د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کميشنري د مهاجرو لخوا د تيرايستنى او ټګماريو د مخنوي هلى ځلى کوي

په سل ګونو افغان مهاجر خپل هيواد ته د بيرته را ستانيدو څخه وروسته بيا راساً پاکستان ته ځي چى د اضافه پيسو د ترلاسه کولو هڅى وکړي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کميشنري د مهاجرو لخوا د تيرايستنى او ټګماريو د مخنوي هلى ځلى کوي

په سل ګونو افغان مهاجر خپل هيواد ته د بيرته را ستانيدو څخه وروسته بيا راساً پاکستان ته ځي چى د اضافه پيسو د ترلاسه کولو هڅى وکړي.

Thursday, 3 March, 2005
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

ګل رسول يو حرفوي او کسب ګر مهاجر دى. نوموړي د پاکستان څخه افغانستان ته د غرونو له لارى را ته او د مهاجرو د اجنسيو څخه ئي د (٢٠٠) امريکائي ډالرو د ترلاسه کولو وروسته بيا دا کار تکرار وه.


هغه لږ تر لږه تر تيري اوني پورى دى کار ته دوام ورکوه. د نوموړي ميرمن د (٥٠٠) کيلومتره د تګ او راتګ د سفر څخه ډيره سټړى او ستومانه شوى وهاو چارواکو ته ئي د هغه د درغلۍ په هکله خبر ورکړ. د هغه عکس د مهاجرو سره د مرستى ټولو مرکزونو ته وليږل شو او د نوموړي همدا لوبه پاى ته ورسيده، خو هغه د خپل اته ځله سفر څخه (١٦٠٠) ډالره لاس ته راوړي وو.


د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کميسون د هغو مهاجرو سره خپل هيواد ته د بيرته ستنيدو د بهير له لارى مرسته کوي چي پس له کلنو جلا وطنۍ څخه غواړي خپلو کورونو ته ولاړ شي. همدا ايجنسۍ په دى خبره ده چي ځينى مهاجر د دوى د نوموړي بهير څخه ناوړه ګټه اوچتوي، نو له همدى امله دوى په يوه کمپين لاس پورى کړيدى چي د همدى تيرايستنو او ټګماريو مخه ونيسي.


د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کميسون احصائيه دا په ډاګه کوي چي د تير کال د ډيسمبر د مياشتي راهيسى د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته د (١٦١٤٠٠٠) تنو څخه زيات مهاجر افغانستان ته ستانه شويدي، خو دهغوى نيمي برخي بيرته هيواد خوشى کړيدى.


د سپين بولدک پر پوله د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کميسون د سيمه ايزه دفتر مشر فريد احمد کريمي وويل: هره ورځ سل کورنۍ د پاکستان څخه بيرته خپل هيواد ته راستنيږي، خو ځينى بيرته راساً پاکستان ته ځي.


نوموړي زياته کړه: خلک د پيسو حرص اخيستي دي او بيرته پاکستان ته دله دىامله ځي چى زموئږ مرسته بيا تر لاسه کړي. هغه وويل: د دا ډول خلکو مخه نيول يو ګران کار دى.


حبيب چى يو افغان مهاجر دى او د پاکستان د پيښور ښار ته نژدى د اکوړى په کمپ کى ژوند کوي، ادعا کوي چى د (٢٠) ځلو څخه ئي زيات د ملګرو ملتونو همدا مرسته تر لاسه کړيده. خو د هغه وخت راهيسى د نوموړي د همدى درغلۍ مخه نيول شويده چي پر پوله د کنټرول ټيمونو او ډلو خپل هيواد ته د بيرته ستنيدونکو مهاجرو د عکسونو په اخيستو پيل کړيدى.


د همدى مرستو د ورکولو په جوړښت کي د وروستي بدلون له امله هغو بى انصافه افغانانو د چارواکو د تيراتستنى له پاره لويي کورنۍ جوړى کړيدي چه په درغلۍ او ټګۍ سره د ملګرو ملتونو مرستى ترلاسه کړي. پخوا خپل هيواد ته يوى ستنيدونکى افغان کورنۍ ته په اعظمي ډول (١٠٠) ډالره مرسته ورکول کيده، خو اوس د کورنۍ د هر غړي پر سر (٢٠) ډالره ورکول کيږي. په پلچرخي کى د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کميسون ساحوي افسر نصير جان وويل: موئږ تر اوسه د (٤٠٠) بى انصافه کورنيو سره د بيا مرستى مخه نيولى ده.


ځينيى بى انصافه کورنۍ د پاکستان څخه د ځان سره مالونه راوړي او په کابل کي ئي په جګه بيه خرڅوي. ځينى نورى کورنۍ بيا په همدى نړيوالو مرستو سوداګري پيل کړيده. د سيمى يوه اوسيدونکي فريد خان وويل: موئږ د راستانه شويو مهاجرو څخه د ملګرو ملتونو لخوا ورکړ شوي (١٠٠) کيلوګرامه غنم د (٨٠٠) پاکستانيو روپيو چى نژدى - (١٣) ډالره کيږي - رانيسو او نوموړو مهاجرو ته دوه ورکړه شوي پلاسټکي څادرونه په (١٠) ډالره خرڅيږي.


د (٥٠) تنو په شا او خوا کى مهاجرو ته د پلچرخي کمپ ته د داخليدو اجازه ور نه کړل شوه. د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کميسون د دفتر په شا او خوا کي نوموړو مهاجرو شکايت کاوه چى هغوى هيڅکله افغانستان ته د بيا داخليدو هڅه نه ده کړى. شير آغا چى د پاکستان په دننه (١٠٠) کيلومترۍ کى د هري پور د کمپ پخواني اوسيدونکى دى، وويل: دا ظلم دى چي هغوى وائي چى زه دلته څو ځلى راغلى يم او په داسى حال کى چى زه دلته هيڅکله راغلى نه يم.


د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کميسون وائي: ځينو را ستانه شويو تګمارو مهاجرو د چارواکو د تيرايستنى له پاره د ځان سره هغه جعلي اسناد راوړي دي چى د پاکستان په يو شمير ښارونو کى تر لاسه کيږي.


د پلچرخي په کمپ کى د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کميسون د ټيم مشر فضل الحق وويل: مهاجر کراچۍ، اسلام آباد او پيښور ته ځي او هلته ځان ته جعلي فورمى چى جعلي ټاپى او لاسليکونه پکښى شوي وي، د اضافي پيسو د ترلاسه کولو له پاره يي جوړوي. نوموړي زياته کړه: خو زموئږ سره د خپلو هغو (١٥٠) تنو مامورانو د لاسليکونو نمونى شته چى په پاکستان کى د مهاجرو پر فورمو لاسليکونه کوي، نو له همدى امله موئږ په اسانۍ سره کولاى شو چى پر جعلي اسنادو جعلي لاسليکونه وپيژنو.


دانش کړوخيل په کابل کي د جنګ او سولي راپور ورکوونکې ټولنى خبريال دى.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists