړ او يونيفورم ورپه تن کړ او له حکومت سره يې په سيمه کې د امنيت د ساتلو په اړه يو تړون لاسليک کړ.

هغې وويل: «زه له هغه چا سره جنګيږم چې غواړي زما د کلي او ولسوالۍ امنيت ګډوډ کړی.» 

د هغې دريځ له ځايي طالب مشرانو سره د هغې اړيکې ترخې کړې، له دې امله له احتياط څخه  کار اخلي، چې له غلچکي بريد سره مخامخ نشي. د خپل تګ راتګ لاره بدلوي، د ولسوالۍ په مرکز کې د شورا غونډو ته کله ناکله ورځي او له خپل کاله څخه وړاندې اوسيږي.

ځايي چارواکي د هغې له اتحاد څخه خوشحالهدي.

په مارجې ولسوالۍ کې د حکومت پلوه ملېشو عمومي قوماندان، بازګل وويل: «ددې ترڅنګ چې عابدو ډېره زړور ښځه ده، د جګړې په تکتيکونو ډېره ښه پوهيږي. سربېره پر دې خلک د هغې ډېره ننګه او ملاتړ کوي.  هغه له موږ سره د امنيت په ټينګولو کې ډېره مرسته کوي. موږ د هغې له برياوو څخه راضي يو.»

عابدو ټينګار کوي تل پر خپلې خپلواکۍ وياړي. سره لدې چې اوس له کابل حکومت سره کار کوي، له کوم سياسي ډلې ټپلې سره تړاو نه لري.

نوموړې زياته کړه: «دجهاد په پېر کې وسلې او مهمات له پاکستان څخه نېغ په نېغه زما په نامه راوړل کېدل  او ما به مجاهدينو ته ورکول. هغه مهال هم خپلواکه وم او اوس هم.» 

د عابدو قوم او د کلي خلک د هغې د پخواني او اوسني دريځ له مخې د هغې ډېر قدر او عزت کوي.

د نيک محمد په نامه د مارجې يو تن اوسيدونکي وويل: «عابدو يوه زړوره، پوهه او زړه سواندې مېرمن ده. هغه ښايي د افغانستان د تاريخ اتله وبلل شي. د جهاد په پېر کې موږ ولېدل چې يو شمېر نارينه قوماندانانو له روسانو سره د جګړو د نه کولو په اړه د معاملو تړونونه لاسليک کړل. عابدو تر هغې  شېبې وجنګېده، تر څو روسان له هېواده ووتل.»       

د محمد صادق په نامه د لښکرګاه يو اوسيدونکي د شورويانو په وړاندې په جهاد کې د عابدو د اغېز يادونه وکړه.  

هغه وويل: ما غوښتل د مارجې ولسوالۍ ته لاړ شم،خو سيمه د مجاهدينو په لا س کې وه. په هر ځای کې د تالاشۍ پوستې وې. ما عابدو پېژندله او د هغې په لاسليک او مهر مې يو ليک مجاهدينو ته يوړ، ترڅو له ماسره کار ونه لري. زه ولاړم، کله چې مجاهدينو ته ورسيدم، ويې درولم او پوښتنې او تحقيق يې راڅخه پيل کړ. ما ورته ليک وښود. هغوی وويل، که دا ليک راسره نه وای، نو مړ کړی به يې وم . ځکه زه له ښاره راغلی وم او هغوی ته د يو جاسوس په جامه کې برېښېدم.  خو هيچا د عابدو پر احکامو سترګې پټې نه کړای شوې.»    

عابدو وويل، د هغې د ملېشې غړي له چارواکو سره ثبت او روزل شوي دي. د مياشتې ۱۱۰ ډالره معاش اخلي او د جګړې ټول اصول او مقررات مراعاتوي.

د ميرزا په نامه د هغې يو ملېشه وويل: عابدو يوهتجربه لرونکى  ښځه ده. ډېر خلکييپېژني. که موږ له کومې ستونزې سره مخامخ شو، نو د هغې له مشورې سره سم کار کوو او د هغې له مخې خپل کارونه په سم ډول سرته رسوو.»

عابدو ددې پوښتنې په وړاندې، که د هغې سرتيري ناوړه چال چلن وکړي، څه به وکړي، وويل: «زه خپلو ملېشو ته ددې کار اجازه نه ورکوم. زه نه غواړم چې آن کوچنيان له هغوی څخه شکايت وکړي.»

نوموړې د يو شمېر زياتو وسلو د پېژندلو په اړه وويل، د خپلې اوږدې تجربې له مخې تر نورو، آن له افغان امنيتي پوځونو څخه زياته تجربه لري.  

نوموړې وويل: «په پوليسو او اردو کې د نن ورځې ځوانان تجربه نه لري. هغوی په جګړو کې په اسانه وژل کيږي، ځکه نه پوهيږي چې څنګه وجنګيږي.»     

هغه بې زړه توب او ډار ډېر بد ګڼي، وايي: «هغه څوک چې له جګړې ډاريږي، د نورو د ماتې لامل کيږي. درواغجن هم د ماتې يوه نښه ده. زه له دواړو کرکه لرم.»